افغان موج   

بسم الله الرحمن الرحیم

د ۱۳۹۳کال د وږی د میاشتی دویمه

او د ۲۰۱۴کال د اګست ۲۳نیټه :

د افغانستان د روانو نیمګړو انتخاباتو دبی باوره نتیجو څخه وروسته د مؤقت حکومت مسأله نوره هم توده شوه ځینې افغانان په دې باور وو چې لنډ مهاله اداره د معضلی د حل لپاره ښه وسیله ده خو د یوی مطرح نظریې په بڼه هغه وخت راڅرګنده شوه چې ۲۰۱۰کال کی د خپلواک افغانستان ملی حرکت د هیواد یوشمیرحرکتونو، شوراګانو، او مستقلو ملی شخصیتونو سره یوځای د افغانی ټولنې د بیلو بیلو سیاسی مفکورو د سیاسی کدرونو د روڼ خیاله افغانانو سره د یوی بیړنې تګلاری په بڼه طرحه او منځ کې واچوله، په افغانستان کې د مؤقت حکومت د ترخو او ناکامو تجربو ته په پام دا غوره وګڼل شوه چې د منځ مهالې ادارې د جوړیدو څخه مخکې د یوې پراخې سراسری افغانی جبهې جوړیدل ضروری دي.

دهیواد یو شمیر سیاسی حرکتونو، شوراګانو او ملی مستقلو شخصیتونو د اوږدو بحثونو څخه وروسته د سولی د ملی جبهی وړاندیزي طرحه داسی برابره کړه چې ګام په ګام د مؤقتی انتقالی اداری په لور حرکت پیل شي، دغې هدف ته د رسید په خاطر هیواد دننه او دباندی د سیاسی ډلو د آستازو د وسلوالو مخالفانو د خواخوږو، جهادي قواو، مسلکي ټولنو، قومي شوراګانو، افغان حکومت، د دواړو وتلو کاندیدانو سره مستقیم او غیر مستقیم تماسونه ونیول شول. سره له دې چې د جبهې د دموکراتیکو ارزښتونو او مؤقت حکومت په هکله ځینې سوالونه او انتقادونه موجود وو، مګر د اوسنې ادارې مشر او دوه مطرح کاندیدان د جبهی او انتقالی حکومت حسابی مخالفان وو، پدی کی شک نشته چې افغان کشاله کی یاد کسان دخپلو پلویانو سره یوځاې پوره تأثیر لري، خو دا هم روښانه ده چې دا درې اغیزمند شخصیتونه دخپلو متحدینو سره یوځاې د افغانستان د اوسني بحران معماران هم بلل کیږي. که هر څنګه وي د افغانستان د وضعی په اساس دوې او د بن په محور راټول شوي کسان د افغان لانجې یو اړخ دي، دا اړخ هغه وخت د افغانستان په سوله کی مثبت مرحلوی رول لوبولی شي چې د دموکراتیکو اصولو پر اساس ځان غوندې مخالفان هم ومني، د انحصار څخه په شا تګ وکړي، حساسیتونه درک کړي او پدې قانع شی چې د افغانستان د جګړې یو ستر لامل د حاکمیت څخه د افغان ولس محرومیت دې .

 

 

د پورتنیوبنیادی تشو د ډکولو لپاره د سولی د ملی جبهې څخه وروسته د انتقالی اداری د جوړیدو مسأله ځکه وړاندې طرحه شوی چې د افغانستان خلک د یو متحد ملی قوت په توګه نه یواځی  یو منل شوی حاکمیت جوړ کړي بلکی ولسونه د حاکمیت ساتونکی او پالونکې اوسي، د سولی د ملی جبهې د طرحې پر بنیاد مؤقت حکومت باید د ټولو هغو افغانی قواوو څخه منځ ته راشي چې د سولی په استقرار کې رول لري او په مستقل او متحد افغانستان د باور درلودونکي وي ، په دې معنا د سراسری سولی ملي یووالی ، سولیز ملی چاپیریال ولسواکې او دولس انتخابی استازو سره په سولئیزه شکل سره د اقتدار د انتقال لپاره یوه داسی لاره، که د واقعیتونو ځاې شخصیتونه ونیسی، نه جبهه پا یښت مومي او نه مؤقت حکومت جوړیږي.

