افغان موج   

ما پخپله هغه بیانیه کې چې د سپتمبر د میاشتې په ۲۸نېټه مې (د افغانستان د لوی ملی چتر) د جوړولو د اعلان کنفرانس ته په دنمارک کې وړاندې کړه، د هېواد د تیر وخت او اوسنیو ستونځو ته مې اشاره کړې او همدا شان مې د موجودو مشکلاتو د حل له پاره خپل وړاندیزونه کړي دي.

د مقالې په وروستۍ برخه کې راغلي چې «زموږ ګران هېواد د نړیوالې ټولنې نه جلاکیدونکی جز او د ملګرو ملتونو او اسلامي کنفرانس پخوانی او د اعتبار وړ غړی دی. موږ له نړیوالو سره د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ د ښو او فعاله اړیکو په جوړولو کې زیار باسو. د نړۍ له مختلفو هېوادونو سره د اوسنیو واکمنانو لخوا رامنځته شوي محدودیتونه تجدید نظر او بدلون ته ضرورت لري. د ښځو او نارینه و انساني فردي او اجتماعي حقوقو ته احترام د هېواد د ټولنیز ژوند په سمون او د ملي اقتصاد په تقویت کې مهم رول لوبوي. موږ د ټولو هغو بین المللي پلاتفورمونو څخه ملاتړ کوو چې د افغانستان ملي ګټې ورپکې خوندي وي. موږ په داسې حال کې چې نړیوالو تعهداتو ته د افغانستان پابندی غواړو؛ له افغانستان سره د نړیوالو د تعامل د غښتلتیا او د دوحې له پروسې څخه چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا لخوا هم تأیید شوې ده، ملاتړ کوو. موږ له یوې خوا د خپلو خلکو خدمت او ملی ګټو ته ژمن یو، د بلې خوا د بین المللی اصولو په رعایت هم ځانونه مکلف بولو او غواړو چې هېواد له نړیوالې انزوا څخه ووزی او په بین المللي نظم کې معتبر مقام ولري.»

د نړیوال نظم د سم پیژندلو په اړه یو شمیر ځوانانو سوالونه مطرح کړي او ځینو نورو دوستانو نیوکې کړې دي. د انتقادونو په لړ کې یوه ملګري لیکلي چې «... مشکلات خو دغه نړیوال نظم او د دغه نظم رامنځته کوونکو پیدا کړي۔ دغه ټول جنګونه، شخړې، وژنېاو ظلمونه د دغه نړیوال نظم حاکمان ترسره کوي۔

هر کار، هرفعالیت، هره هڅه، او هر تغیر چی د دغه نړیوال نوينظم له خوا تشویق، تمویل او په لار اچول کیږي،هیڅکله د انسانانو په خیر نشي کیدای۔ شعارونه یی دروغجن دي، دعوېیېغلطېدي،عملونه یېمنافقانه او غولوونکيدي.  څو سلیزی کیږيد نړی انسانان تیرباسي او د نړۍ انسانان یی د ډول ډول ناورینونو او ستونځو سره مخامخ کړي۔ نیکبختي او له دغه ناورینو او ستونځو څخه د وتلو لار پدی کی نه ده چی په دغه نړیوال نظم (New World Order) کېد مقام پیدا کولو لپاره هڅېپیل شي۔ له دغه ستونځو او ناورینونو څخه هغه وخت  ژغورل کیدلی او نجات پیدا کولایشو چی له دغه نړیوال ظالمانه نظم څخه د و تلو یوه سمه لار پیدا کړو او په هغه لار روان شو،ترڅو دغه نظم رهبري کونکي انسي شیطانان و نه کولی شي مونږ ته ضرر ورسوي۔»

د ځوانانو د سوالونو او پورته ذکر شوی پاخه انتقاد ته په کتوسره غواړم ولیکم چې افغانستان د نړۍ جز دی او په هر ډول نړیوال نظم کې، که ښه وي او که بد، خپل معین موقف نیسي. د نړیوال نظم څخه د یوه ځانګړي هیواد را ایستل ناممکنه او نادرسته خبره ده. که موږ وغواړو او که نه، زموږ هیواد به د نړۍ په کُلی نظم او نظام کې خپل ځای نیسي. د نړیوال نظم د سمون او بهبود له پاره به د خپل توان په اندازه او په معین چوکاټ کې فعالیت کوو، خو له هغو د راوتلو لاره لټول او د خپل ځان منزوي کول د هېواد د ستونځو د حل لاره نه ده؛ دا چلند به زموږ ستونځې زیاتې کړي، خو کمولای یې نه شي. ددې امکان موږ ته لاسته نه راځي چې په یوازې ځان او تنهایۍ سره د موجود نظام څخه تيښته وکړو او ځان یې له غمه خلاص کړو. زه د ځوانانو د سوالونو د ځوابولو او د هغوی د پوهولو له پاره غواړم په نړیوال نظم لږ رڼا واچوم.  

