افغان موج   

انجمن د وستی افغانستان

محبت؛ ګلهنامه"      mahabbat"

A none periodical newsletter published by ADS

(Afghan Dosty Society) UK

شماره یکم سا ل  هجدهم جولای ۱۰۱۵م

په انګلستان کی د خپریدونکی  "محبت" مجلی په ۶۰ او۶۱صفحه کی زما پر کتاب " د کندهار غښتلی" باندی  محترم (انځورګر)صاحب یوه لیکنه تر دی سرلیک لاندی" د یوه نوی کتاب معرفی اوخبرتیا " چاپ سویده. زه د ښاغلی انځورګرصاحب او هم د محبت مجلی د مسول او ټولو همکارانوڅخه مننه کوم.اوتاسی یی لوستلو ته رابولم.

60 صفحه

انځورګر  ۶۰

دکندهارغښتلی"نامیان" پدی وروستیوکې. یو نوی کتاب «دکندهار غښتلی "نامیان"» په نامه. په ښکلی صحافت د چاپه راوتلۍ دی. د کتاب لیکوال ښاغلی عبدالقیوم دی. دغه اثرچی په "۱۲۱" مخونو کی کښل سوی دی. د لیکوال د کلتوری زیارونو. ټولنیزو د ردونو. احساساتو او هیلو یو نوی ابتکاری او د اهمیت وړ څیړنه ګڼل کیدای شی. په دی لیکنه کی ډیری خبری شته. خو تر هر څه وړاندی. د دغه څیړنیټول محتویات او مطالب. د سیمی د نامیانو. ټینګانو. میړنیو. غښتلو پیژندګلوی ته وقف دی. لیکوال د دغو غښتلو. با استعداده او انرژی لرونکی ځوان قشر. چی د استبدا د او ظلم په وړاندی د مقاومت کولو په ګناه او یا دا چی پر دوی باندی د کوم تپل شوی جرم په مقابل کې په پټه خوله په کلکه دریدلی دی او د ظالم او توطیه کونکی یې د ماتی سره مخامخ کړی دی. نودوی یې بیا و زندانونو ته ټیل وهلی دی. او هلته بیا د د سیسو او توطیو قربانیان شوی دی. پرده پورته کوی.

همدارنګه. لیکوال بیا د دغو ټینګانو ټولنیزی. اخلاقی خویونه او د ټینګوالی د علتونو ځانګړتیاوی د بیلا بیلو شخصیتونو په وجود کې په ژوندی توګه بیانوی. مینه وال کوالی شی پورتنی خبری د کتاب په متن کی ولولی. لیکوال د کتاب د سیریزی په لومړی مخ کی لیکی: "ځینی لیکوال. لیکنی د تفسیر لپاره کوی اوڅوک یی بیا د تغیر لپاره لیکی. خو زه یی د تغیر او تفسیر د واړو لپاره لیکم". د تفسیرڅخه می مطلب دا دی چی تر وسه د مسلی ښه وضاحت وسی. خلګ آګاه او خبر کړم. د تغیر څخه می مطلب د هغه ذهنیت سمون دی چی د کندهار د غښتلو "پای لوچو" په باب سرکاری سړو. پردو او پردوپرستو د کلونو کلونو را په ایسته د دوی د منفی تبلیغ په وجه. زموږ د یو شمیر وطندارانو. په خاصه د ښاری روشنفکرو په فکرونوکی یی منفی ځای نیولی د ی"

 دغه څیړنه. په لومړی سر کې ځکه د پام لرنی وړده. چی لیکوال. له یوی خوا شخصاً په حوادثو او پیښو کی حضور لری اوله بلی خوا. لیکوال په کلک هوډ سره د اولس په موضع کی ولاړ دی. د لیکوال دغه ټولنیز د ریځ د کتاب اهمیت او کیفیت ته یی نوی په زړه پوری او د منلو وړ ګرځولی دی.

په دی اساس که لیکوال له یوی خوا خلګ په پیښو او حوادثو خبروی او له بلی خوا وائی: "دا پرځان باندی د غښتلو حق بولم چی زه د دوی پیژندګلوی د خپل شناخت په پیمانه وخلګو ته په رښتنی توګه وکړم او هم مسؤلیت لرم هغه څه ولیکم چی لیدلی می دی. " باید څرګنده شی چی د ښاغلی عبدالقیوم د دغه حاضر کتاب څخه وړاندی نورو لیکوالو او پوهانو هم کار کړی دی او اثارئی لیکلی دی او پخپله لیکونکی هم د یو شمیر نورو لیکوالو نومونه په خپل دغه اثر کی ذکر کړی دی.

 همدارنګه ښاغلی نوزادی هم په تقریظ کی د یو شمیر پوهانو اولیکوالانو نومونه ئی یادکړی دی. خو اصلی خبره په دی کی ده چی یادشوی پوهان اولیکوالان چی په دی اړوند یی هرڅه لیکلی دی.

