افغان موج   

په ټول وطن کی اوس بیا نوئ غالمغال جوړشوئ

د زور واکانو ترمنځ بیا، په واک جنجال جوړشوئ

اوس ھر زور واک ته، د ارګ واک خپل استحقاق ښکاریږي

د دی حق خیال یی اوس د ژوند عادي مورال جوړشوئ

بیا د ملت په سرنوشت لوبی راوانی ښکاري

ولس ته بیا له تشویش ډک یو چاپیریال جوړشوئ

لکه چی بیا د غلو لښکری،د چورلاری څاري

بریښي دغلوپه سرکی بیا، د چورکوم خیال جوړشوئ

فاسد زورواک ته بیت المال، د پلار جایداد ښکاریږي

اوس ھرفاسد ته خپل ثروت له بیت المال جوړشوئ

په کوم مورال به،کوم لښکر،ددی چورمخه نیسي

دمدرسی له ملاګي چی، نن مارشال جوړشوئ

دکوم ملا د اذان (حیی علی الفلاح) ومنو؟

ھردرواغجن،اوس مُوذن لکه بلال جوړشوئ

خدایه دکوم مھدي په لار،په پټوسترګوولاړشو؟

اوس چی مھدي آخرزمان،له ھردجال جوړشوئ

نورداملت قیامه،داحالت زغملئ نه شي

فساد،فاسد ته نور د خپل قدرت زوال جوړشوئ

 

الحاج الھام الدین قیام

والدورف/جرمني

۰۳/۰۹/۲۰۱۳