افغان موج   

په زړو «انقلابي» ادبیاتو کې چې د «روسي مارکس باورۍ» تر نامه لاندې يې شهرت موندلی، «پرگنیز پاڅون» د «ټولنیز انقلاب» د مقولې په هینداره کې ځان ته خپله ځانگړې پېژندپاڼه، څېره، ضابطه، موخې او معیارونه لري. د ټولنیزو خوځښتونو او بهیرونو په پېژندنه کې اړینه ده چې د هغوی د شعارونو، اعلامیو، بیانونو، سیاسي-ټولنیزو غوښتنو او د هغوی د مخکښانو د ایرادونو تر شا پراته ټولنیز-سیاسي او قشري-طبقاتي نیتونه او باورونه راوسپړل شي او د هغوی محرکه قوتونه او په تیره بیا د هغوی د مشرتابه هویت بربڼد شي او لازمې نتیجې ترېنه استخراج شي.

روان «پرگنیز پاڅون» چې د هیواد په ځینو ختیځو ولایتونو او د هغه نه بهر د طالب د جهالت ضد نارو تر پردې لاندې د «ولسونو بسیج» په کاذبه ډنډوره کې يې د جنگ نوې پاڼه پرانیستی ده، د شکل او محتوا له اړخه د ټولنیز انقلاب او یا پرگنیز پاڅون سره کوم تړاو او یا تشابه نه لري. اوسني سیمه‌ایز او قومي محدود خوځښتونه چې د طالب د وحشیانه یرغلونو د مخنیوي په پلمه‌ ېې سر راپورته کړی دی د هغې ناکامې درامې شرمونکې لکۍ ده چې په وار وار د «انقلاب نارنجی»، «حرکت مدنی خطرناک»، «غزه سازی شمال»، «فدرالیزه سازی»، «تحلیف دوم»، «مقاومت دوم» او داسې نورو شعارونو، کړنو او شوقونو تر شا يې د افغانستان ملي گټو، ملي یووالي، ملي بشپړتیا او ملي حاکمیت ته‌ پرله‌پسې او موخه ايز گواښونه جوړ کړي دي.
پوښتنه مطرح کیږي چې ولې دا روانې شوي مظاهرې، مارشونه او ناندرې د ملي «پرگنیز پاڅون» په لوښي کې نه ځایېږي؟ ولې دا ننداره چې همدا اوس يې په هیواد کې سوله، ثبات، بشپړتیا او حاکمیت تر ژور تهدید لاندې دی د «خپلې کوڅې»، «خپلې دروازې» او «خپلې کلا» د دفاع د شعارونو تر بیرغ لاندې د پرگنو د پراخ غیر قانوني وسله‌وال کولو او قومي او سیمه‌ایز نفرت ته په لمن وهلو یو ځل بیا خپل سر د پخوانيو پېژندل شويو جنگ‌سالارانو او داړه‌مارانو له گرېوان څخه راایستلی دی؟ آیا دغه لوبه رښتیا د هیواد د ملي گټو د خوندي‌کولو په موخه روانه ده که د څو غلو او جرمي پانگو او یا مافیایی پانگوالۍ ساتندوی او مرستندوی ده؟
زما په اند، دغه پېل‌شوی کاذب او نارښتونی «پرگنیز پاڅون» د ټول-افغان ملي او ټولنیز پاڅون په حیث نشو شمیرلای، دا ځکه چې دا «پرگنیز پاڅون»:
لومړۍ،
د ملي-وطني موخې څخه ليرې او د ټول‌افغان ټاټوبی د برخلیک په باب روښان دریځ نلري؛
دوهم،
د طالب سره د جگړې په پلمه، قومي او اتنیکي احساساتو او کرکې ته لمن وهي؛
دریم،
د افغانستان د دولت پر خلاف، د طالب ضد «دوهم مقاومت» تر جندې لاندې، د «جهادي» ایلیتو او مرکزگریزو رهبرانو‌ دریځ پیاوړی کوي؛
څلورم،
د افغانانو ملي یوالي ته گواښونه جوړوي او د فدرالیزم واهي تفکر په چوکات کې د افغانستان اوسنۍ جغرافیا د تجزیې خوا ته تیل وهي؛
پنځم،
د افغانستان زړه ورو او غښتليو وسله والو قوتونو ته د هیواد د بشپړتیا او ملي حاکمیت څخه په دفاع او د طالبانو په ځپلو کې خڼدونه او ځانگړې پیچلتیا جوړوي؛
شپږم،
لویه برخه‌ېې د «جهادي» قوماندانانو او پخوانيو اشرارو تر کنترول لاندې د غیر قانوني وسلو او تجهیزاتو په مرسته قانونیت، امنیت، ادارې او د خلکو عادي ژوند ته تهدیدونه جوړوي؛
اووم،
شواهد هم داسې ښیی چې د خپل کلي، کوڅې او کور د ساتنې تر نامه لاندې ځینې زورواکي او چورواکي د قصرونو، جایدادونو او د بیت‌المال او خلکو څخه غلاشويو ثروتونو ته د امان ورکولو په هدف د روانو سیمه‌ایزو خوځښتونو نه ناوړه گټه پورته کوي؛
اتم،
د پرگنیزو خوځښتونو بله برخه د ملي امنیت د ریاست تر مستقیم مدیریت لاندې ده چې د نوموړي ریاست د یوې خاصې ادارې («ریاست خیزش‌های مردمی»)له خوا کنټرول، تمویل، تسلیح او رهبري کیږي؛
نهم،
د دغه تش په نامه «پرگنیز پاڅون» په مشرتابه کې نه ملي-وطني او سپېڅلې محلي څېرې او شخصیتونه، بلکې پېژندل شوي ټوپکماران، «جهادی» قوماندانان، جنگي جنایتکاران، د خلکو او د بیت المال غاصبین، وطن پلورونکي مخبران او افغان دښمنې څېرې سره راټولې شوي دي او د ځان او د خپلې کورنۍ د گټو د ساتلو لپاره تېرشوي پخواني «جهادي» شعارونه او د ذلت څخه ډک تېر شوی زمان بیا په افکارو کې ژوندی کوي.
ځینې کسان او ډلې په تیره بیا هغه کړۍ چې د دوی ماغزه د پښتون ضد زهر سره مسموم شوي او د طالب په خیرنه څېره کې ټول پښتون قوم ویني، هر خوځښت او غیرقانونی حرکت ته د خلکو قیام، انقلاب او د بدلون د نوې څپې په سترگه گوري او په ناپوهۍ کې د جنگسالارانو او جنگي جنایتکارانو بلوا او غوغا ته هیله پیدا کوي.
زما په اند که د دغو تش په نامه «پرگنیزو پاڅونونو» په جوهر کې رښتیا د افغاني هیواد ملي گټې او په افغانستان کې د جگړې څخه سولې ته د اوښتون نیت او اراده موجوده وي، نو د دغو «پاڅونونو» لارښونکي او مشران دې خپل ډلې د وسله وال پوځ تر نظم لاندې راولي او خپلې غیرقانوني وسلې دې ثبت کړي او د دغو قوتونو په چوکات کې دې خپله وطني او افغاني ونډه تر سره کړي. د دې نه پرته، دغه خوځښتونه نه یوازی «پرگنیز» نه دي، بلکه زموږ په غم ځپلي هیواد کې به د ماجراغوښتنې او هرج و مرج نوې پاڼه پرانیزي.

 

غرزی لایق
 
 
هالند
۲۹ جون

  •