افغان موج   

        ډیر ظلمونه،  استـــبداد  او نا کــــردې             په ما   وکـــول  نامـــردې  زمــــــــانې

        په غمونو کې پیدا سختو کې لوی شـوم             په زحمت کې تـــیروم لا ورځـې،  شپې

        په سړو او په ګرمو او شکــنجو کـــی              فلک وکړې  په ما   ډیرې  تجـــــــربې

        لا هــــنوز که د  ثبات امــتحان اخلی؟              ور پــه ګـوته بـه کـــړم نورې نــښا نې

        پریږده پریږده چی ارمان ئی پاته نشی              هــره خـوا دې را تـــه بلې کــړي لمبې

        زه به خپل د هدف لوری ته لار  باسم               څوک چی څه کوی هغه د کړی نخری!

خیر که ته ئی رانه بیله زې تنها کړم

را ســره دی  ســتا د مینی خاطـرې

            5.06.1982

           نورمحمد غفوری:  بلغاریاــ صوفیه