 

61صفحه

 د بیلابیلو منابعو. نقل قولونو. خاطراتو. روایاتو او په کتابونوکی یی مندلی دی. خو پدی اړوند ښاغلی عبدالقیوم ځکه مستحق دی چی د ی پخپله شخصاً د ذکر سوو شخصیتونو سره یوځایو. په وارو وارو سره د زندان په سلولونو کی. په کلی والی ژوند کی. په نورو ولاړو او ناستو کی په بیخ او ریښه کی حضور او شناخت لری او خبری یی د سند پر بنا رښتنی. معتبره او د منلو دی.

 

ښاغلی عبدالقیوم د کتاب په شلم مخ کی ودغی موضوع ته د اسی ایشاره کوی: " د تیرو پنځو سو کلونو په جریان کی. هغه د خپل وخت غښتلی چی ما لیدلی وه او ما ورسره ناسته لرل او بیا می تر اوسه هغه څه چی زموږ د وستانو د غښتلو "پای لوچو"په هکله لیکلی دی او لوستی می دی. د غښتلو د کړونو. عاداتو او صفاتو سره مځکه تر آسمانه تفاوت لری.

 د ټولو تیرو تاریخ لیکونکو او لیکوالو د معلوماتو منبع یا ماخذ یو دی چی نورو نقل کړی دی. "د کتاب بل اهمیت په دی کی دی چی لیکوال. ښاغلی عبدالقیوم د یو ټولنیز شخصیت په حیث د ټولنی په منځ او موضع کی ولاړ دی. د ده په باور د ولسونو د تاریخ د څرخ حرکت د طبقاتی مبارزی پر بنا ټاکل کیږی. نه د نورو لاپو. شاپو او کاغذ بازیو پربنالیکوال وایی: که ولسونه مو نا لوستی نه وای او په خپل رسالت پوهه وای او خپل سیاسی. اقتصادی او ټولنیز تشکیلات یی لرلای بیا نو حاکمیتونو د دوی پر برخلیک باندی لوبی نشوای کولای.

دکتاب بل د یادولو وړ اهمیت په دی کی دی چی لیکوال په دی اړوند ډیر ټولنیز مسائل مطرح کوی او هدف یی دا دی چی لوستونکی ته د  مسؤلیت احساس ورکړی او لارښونه کوی چی خپل د ژوند وچارو او تاریخ ته له سره نوی کتنه وکړی. لیکوال وائی: دا ځکه زموږ تاریخ یا زموږ د ولس تیر ژوند هغو کسانو لیکلۍ دی چی دوی د حاکمیتونو او جبارانو د فشار او استبدا د په وجه کولای نشو چی حقائق او تاریخی پیښی بی طرفانه وڅیړی او منفی خواوی یی د جزئیاتو او علتونوسره روښانه کړی.

 

دمثال په ډول. لیکوال د کتاب په ۱۱مخ کی لیکی: په خفګان سره داسی یادونه کوی چی ډیره زیاته برخه د تاریخ مو همداسی جوړسو... په پای کی د خبرو لنډیز او نتیجه دا ده. چی دغه کتاب د هغو محقیقینو او څیړونکو لپاره چی غواړی په خاصه د دغه قشر "نامیانو" میړنی. ټینګان یا غښتلی وپیژنی او د دوی په د ردونو. محرومیتونو. په علتونو پوه شی او په دی اړوند په سیمه کی د کورنی ژوند څخه نیولی بیا تر مکتب. بازار. محبس. ماموریت. باغونو. سماوارونو او د کوڅو بنډارونو او لوبځایونو او کلتوری ژوند باندی. څیړنه وکړی یوغنی او د لومړ ی لاس د ماخذ په توګه پوره ګټه تری اخیستلای شی.

 پاته دی نه وی چی لیکوال د کتاب په وروستی مخ کی خپل غوښتن لیک داسی وړاندی کوی: " یو غوښتنه!راځی د خپلو غښتلو نوم ژوندی وساتو. د دوستانو او لوستونکو څخه هیله لرم چی د دغو څو جملو تر لوستلو وروسته. د دی لیکنید غنیتوب او بشپړ توبد پاره خپل انتقادات او معلومات راسره شریک کړی. ځکه د کندهار غښتلی زموږ او ستاسی غښتلی دی. ستاسی په مرسته به په دوهم ځل چاپ کی کمبودی پوره او ستاسی معلومات ستاسی په نوم پکښی زیات کړو. که چیری د پخوانیو یا اوسنیو غښتلو کیسی. خاطری او عکسونه ولری راته را ایمل کړی انشا اللهپه امانت د اری به یی چاپ کړم. ډیر دوستان به تر ما زیات او دقیق شناخت ولری. د غښتلو سره به خپلوی او دوستی لری. که هر دوست خپل معلومات را سره شریک کول غواړی. ایمل

: این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید

شمیره د تلفون :(7133– 264- 804- 01)

پوستی ادرس

: a.qayum 2101 dresden.rd henrico,va,23229 u,s,a