افغان موج   

مور

دچا مور، دچاميرمن ده، دچا خورده

دچاخواښي، دچانياده، دچا ترورده

دهرچاسره رشتې ته ېې بيل نوم دی

دچا ښکينه ياورينداره، دچالورده

خوترټولو ښائېسته دمينې ډک نوم

په نومونوکې ډيرښکلی نوم دمور ده

انسانان دخدای، اشرف المخلوقات دي

خوانسان ته  دشرف  منبع شعور ده

انسان وروسته له خلقته شعور اخلي

داغاز نقطه دمور د غيږې ،کور ده

دمور  غيږه  دژوند  هغه  مدرسه ده

چه هرچا پکې موندلی دژوند لورده

ددنياکړه وړه  دمور له  غيږې  کيږي

دمور غيږه کې پروت دومره قوي زورده

د مور  غيږه  سرچينه  د مدنيت  ده

دئ دمور له غيږې هرې خواته خپورده

که ېې سل وارې مکې ته په شايوسي

دمور حق  پدې  ادا ندی، لا پور ده

هرانسان ته ېې ،دمور دعا په کار دي

چا چې مور ته بد کتلي مخ ېي تور ده

په هرچا دخپلې مور خدمت لازم دی

چې دخپلې مور خدمت، خيرالامور ده

زه قيام دمور په  پښو  کې  جنت وينم

نو دمور خدمت مې تل دژوند دستور ده

 

الحاج الهام الدين قيام

والدورف/جرمني