افغان موج   

نجیب الله پاڅون
له بلخ څخه د ماشومانو لپاره پښتو میاشتنۍ (ټال) خپرونې دویمه ګڼه په ښه کیفیت، په وړوکي سایز ، په اتو مخونو کې چاپ او خپره شوه، په دغه خپرونه کې هم د ماشومانو لپاره هر اړخیز او ګټور مطالب چاپ شوي، د ټال لومړۍ ګڼه د روان کال(۱۳۹۵ ل، لمریز، د لړم په ۲۴مه، د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د نومبر په ۱۴ مه) په څلور مخونو کې د ۲۰۰۰ په شمېر چاپ او خپره شوه، چې د لوستونکو او د لیکوالانو په غوښتونو سره د یادې خپرونې دویمه ګڼه په ۸ اته مخونو کې په وړوکي سایز د ۲۰۰۰ په شمېر د ۱۳۹۵ ل، لمریز کال، د مرغومي ۸مه، د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په ۲۹ مه، چاپ او له بلخ څخه خپره شوه. ټال میاشتنۍ خپرونه د بلخ سربېره د شمال په نورو ولایاتو کې هم وېشل کېږي، د ټال په دویمه ګڼه کې لاندې سرلیکنه لیکل شوې:
سرلیکنه : ګرانو ماشومانو، او ځلمیانو ستړي مشئ!

دا دی د لوی خدای په مرسته وتوانېدو، چې د ټال خپرونې دویمه ګڼه مو هم ستاسو تر لاسو درورسوله، د خوښئ او ویاړ ځای دی، چې د ټال لومړۍ ګڼه د لوستونکو د پراخ هر کلي سره مخ شوه، هیله ده تاسو هم د ټال لومړۍ ګڼه لوستي وي او له مطالبو څخه مو خوند اخیستی وي. د ټال په دویمه ګڼه کې مو هم درته ډېر ګټور مطالب چمتو کړي هیله ده په خوند سره یې ولولئ او ګټه ترې واخلئ! ټال ستاسو خپرونه ده او ستاسو لپاره چاپ کېږي. ټال میاشتنۍ به خپل سپیڅلی مرام سر ته رسوي او تر خپله وسه به کوښښ کوي، چې وړو کمکیانو ته ګټور او په زړه پورې مطالب خپاره کړي؛ خو زمونږ یوه هیله له خوږو ماشومانو څخه داده، چې کله هم د ټال خپرونه لاس ته راوړي، کوښښ دې وکړي، چې په ښه غور سره یې مطالعه کړي او نورو ملګرو ته دې هم ورزده کړي! همداراز د ماشومانو له پلرونو څخه هم هیله کوو چې خپلو ګلالیو اولادو ته دغه خپرونه ولولي او د هر مطلب په اړه ورته معلومات ورکړي ځکه په کور کې د ماشوم ښوونکي پلار او مور دي، دوئ باید خپل اولادونه د ټال میاشتنۍ او یا هم د بل کوم اخبار ، کتاب او مجلې په ارزښت پوه کړي. ځکه ټال میاشتنۍ په آسانه نه چاپ کېږي او په آسانه سره ستاسو لاسونو ته نه رسېږي زمونږ کاري ټیم په دې خپرونه خپل هر څه کارونه پرېږدي؛ خو تاسو لپاره خپله مبارزه جاري ساتي. زمونږ لپاره د ویاړ او خوښۍ خبره داده، چې د لومړۍ ګڼې پوښتنې د ډېری ماشومانو لخوا ځواب شوې او مونږ ته یې راواستولې. په دې کار سره ماشومان تر یوه حده وتوانېدل، چې د ټال د پوښتنو د ځواب لپاره له خپل خوږ پلار او مورجانې او هم له خپل درانه ښوونکي څخه ځوابونه ترلاسه کړي. موږ یو ځل بیا د ښوونځیو له درنو ښوونکو او د ماشومانو له پلرونو څخه په ډېر درنښت هیله کوو، چې ماشوم