گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » سولې مرکزدا ځل یو نړیوال تاریخی کتاب د انسان کیسه راپښتو کړ!
سولې مرکزدا ځل یو نړیوال تاریخی کتاب د انسان کیسه راپښتو کړ!

سولې مرکزدا ځل یو نړیوال تاریخی کتاب د انسان کیسه راپښتو کړ!

د انسان کیسه؛ خو له جالبو تاریخی پېښو او روایتونو سره. دا کتاب د ستر لیکوال (هنډرک وان لون) د څېړنې ټولګه ده. جالب دی. نوې خبرې راته کوی. د انسان او د انسان د پوهې، ذکاوت، لاسته راوړنو او ادراک تاریخی مزل راته بیانوی.د انسان د پرمختګ هر ګام د هغه په تېر مزل پورې تړلی دی؛ راتلونکی هله سم او ښه وی، چې پیاوړې موخې ولری او دې موخو ته رسېدل د خپل شالید له سنجش پرته ناشونی یا ناسم دی.

د نړۍ اکثر مخته تللی ملتونه ځکه مخکې تللی دی، چې پر خپلو شاتنیو ګامونو یې نظر اچولی دی. دا شاتنی ګامونه زموږ تاریخ دی. تاریخ لوستنه او ورته پام ځکه مهم او اړین دی، چې له بیاځلی تېروتنو او بیاځلی تجربو مو ژغوری، له خپلې ماضی د راڼه راتلونکی درس راکوی.د بیاځلی تجربو خبره مو ځکه وکړه، چې هر څه هر ځل تجربه کول هم د ناکامو او له تاریخه د ناخبرو ملتونو خاصه ده. موږ که د خپلو نیکونو او جدونو تاریخ ته ځیر شو، ډېر څه شته، چې دوی یو ځل تجربه کړی، موږ ته یې د بیا تجربې اړتیا نه‌شته او تېروتنې یې هم د بیا نه تکرار پیغام راکوی.دا کتاب جالب دی، د نړۍ تاریخ راته وایی او په دې ګرده نړۍ کې د یوه فکری او عاقل حیوان(انسان کیسه) راته کوی.

انسان څوک و؟ له کومه راغئ؟ په لومړیو کې یې هستوګنه، کړه وړه او چال چلن څه وړ و؟ او…د دې کتاب لیکوال د انسان اړوند ډېرې جالبې او نوې خبرې کړې دی؛ نوموړی د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پر بېلابېلو دینونو هم ښه مناسب او ښکلی غږېدلی دی.د دې کتاب لوستل د پښتون ټبر لپاره ځکه اړین دی، چې نړیواله مفکوره ورکوی او د انسان اړوند له یو بلې او نوې زاویې خبرې لری؛ باید چې موږ داسې اثار ولرو.کتاب تکړه ژباړن اسد فروتن راپښتو کړ؛ کور یې ودان. سوله مطالعاتی، څېړنیز او خپرندوی مرکز خپلو علمی خدماتو او ژمنو ته ژمن دی؛ ځکه خو یې دا کتاب هم دهېوادوالو تر لاسونو د دوی په ژبه ور ورساوه.

مینه او درنښت

              د سولې مطالعاتی، څېړنیز او خپرندوی مرکز مشر او بنسټګر

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا