افغان موج   

زاهد جلالي

وتلې شاعرې او ژورنالستې میرمن لينا روزبه د داعش او نورو توندرو اسلامي ډلو په اړه يوه مقاله ګۍ ليکلې، چې حقيقت کې مقاله نه بلل کیږي، بلکې د زړه بړاس يې وېستلی.

«روزبه» د لوستونکو پر هغو تبصرو غبرګون ښکاره کړی چې وايي د داعش ډېرهتوندلاري د امريکا او اروپا د امپرياليستيکي سياستونو له امله رامنځ ته شوې. د دې په باور، داعش د امريکا توندلارۍ او اشغال له امله نهدی رامنځ ته شوی، بلکې «زائیده مفکوره های جوامع شماست!!».

هغه، د دې په رد کې چې ګواکې داعش د امريکا له لورې نه دی جوړ شوی، په دویم پرګراف کې ليکي، «چرا کسی نمی تواند گروهی برای مثلا مسیحیان بسازد که صلیب بر دست بروند به همان کشور های مسیحی کلیسا ویران کنند و مسیحی مذهبان یکدیگر را به نام کاتولیک و ارتدوکس و پروتستان، انتحار کنند و قتل عام!! مثل مسلمان ها که یکدیگر را در مسجد و با انتحار میکشند و در برخی دیگر کشور ها بنام شیعه سنی یکدیگر را قتل عام میکنند!!.......چون مسیحیان دین خود را درک کرده اند و عقل دارند و ان هم عقل سالم!».

په شرقۍ نړۍ او په ځانګړې توګه اسلامي دنيا کې نننۍ وژنې او بدبختۍ لينا «روزبه»خپه کړې او زورولې؛نو د زړه آه يې په دغه شکل وېستی. هغه عاطفي ښځه ده -له شعرونو او ليکنو يې ښکاري-زړه يې خوږېږي، ځکه دا خبرې کوي؛ خو کومه نتيجه چې راوباسي او کوم غبرګون چې يې ښکاره کړی، د يوه ژور او داسېانسان غبرګون نهدی چې له بشري تاريخه عميق فهم لري، بلکې ښکاره کوي چې د تفکر دايره يې تر غربي ميډيا محدوده ده

.

هغې مسلمانان ننګولي چې ولې مسيحيان په خپلو منځو کې سره نه وژني. که «روزبه» د اروپا تاريخ ولولي –په ځانګړې توګه شپاړسمه او اوولسمه پېړۍ- د پروتستانت او کاتوليک مذهبونو تر منځ –چې د يوه دين دوه څانګې دي- د جګړو، وژنو او وحشتونو داسې حيرانوونکې کيسې به واوري، چې د داعش وژنه او وحشت به هیر کړي. که چیرته د ټولو جګړو د لوستو حوصله او وخت نه لري، نو د « دېرش کلنې جګړې» تاريخ خو دې حتمي ولولي، چې د 1618 او ۱۶۴۸م کلونو تر منځ تیره شوې او د « وېسټفاليا » پر تړون پای ته رسیدلې.

د دې د يادولو موخه دا ده، چې میرمن لينا پوهه شي چې کوم غربيان او مسيحيان چې دې ته دومره «د سالم عقل» لرونکي او سوله پال ښکاري چې اسلامي ټولنې ته يې د نمونې په توګه وړاندې کوي، يو مهالې په داسې مذهبي جګړو بوخت وو، چې د جرمني تر نيم لږ وګړي يې په يوه جګړه کې ووژل شول، د ورتمبرګ درېيمه برخه وګړي په کې له منځه لاړل او عموما په ټوله اروپا کې يې بې مثاله تباهي او وژنه رامنځ ته کړه.

که په مقابل کې د اسلامي نړۍ تاريخ ته وګورو، د دې پر ضد، نه دا چې په خپلو منځو کې مذهبي جګړې نه دي شوي، بلکې يهود چې د اسلامي قسم خوړلي دښمنان وو، نصار او آن ملحدين په کې په امن او احترام اوسیدلي دي. يوازې يو مثال يادول اړين بولم. نعيم «جلعادي» عراقي يهودی و. د اسراييلو له جوړېدو سره د خپلې کورنۍ په بدرګه په ۱۹۵۰م اسرايیلو ته کډه شو. ځوان جلعادي څه باندې دېرش کاله په خپل خيالي مذهبي دولت کې تیر کړل؛ خو د تیرې پیړۍ په اتمه لسيزه کې امريکا ته لاړ او خپل اسراييلي تابعيت يې پرېښود. هغه وروسته څو کتابه هم وليکل او ښکاره يې وويل چې دوی په عراق کې په تیرو اسلامي او عربي واکمنيو کې په امن او درنښت اوسیدل. يوازې دوی پنځوس زره اېکړه (۲۰۰ کيلومتره) ځمکه لرله او عموما يهودان د عراق له شتمنو خلکو حسابیدل. هیڅ اسلامي دولت ورسره ظلم او تعصب نه و کړی؛ خو اسراييلو کې يوازې د دې له پاره چې له اسلامي خاورو تللي وو او اروپايي يهودان نه وو، ورسره ظلم او توکمپالنه کیده!

