افغان موج   

په وروستیو وختو کې د ځینو فعالو مبارزینو د نه ستړي کیدونکو هڅو په پایله کې د هیواد په هر ګوټ کې خلقیانو او په تیره بیا د هغوی نوی نسل په جدی سازمانی- سیاسی مبارزه لاس پورې کړی او دا حرکت ورځ تر بلې په بیساري توګه چټکتیا مومي. د زحمتکښانو د ګټو ساتونکو مبارزینو روحيه غښتلې کیږي، په جمعي ډول ځانونه په ښکاره، نوي شکل او له نویو شرایطو سره سمې سیاسی سوله ایزی دوامدارې مبارزې ته جوړوي. د خلکو تر منځ په شفاهی او تحریری توګه د خلقیانو په ګټه د تبلیغاتو موج داسې زور نیولی چې مخنیوی يې غیر ممکن ښکاری. ولسونه د خلقیانو د موخو او مبارزې په حقانیت او صداقت ورځ تر بلې زیات باور مومي. دا وضعیت د داسي نوی سیاسی تشکل اړتیا رامنځته کوی چې هر ګام او اقدام یې د هیواد د عامو خلکو او تر فشار لاندې ټولنیزو ګروپونو د ګټو د دفاع په خاطر سیاسي، ټولنیز او اقتصادی ژور ریفورمونه او د استثمار او استعمار په ضد اقدامونه وي.

ځینې کسان او ډلې هڅې کوي چې دا وضعیت د خپل ځان او خپل ګروپ په ګټه استعمال او «سرباز ګیری» وکړي. له موقع څخه په استفاده زاړه ګروپونه تقویه او یا نوی راجوړ کړي. اما باید په دې ټول ځانونه وپوهوي چې د خلقی مبارزې ددې غښتلې څپې څخه د ځان د مطرح کولو او یا مشخص ګروپ له پاره ناوړه ګټه اخیستنه معقول سیاست نه دی او د هیواد او خلکو درد نه شی دوا کولای. اوس ددې اړتیا ده چې  ددې خوځښت را پورته شوی موج سم لوري ته رهبري شي، داسې لوري ته چې په هغه کې په لوی مقیاس سیاستونه او ارمانونه مطرح او عملی شی او واړه ګروپي سیاستونه او شخصی سلیقی شاته ټیل وهل شي. سیاسی مبارزه باید د تاریخی حقایقو له څيړنې او سپړلو سره مساوی ونه بلله شي. هر یو پر دې پوهیږو چې زموږ نن او سبا له پرون سره نه شلیدونکی اړیکی لری، خو د نن او سبا په خاطر د اغیزمن کار له پاره اړینه ده چې پر ماضي د ستړي کیدونکی بحث پر ځای ډیر پام د هیواد د اوسنیو ستونځو حل، د خلکو د ګټو او د هیواد د ملی حاکمیت، ځمکنی بشپړتیا او سیاسی خپلواکۍ د ساتلو راتلونکو پلانونو ته واړول شي.  

د خوښۍ ځای دی چې د هیواد په داخل او خارج کې د خلقی مبارزینو مطلق اکثریت دې نتيجې ته رسیدلی چې د اوسنۍ ناوړې وضعې د اصلاح له پاره د خلقی، دموکراتو، مترقی او ملی قوتونو د غښتلي سیاسی، فکری او سازمانی الترناتیف د جوړولو په لار کې لومړی ګام خپل منځی وحدت او یووالی دی. دا جوته ده چې تر اوسه په هیواد کې داسې لوی او منل شوی شخصیت او یا غښتلې سیاسي ډله نشته چې د هغو په ابتکار د مترقی بدیل موخې، د کار اصول او د فعالیت تکتیکونه طرح او پرشاوخوا یې یو دم او په یوه شيبه کې ټول ملی، دموکرات، پرمختګ غوښتونکی او خلقی ځواکونه را ټول شی. تجربو وښودله چې د افغانستان د سیاسی مبارزینو د پوهې کچه هم په داسې پوړ کې نه ده چي د دایمی، مؤقتی او حتی مقطعی ګډو موخو له پاره د پرمختللو هیوادونو د سیاستوالو په شان د دموکراسۍ په اصولو د اوږدې او یا لنډې مودې له پاره یوځای کار وکړي. نو ځکه اړینه ده چې خلقی ځواکونه، شخصیتونه او سازمانونه تر هر څه د مخه خپل ځان را ټول او د هیواد په سطحه په غښتلی ځواک بدل شي. دا یووالی به له یوې خوا ددې امکان برابر کړي چې د خلقی جنبش اوسنۍ څپه مطلوب لوری ته رهبری کړل شی او د بلې خوا به داسې غښتلې او اغیزمنه سیاسی هسته رامنځ ته کړي چې د اوسنیو حالاتو په وړاندې د لوی سیاسی بدیل د ابتکار توان ولری او په شاوخوا یې د نورو دموکراتو، پرمختګ غوښتونکو او ملی ځواکونو د راټولیدو او ائتلافونو د جوړولو او ساتلو امکان مساعد شي.