دسولې ملي جبهه د خپل مستقل سیاست پراساس د افغانستان د جمهوري ریاست د دواړو محترمو کاندیدانو په اړوند همهغه بې پری دریځ لري کوم چې د دوه ځل ورستیو ټاکنو په اړوند خپل کړې وو، د جبهې د طرحې په اساس که یو ګروپ یا یو تن په ځانګړې بڼه د چا پلوي یا مخالفت کوي تر هغه ځایه د منلو وړ دې چې د غوره شوو اهدافو د اصولو سره ټکر و نکړي، مګر د کودتا، زور او مصلحتونو او سازشونو پر بنیاد د منځ ته راغلي حاکمیت څخه چې یواځی د معضلی د یوه اړخ د ځینو کسانو ارادی تمثیلوی د جبهی او مؤقت حکومت د ارمان څخه ښکاره سرغړونه او تیښته ده، د سولی ملي جبهه د افغانستان د ټولو خلکو  د ټولو ملی اجتماعی ارمانونو شریک سنګر دې. څومره چې د هیواد ملی ، اسلامي، دیموکرات او ولسی قوتونه د جبهی د اهدافو او اصولو پر محور یوبل ته د سیاسی وحدت لاسونه ورکوي هغومره د ځان واکي او انجصار ګرې ځای خلک اوټولنې نیسی د سولی ملي جبهه پدی پوهیږي چې د ټولنی د اساسی قواو سره بی پیونده انتقالی حکومتونه نه یواځې خپل ولس سره په تضاد کې وي بلکی د نړیوال ټولنې او د هیواد په قضایاوو کې د شاملو اغیزمنو اړخونو لپاره د ستونزو جوړونکي هم ثبوت شوي، له همی امله مونږ د کلیشه یي انتقالی اداری او د ملی وحدت په نوم د ائتلافي حاکمیت پر ځاې د ټولنیز ملاتړ څخه د برخه من مؤقت حکومت وړاندیز کړې.

و من الله توفیق

د سولی د ملي جبهی اجرایوی او اداری څانګه

 

بسم الله الرحمن الرحیم

اعلامیهٔ جبههٔ ملی صلح

 

مؤرخ ۲سنبله ۱۳۹۳مطابق ۲۳اگُست ۲۰۱۴

بعد ازنتائج غیر قابل قبول انتخابات!؟ ناقص ریاست جمهوری افغانستان؛ موضوع ایجاد حکومت مؤقت گرمتر شده عدهٔ از افغان ها معتقد بودند ایجاد حکومت مؤقت برای حل معضلهٔ افغانستان وسیله ای خوبی می باشد.

این نظر مطرح برای افغانستان مستقل در سال ۲۰۱۰با اشتراک عدهٔ از حرکت ها، شوراها، و شخصیت های مستقل ملی یکجا با کدر های ورزیده ای مفکوره های متفاوت سیاسی اقشار مختلف جامعهٔ افغانی به اساس یک برنامهٔ کاری مؤقت با اهمیت شده و کارعملی را آغازکرد.

براساس داشتن تجارب تلخ و ناکام از حکومت مؤقت در افغانستان قبل از ایجاد همچو حکومت تشکیل یک جبههٔ سرتاسری افغانی ضروری دانسته شد. عدهٔ از حرکت های سیاسی، شورا ها و شخصیت های مستقل ملی بعد از جر وبحث های طولانی طرح پیشنهادی جبههٔ ملی صلح را طوری تنظیم کردند که گام به گام به سوی ایجاد یک ادارهٔ مؤقت انتقالی حرکت کرد. برای رسیدن به این هدف در داخل و خارج از افغانستان با نمایندگان تشکیلات سیاسی، نیروهای مسلح مخالف، نیروهای جهادی، افراد مسلکی، شوراهای قومی، حکومت افغانستان و دو نامزد مطرح تماس های مستقیم و غیر مستقیم گرفته شد.