اسلامي تاريخ کې د ټولو مخالفينو له پاره ځای و. هر چا په عزت او امن کې ژوند کاوه. اسلامي نصوص خو پرېږده، بلکې اسلامي تاريخ کې له مخالفينو سره د درناوي، زغم او پراخې سينې تعامل شاهد دی. د اسلامي تاريخ دويم خليفه، حضرت عمر چې کله وفات کیده، په هغه حساسه شیبه کې د مسلمانانو راتلونکي مشر ته سپارښتنه کوي چې په اسلامي خاوره کې له مخالفو دينو سره ظلم ونه شي! صلاح الدين ايوبي هغو صليبيانو سره له زغمه کار اخلي او په پراخه سينه ورسره ښه کوي، چې د حضرت عمر جومات کې يې د اسونو تر زنګنو د مسلمانانو وينې تويې کړې وې! دا داسې واقعې دي، چې بايد د بشرپالنې او زغم د کتابونو په مقدمو کې ځای ولري.

د میرمن روزبه دا خبره چې ستونزه زموږ ټولنو کې ده، تر ډېره پر ځای نه ده. ځکه، پورته مو يادونه وکړه چې اسلامي تاريخ کې خپلمنځي جګړې لا څه، چې پرديو سره د ډېر احترام او زغم تعامل شوی. چې داسې ده، اوس ستونزه چیرته ده مسلمانان په خپلو کې سره وژني؟

ستونزه له غير عادي او ظالمانه معاملې سره تړاو لري. داعش چې د لينا ليکنه کې يې يادونه شوې، په عراق کې زېږېدلی. عراق يو پرمختللی عربي هیواد و، په عربي نړۍ کې يې په ساينس، فکر، ادب او نورو برخو کې وتلي او مثالي پوهان لرل. دغه عراق چې اوس په کې له هرې خوا وحشتونه پيل شوي او خپل و پردي، بیګناه و ګنهګار، ښه و بد ټول په کې وژل کیږي، د اسلامي او عربي واکمنۍ پر مهال د تهذيب او تمدن نمونه وه. ولې هغه دوره کې د داعش په څیر ډلې نه رامنځ ته کیدې چې اوس راپورته کیږي؟!

دا د امريکايي واکمنو او نورو انسان دوښمنو د دسيسو او توطيو له امله، او د غير معقولې او غير قانوني جګړې په پايله کې د وحشت او جګړې په ميدان بدل شوی. هنري کسینجر د امريکا د ملي امنيت د مشاوريت پر مهال وايي چې د درېيمې نړۍ د وګړو کمول بايد د امريکا د پاليسيو له لومړيتوبونو څخه وي! دغه راز په درې برخو د عراق د وېشلو زوړ پروګرام هم د امريکايانو په لاس په عملي کیدو دی.

نو همدا پايله تر لاسه کوو، چې د عراق د بربادۍ، اوس د جګړو او داعش رامنځ ته کیدل، د هغې جرمي ډرامې جز دی چې امريکا او نورو په ګډه جوړه کړې. په اسلامي نړۍ کې د حکومتونو چپه کولو، ديکتاتورانو سره ودرېدو، د کيمياوي وسلو استعمالولو، خلکو وژلو، مهاجرولو او عموما د ژوند چارې خرابولو له امله چې غير عادي تعامل دی، د دې ټولو په پايله کې دغه ډول توندې ډلې رامنځ ته شوي او غير نارمل کړنې ترسره کوي.

په پای کې د دې يادول هم اړين بولم چې، داعش او دې ته ورته ډلې اسلامي نړۍ کې نه دي منل شوي. دا ډله به هم څه موده وي او په «لويه لوبه» کې د خپل رول له پای ته رسیدو سره پای ته رسي.