د خلقی وحدت له پاره مبارزه څه نویې خبره نه ده. دا مبارزه د کلونو راهیسې روانه ده. ددې هڅو څپې کله غښتلې او کله بیا آرامې شي. وروستی ځل په ۲۰۰۹ کال کې دې مبارزې ډیر زور واخیست، ځینو ګوندونو خپل سازمانونه هم سره مدغم کړل، خو په آخرو شیبو کې د وحدت پروسه له ناکامۍ سره مخامخ شوه. په وروستیو دریو کلونو کې یو ځل بیا د خلقی ځواکونو ترمنځ د عمل د یووالي او سازمانی وحدت موضوع د ورځې د لومړنۍ اړتیا په څیر مطرح ده. د همدې امر د تحقق له پاره د هیواد په داخل او خارج کې کوښښونه روان دی، بلنې ورکړل شوې، اعلاميې خپرې شوی، لیکنې شوې، اړیکی نیول شوې او نیول کیږي. د دې موخې د تر سره کیدو له پاره د ۱۳۹۵ کال د میزان په میاشت کېپه کابل کې د یو شمیر فعالینو په ابتکار د ملګرو ګوندونو او سازمانو لخوا د افغانستان د خلکو دموکراتیکه ملی شورا رسما او علنا رامڼځته شوه چې اوس ور پکې پنځلس نهادونه ګډون لري او د هیواد په سطحه د خلقیانو تر ټولو لوی او اغیزمن سازمان جوړوي.

د افغانستان د خلکو دموکراتیکې ملی شورا د جوړولو موخه د خلقی ځواکونو له پاره د انسجام د واحد مرکز رامنځته کول و او دي. څرګنده خبره ده چې د کښته څخه پورته خواته د اصولی، دوامداره، ارګانیک او دموکراتیک سازمانی وحدت له پاره د سیاسی ارادې تر څنګ واحد تفکر (ایدیولوژۍ)، مشترک سیاسی درک او مرامی وحدت ته اړتیا ده. څرنګه چې ملګرو اوږده موده یو له بله سره ګډې سازمانی اړیکی نه دی ساتلی او ځینې يې په بیلو بیلو سازمانونو کې تنظیم شوی او روزل شوی دی، په لومړی ګام کې د ټولو وحدت پلوو ملګرو او سازمانونو ترمنځ متقابلې پیژندنې او دوه اړخیزه او څو اړخیزه باور رامنځته کولو ته ضرورت دی. د وحدت د معقولو او مطلوبو لارو موندلو له پاره هم پوره حوصلې او وخت ته اړتیا ده. همدا شان د افغانستان د خلکو د ملی  دموکراتیکی شورا د جوړولو په وخت کې دا هم په نظر کې ونیول شول چې ځینې ګروپونه او سازمانونه چې لا تراوسه د وحدت له پاره سیاسی اراده نه لري، کیدای شی د وخت په تیریدو او د فرصتونو په پیژندلو سره پخپله خوښه د وحدت خواته میلان ومومی. ددې او ځینو نورو عواملو له کبله ښه وګڼل شوه چې د سازمانی وحدت تر مخه د مینه والو سازمانونو تر منځ د عمل یووالی تأمین شي.

