افغان موج   

په ډیرې خواښینۍ می خبرترلاسھ کړچی دھیوادسترنومیالي،وطنپال اوملي شخصیت محترم عبد الرحیم ھاتف دفانی نړۍ څخھ دتل لپاره سترګي پټې اودارالبقاته ئی رحلت وکړ.زه په داسی حال کی چې ارواښادھاتف صاحب ته د لوی خدای له درباره جنتونه غواړم،دده کورنۍ،دوستانواوټول افغان ملت ته ددې سترغم دزغم غوښتونکۍ یم.

انالله واناالیھ راجعون.

و لې له مونږاخلې ټول دسرسړي

یو یولتوې، تول مخور سړي

مرګه!داټیت سرې سړي ټول بوزه

نورله مونږه مه وړه،شملورسړي

سوال درته کوم،مرګه زاري کوم

مه وژنه زمونږوطنپرورسړي

راشه تول ډارن رانه په مخه کړه

پریږده مرګه،پریږده زوړورسړي

مرګه!که تکړه یې،درکتارئې کړه

تول په شیطانیوکې،ماسترسړي

نوردخیرغوښتونکونه،په څنګ درومه

مرګه!درګله کړه،ټول دشرسړي

مرګه!ننواتې به دې مونږ کوو

مه بیایه زمونږه،سرلښکرسړي

نورمودکوربلې ډیوې مه وژنه

مه وژنه مرګیه،دمنبر سړي

زه قیام مرګیه!درته خواست کوم

پریږده لکه ستوري منورسړي

الحاج الھام الدین قیام