 

تبصره افغان موج

آقای زاهد جلالی : اساس نوشته ای شما نه در رد باور های خانم « لینا روزبه » بلکه درست بر محور تبلیغات سازمان های جاسوسی غرب و ای اس ای پاکستان میچرخد. شاید نادانسته میخواهید چنین وانمود کنید که در افغانستان وعراق نیرو های نظامی امریکا و ناتو باعث اینهمه ویرانی و تباهی شده اند. ولی در اینمیان تیکه داران اسلام برای دفع این تهاجم است که دست به تخریب شهر ها و کشتار مردم خود میزنند...

پرسشی که طرح میشود اینست که این وضیعت را در حال حاضر نه  در قرن پانزده و شانزده  در سوریه، مصر، یمن، سومالیا، لیبیا، لبنان و در اقصی ممالک اسلامی از کدام زاویه نظر اندازی میکنید. آیا در سوریه و عراق هم مثل عربستان سعودی پایگاه های دایمی نظامی امریکا جهت حفاظت از منابع نفتی وجود دارد که داعشی ظهور میکند و مسلمانان را به نام این و آن میکشد و سر میبرد و مدنیت سه هزار ساله ای آنان را نابود میکند؟ علاوه بر آن مگر مردم عربستان و ایران درمیان همه امت اسلامی از همه هوشیارتر اند که نه غرب و نه هم شرق میتواند بگوید زیر چشم شما ابروست؟ آیا ملیارد ها دالر امریکا برای پنجابی های پاکستان سالانه بحیث کمک های بلاعوض از آن سبب سرازیر میشود که آنان فرزندان اصلی چهار یار کبار اند؟

البته خانم روزبه در پهلوی اینکه بخشی از واقعیت ها را در نوشته اش نیاورده و بخشی از احساسش را گفته که قلب شما را به درد آورده دلیلی شده نمیتواند که کمبود های معنوی را در مغز های بنیادگرایان اسلامی نادیده انگاشته و همه چیز را به هجوم امریکا و غرب در جنگهای امروز در جهان اسلام خلاصه کرد. شما فرزند یک مسلمان پاکدامن و یک تحصیل کرده در فقه و حدیث پیامبر اسلام هستید؛ اگر میشود یکبار فکر کنید منشع این همه جنگها در قرن 21 میتواند کدام جنبه های سیاسی و اقتصادی را در خود داشته باشد. تولیدات سلاح، تولیدات ماشین، تولیدات کالای مصرفی که در انحصار غرب است به چه نیاز دارد.؟ البته عصر جنگهای که شما از آن یاد کرده اید پایان یافته است. حالا برای پیشبرد جنگها شمشیر تولید نمیشود مسلسل ها، بمب های خوشه ای، تانک های زره ای، هواپیمای بی سرنشین، راکت های دوربُرد ووو تولید میشود. اما نه در کارخانجات ممالک اسلامی بلکه در غرب؛ اگر جنگ میان این  مسلمانان از خدا بیخبر نباشد فابریکه های تولیدی جنگ افزار راکد میماند... زیادتر از افغانستان در ممالک غربی مصرف مواد مخدره رواج داده شده. این مواد در کجا تولید میشود؟ در غرب مغز ها شستشو میشود و دیگر کسی به نام انسانیت آشنای ندارد و خور و خواب شُرب و شهوت رانی کار همه است. وقتی جوانی هژده ساله شد میتواند نامه ای را به کلیسا بسپارد که من دیگر مسیحی نیستم. اما در میان مسلمانان چنین نیست. آنان با این نام بخود آنقدر میبالند که برای رسیدن به بهشت با همین تولیدات غرب خود را منفجر نموده و ده ها کلمه گوی اسلام را نابود و خانواده های آنانرا را عزادار مبسازند.

از مسجد گرفته تا مدرسه، خانه ای نشیمن و بیمارستان بدست همین مسلمانان آتش زده میشود. سالیانه ملیارد ها دالر به نام زیارت کعبه معظمه به خزانه های آل سعود تحویل داده میشود که صرف جنگهای نیابتی در جهان اسلام به رهبری ریاض و مصرف عیاشی آل سعود در خیابانهای پاریس، لندن و نیویارک امریکا میگردد.

آیا این حقایق چه چیزی را به ذهن یک مسلمان واقعی میتواند زنده کند غیر از ( هر عیبی که هست در مسلمانی ماست!)

 

افغان موج