دې د کتاب او اخبار په ارزښت پوه کړي او هغه دې، دې ته وهڅوي، چې کتاب او اخبار په پیسو واخلي او ودې لولي. په کوم کور کې چې کتاب نه وي هلته به پوهه له کومه شي. مونږ له وړو او کمکیانو ماشومانو څخه په ډېر درنښت هیله کوو، چې خپلې لیکنې او په خپل لاس رسم شوي انځورونه مونږ ته راواستوي. مونږ له کوچنیانو څخه غواړو چې ټال خپرونه دې په خپلو کورونو کې وساتي او خپلو کتابونو او مجلو ته دې ارزښت ورکړي. کوم ماشومان چې له ښوونځیو څخه رخصت شوي له هغو څخه زموږ هیله داده، چې خپل وخت دې په لوبو او ساعتیریو او په بې ضایعه کارونو نه تېروي، دوی دې د وخت په ارزښت پوه شي ځکه وخت سره طلا ده، نن ورځ بیا سبا نه راځي. دغه ماشومان دې خپل ځانته یو ځانګړی مهالویش ترتیب کړي د مطالعې، خوراک، لوبو، خوب او د کار وختونه دې معلوم کړي. د کور کارونو کې دې له خپل ګران پلار او خوږې مورجانې سره مرسته وکړي، چې تر څو خلک یې په ښه نامه یاد کړي. خدای او رسول ترې خوشاله شي. په اخیره کې یو ځل بیا له پښتنو مشرانو او پلرونو څخه غواړو، چې په خپلو اولادونو دې تعلیم وکړي او خپل ماشومان دې د کتاب او اخبار په ارزښت پوه کړي. دوی دې خپل اولادونه د کتاب په مطالعې روږدي کړي په دې کار سره به ماشومان د علم او پوهې په ګاڼه سمبال شي او له بلې خوا به له بدو کارونه څخه هم لاس واخلي. مینه او درنښت د ټال اداره
همداراز دلته د ځینو مطالبو سرټکي راخلو، کوم چې د ټال په دویمه ګڼه چاپ شوي:
۱ـ ښوونځی(د نویو زده کوونکو لپار)
۲ـ وړو ماشومانو ته مهالویش
۳ـ آیا پوهېدئ؟ (هراړخیز او ګټور معلومات)
۴ـ آیا د ځمکې خوځښت ورو شوی دی؟
۵ـ شیدې ولې ګټورې دي؟
۶ـ ورېځې له کومه راځي؟
۷ـ ژېړه زرغونه یا د بوډۍ ټال څنګه رامنځته کیږي؟
۸ـ ولې ماشومان باید قهوه ونه څښي؟
۹- پښتو سوچه لغات
۱۰ـ د مور په اړه مرغلرې
۱۱ـ د هیلو ټال( د ماشومانو لپاره شعرونه)
۱۲ـ بې غرضه نیکي(لنډه کیسه)
۱۳ـ د لویانو خبرې
۱۴ـ د ښځو حقوق
۱۵ـ د تکړه او استعداد لرونکو ماشومانو خبرې
۱۶ـ د کتاب په اړه د لویانو خبرې
۱۷ـ د نـسوان وطـواط بـلـخي لیـسې زده کــوونـکـې لـه گـڼو ستـونـزو سـره مـخ دي(رپوټ)
۱۸ـ د ملي شخصیتونو پېژندنه
۱۹ـ د ماشومانو لپاره پوښتنې(کانکور)
۲۰ـ سپورټ
۲۱ـ د تیرې ګڼې د پوښتنو ځوابونکي ماشومان
۲۲ـ د ماشومانو په ژبه د ماشومانو د حقونو تړون
۲۳ـ د نن غوټۍ د سبا ګلان( د تکړه او استعداد لرونکو ماشومانو پېژندنه)
۲۴ـ ټوکې.
همداراز د (ټال) په دویمه ګڼه کې د ماشومانو لپاره انځورونه او کارتون هم چاپ شوي. د دغې خپرونې په دویمه ګنه کې لعل جان توخی او استاد پوهندوی آصف بهاند د لیکوالانو او کتنپلاوې په ډله کې زیات شوي او د خپرونې د امتیاز څښتن او مسؤول چلوونکی (نجیب الله پاڅون) دی.