د افغانستان د خلکو دموکراتیکه ملی شورا د خلقی ځواکونو د وحدت د مرکز په حیث په لومړی پړاو کې د هیواد په داخل کې د سیاسی ځواکونو د انډول له په نظر کې نیولو سره د هغه سیاسی ائتلاف (جبهې) په شکل جوړه شوه چې غړی يې د سازمانی وحدت تر قطعی پریکړې او پلې کيدو پورې خپل سازمانی استقلال ساتي خو په ورځني سیاست کې د ټولو سازمانونو د مرکزي هستې په څیر واحد موقف غوره کوي. دا شورا په عمل کې هم د خلقی سیاست څخه د دفاع په واحد سنګر واوښته، د ټولو ملی او نړیوالو موضوعاتو په اړه ګډه موضع لري د بحث او تفاهم مرکز او د غړو او ملګرو سازمانونو د متقابل شناخت او باور د رامنځته کولو په اغیزمنه وسیله بدله شوه. دې شورا د خپل تکامل په اوسني پړاو کې د سازمانی وحدت موضوع مطرح کړه او د وحدت د میکانیسم په اړه په حوصله سره کار کوي.

څرنګه چې د افغانستان د خلکو ملی دموکراتیکه شورا او د هغو پنځلس واړو غړو سازمانونو د نظر په اتفاق د عمل د وحدت له لارې د خلقی ویاړونو، موخو او د هیواد د زحمتکښانو د ګټو د دفاع  د کلک سیاسی سنګر ځای نیولی، نو ځکه د سازمانی وحدت له پاره د سرسري، بيړني او ماتیدونکی عمل مخنیوی کوي. په دې شورا کې چې د کمیت له لحاظه ورپکې ډیر ملګری راټول شوی او د کیفیت له لحاظه د اعتبار وړ، د پاخه عمر او سازمانی تجربو لرونکي مبارزین له ځوان مبارز نسل سره یوځای کار کوي، عملا او عجالتا د خلقی واحد ګوند تشه تر يوې اندازې ډکوي. د شورا د غړو سازمانونو تر منځ فکری یووالی، سیاسی تفاهم، مرامی وحدت او یو د بل په وړاندې د باور روحیه په لازمه اندازه رامنځته شوی دی.

په وروستیو درو کالونو کې د افغانستان د خلکو ملی دموکراتیکې شورا سیاسی رهبرۍ دا پریکړه وکړه چې د غړو ترمنځ د سازمانی وحدت له پاره په آرامو اعصابو، دقیق سنجش او پوره حوصله معقول، ټولو خواوو ته د منلو او په عمل کې د پلي کیدو وړ میکانیسم جوړ شی. په میکانیسم  کې دا موضوع هم په نظر کې نیول کیږي چې وحدت باید داوطلبانه او د سازمانونو د رهبریو او غړو په خوښه او له ښکته څخه پورته وی، تر څو چې وکولای شی د هر سازمان ټول او یا مطلق اکثریت ملګری نوی واحد ګوند ته را جلب او د ضایعاتو کچه کمه شی. که چیرې ددې شورا ځینې غړی نهادونه پخپل منځ کې پخپله خوښه سازمانی وحدت ته چمتو شی او ځینې نور يې وحدت ته نه وی حاضر، کیدای شی چې وحدت ته چمتو سازمانونه او شخصیتونه د نورو له ګډون پرته تر خپل منځ وحدت عملی کړي او بیا د یوه واحد سازمان په حیث په شورا کې غړیتوب ته دوام ورکړي. دا په دې معنا چې د خلقی ځواکونو تدریجی وحدت ته هم لاره خلاصه پاته ده او دا حتمی نه ده چې د شورا ټول غړی دې په یوه وخت کې یو له بله سره سازماني وحدت ته مجبور شي. که یو یا څو سازمانونه د وحدت له پاره تیاری ونلری، باید د نورو د وحدت په لار کې خنډ نه شی. خو د عمل وحدت ته او په عامو موضوعاتو کې مشترک دریځ ته به ټول غړی سازمانونه چمتو وي او له مسائلو سره به له خلقی موضع چلند کوي.

مونږ راټولیږو، سره یوکیږو او کامیابیږو!

 

نور محمد غفوری