په هېواد کې مو چې شپه او ورځ مـاتم وي! نو به څه شوق د وصال او د صنم وي؟
په وطن چې اور بل شوی، دود جګـــیـږي چې بې غمه ناست وي، کله به آدم وي؟
پـــــه اوږو چـې د زامـــنو جـــنـازي وړو خود به جوړې ویالې، د سترګو نم وي!
بـیســـــواده چې حـــــاکـم، عـــالم ګــدا وی دا وضعیت به نو د چـا په فکر سم وي؟
چې چوکۍ په مـــیراٍثي ډول تقــسیــم شـی اې ځوانانو دا حالات چـاته د زغـم وي؟
چې ملـــت پـــــه اتـفــاق قـــدم وانخـــــــلي نـو په بــرخه به یې خــود، دایـم الم وي
چې یې توان د ادارې د مــنصب نـــه وي نــاپوهان بـه وي چې بیا ورتـه اړم وي؟
که (بــدلون) تــه لاس وا نه چوو مــلګــرو (تــــداوم) به مو د ژوند تـر پایه غم وي
که مو بام پرې تکیه نه شي، ستون څه کړو نــــړوو بې! کــه اول او کــه پنـځـم وي
که دا علم، صداقت معیار د سنج شي
(غفوري) به نـو له چانه کله کم وي؟
نورمحمد غفوري
۱۰ / ۱۲/ ۲۰۱۵