با آنکه سؤالات و انتقاد ها در ارتباط به ارزش های دیموکراتیک جبهه و حکومت مؤقت وجود داشت، رئیس جمهور حکومت موجود و دو نامزد مطرح از مخالفان اصلی جبهه و حکومت انتقالی بودند. شکی وجود ندارد که در معضلات موجود افغانستان اشخاص یاد شده و طرفداران شان تأثیر گذار اند، اما این هم آشکار است که این سه شخصیت یکجا با متحدین شان مهندسین بحران موجود افغانستان بشمار می روند، به هر شکلی که باشد ایشان و مجموعهٔ اشخاص جمع شده بر اساس محور بُن یک طرف قضیه ای افغانستان می باشند. این طرف قضیه زمانی در آوردن صلح به کشور رول مثبت و مقطعی می توانند بازی کنند که بر اساس اصول دیموکراتیک مخالفین را پذیرفته از انحصار قدرت منصرف شده، حساسیت ها را درک نموده و به این قانع شوند که یکی از عوامل اصلی جنگ محرومیت مردم در حاکمیت است.

برای رفع اشتباهات بنیادی فوق بعد از ایجاد جبههٔ ملی صلح تشکیل حکومت انتقالی بخاطری طرح گردید، که در افغانستان باید چنان دولتی تشکیل گردد که نه تنها قابل قبول بوده بلکه مردم حامی و نگهبان آن باشد. بر اساس طرح جبههٔ ملی صلح حکومت مؤقت باید از تمامی آن نیرو های افغانی تشکیل شود که در آوردن صلح نقشی داشته و به یک افغانستان مستقل و متحد باورمند باشند؛ یعنی اگر برای تأمین صلح ملی و سر تا سری، حاکمیت مردمی، نماینده های انتخابی مردم برای انتقال مصالمت آمیز قدرت؛ نه ، بلکه شخصیت های محلی جاگزین شوند در آن صورت نه جبهه پایدار خواهد بود و نه حکومت مؤقت ساخته خواهد شد.

جبههٔ ملی صلح در پرتو سیاست مستقل خود در ارتباط به دو نامزد محترم ریاست جمهوری همان موقف را دارد که در جریان دو دور انتخابات!؟ قبلی داشت.

بر اساس طرح جبهه اگر شخصی یا گروپی از نامزد انتخابات به طور مشخص جانبداری و یا مخالفت می کند تا زمانی قابل تحمل است که با اهداف و اصول مطروحه در مغایرت قرار نگیرد. مگر ایجاد حاکمیتی بر اساس کودتا، زور، مصلحت و سازش که ممثل ارادهٔ عدهٔ اشخاصی یک طرف بحران موجود باشد به صورت قطع خلاف آرمان جبهه می باشد.

جبههٔ ملی صلح سنگر مشترک آرمان های تمامی مردم افغانستان است؛ به هر اندازهٔ که نیروهای ملی، اسلامی، دیموکراتیک و مردمی در مطابقت به اهداف و اصول جبهه در این محور دست اتحاد سیاسی دهند به همان اندازه فرد گرایی و انحصارطلبی جاه خالی خواهد کرد. جبههٔ ملی صلح نیک میداند عدم همکاری و پیوند با قوت باالفعل مردم علاوه بر اینکه حکومت های انتقالی را در تضاد با ملت خودش قرار می دهد درسطح جهان و جامعهٔ جهانی نیز معضله آفرین ثابت شده، به همین اساس ما به عوض ادارهٔ انتقالی کلیشه ئی و به اصطلاح حکومت وحدت ملی و حاکمیت ائتلافی، پیشنهاد طرح حکومت مؤقت کردیم.

و من الله توفیق

بخش اجرایوی و اداری جبههٔ ملی صلح