نړیوال نظم څه شی دی؟

نړیوال نظم(Global Order) د نړیوالو اړیکو او سیاسي، اقتصادي، او ټولنیزو چارو په ساحه کې هغهچوکاټ ته ویل کېږي چې د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ لپاره جوړ شوی وي. نړیوال نظم د قوانینو، اصولو، او نورمونو په واسطه تنظیمېږي، چې موخه یې د سولې، امنیت، اقتصادي پراختیااو بشري حقوقو ساتنه ده. نړیوال نظم معمولاً د نړیوالو سازمانونو لکه ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، نړیوال سوداګریز سازمان(WTO)، او نوروتر چتر لاندې رامنځته کېږياوهېوادونه پکښې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره همکارۍ او دوه اړخیزې او څو اړخیزې اړیکې جوړوي.یا په بل عبارت ویلای شو چېنړیوال نظم د اصولو، قوانینو او نورمونو مجموعه ده چې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ لپاره د یوه چوکاټ په توګه عمل کوي. دا نظم د نړیوالو سازمانونو او تړونونو په مرسته رامنځته کېږي، لکه د ملګرو ملتونو سازمان، نړیواله سوداګریزه اداره او نور چې موخه یې د سولې، ثبات، او نړیوالو اړیکو تنظیم دی.د نړیوال نظم تمرکز پر دې دی چې نړۍ په همغږۍ سره څنګه د شخړو او کړکېچونو مخنیوی وکړي، اقتصادي پرمختګ ته وده ورکړي، او نړیوال امنیت وساتي. 

نړیوال نظم اساساًد نړیوالو اړیکود جوړولو، د قوې د ویش او د متقابلو همکاريوچوکاټ دی چې د نړۍ هېوادونه یې د خپلو اړیکو، تعاملاتو، او نړیوالو کړنو، د ملتونو ترمنځ د راشې درشې د تنظیمولو،د شخړو د مخنیوي او د ټولنېزپرمختګ لپاره کاروي او لکه چې ورته اشاره وشوه، په ټاکلو اصولو، قواعدو، قوانینو، سازمانونواو نارمونو ولاړ دی.

د نړیوال نظم فکټورونه او اجزاوې:

نړیوال نظم په څو مهمو ستنو (پایو) ولاړ دی چې په لاندې توګه ورته لنډه اشاره کوو:

1.د نړیوال نظم قواعد، اصول او نارمونه:

دا اصول او قواعد په نړیوالو معاهدو، تړونونو او نړیوالو قوانینو کې تسجیل شوي او هېوادونه مکلف دي چې هغوی ته درناوی وکړي. د مثال په توګه، د بشري حقونو نړیواله اعلامیه، د جګړې اصول، او د نړیوالې سولې تړونونه د نړیوال نظم برخېدياو لاسلیک کوونکي هېوادونه یې اصولاً باید مراعات کړي. 

 

2.د نړیوال نظم سازمانی بنسټونه:

نړیوال سازمانونه لکه ملګري ملتونه(UN)، اسلامي کنفرانس (OIC)، نړیوال بانک(World Bank)، د پیسو نړیوال صندوق(IMF)او نړیوال سوداګریز سازمان(WTO) او ځینې نور د نړیوال نظم اصلي بنسټونه دي. دا سازمانونه د هېوادونو ترمنځ همکارۍ ته وده ورکوي، شخړې حلوي او د نړیوالو مسایلو په اړه ګډې فیصلې کوي.موږ او تاسو یې ګورو چې عملاً ددې سازمانونو له اغیزې د هیواد را ایستل عملی جنبه نه شي موندلای او که فرضاً عملي هم شي، د هېواد او هېوادوالو په ګټه نه دی.

.په نړیوال ډګر کې د قوې ویش اوتوازن:

د نړیوال نظم یو مهم عنصر د زور (قوت)ویش او د ملتونو ترمنځ د معین توازن ساتل دی. هېوادونه د سیاسي، اقتصادي، او پوځي زورپر اساس په نړیواله کچه یو له بله بیل مقام لري. وايي چې د نړیوال نظم په چوکاټ کېد ځواک لرونکي هېوادونه هڅه کوي چې نړیواله سوله او امنیت وساتي.خو ځینې وخت چې د قوې سیالياو نابرابري شدیده شي،ستونزې او شخړې رامنځته کوي. لوی ځواکونه لکه متحده ایالات، چین، او اروپایي ټولنه د نړیوال نظم په ساتلو او جوړولو کې لوی رول لوبوي.زموږ هیواد که وغواړي او که نه، ددې نړیوالو فکټورونو تر اغیزې لاندې دی او ځان د هغوی له تاثیره نه شی را ایستلای.

د ۲۰۲۴کال د اکتوبر ۱۹مه نېټه

(پاته برخه لري)

 

نور محمد غفوری

 

Ghafury