افغان موج   

زه د خپلي لويي کورنۍ، خپلي مور، خوندو او وروڼو په استازيتوب د ټولو غمشريکو هيوادوالو څخه که هغه په وطن کي دي او که د وطن څخه د باندي د ژوند شپې او ورځي سبا کوي په ډېر درنښت او د زړه د کومي مننه کوم، چي دا نه جبرانوونکى ماتم يې چي اوس زموږ پر کورنۍ باندي راغلى دئ نه يوازي زموږ د کورنى ماتم ګڼلى دئ بلکي هغه يې د خپل ځان خپلي کورنۍ، د اولس او حتى د ټول هيواد غم او ماتم بللى دئ او دا ماتم هغه ترخې شېبې، شپې او ورځي يې زموږ د کورنۍ سره په ډېر اخلاص او صداقت شريکي کړي دي. زه نه غواړم دلته زموږ  د بابا (ارواښاد هاتف صاحب) په باره کي خبري وکړم هغه ټول هيوادوال پېژني. زه صرف دومره وايم، چي بابا خپل ټول ژوند د وطن د آبادۍ او استقلال، يووالي او اتحاد د وطن د بچيانو د تعليم او سالمي روزني او په وطن کي د حق او عدالت د پوره تامين په لاره کي وقف کړى وو. نو د دغو خبرو پر بنياد چي هيوادوالو هم دا پوره درک کړې وه، د هيواد په داخل او د نړۍ په ګوټ ګوټ کي دا حقيقت په ډېر ښکاره او ځلاند ډول ثابته کړ، چي هو! ارواښاد هاتف صاحب نه يوازي زموږ بابا وو، بلکي هغه د ټول ملت معنوی بابا وو د هغه ملت، چي بابا يې همېشه تر ژوند تر اخيري لحظې پوري د خپلو نه ستړي کېدونکو خدمتو څخه لاس وا نه خيست او همېشه يې د خپلو خلکو او وطن په باره کي د خدمت د مسئوليت احساس کاوه. اوس زه په لوړ سر دا خبره کوم، چي په هغه اندازه، چي بابا د خپل وطن او خپل اولس په مقابل کي خپل حق پوره ادا کړ په هغه اندازه هيوادوالو هم که په وطن کي وه او که په جلا وطني کي په دې لوى وير کي وژړل او اوښکي يې توى کړې او د جنت فردوس د غوښتلو دعاګاني يې د خداى تعالى په دربار کي وکړې، چي خداى تعالى دې قبولي وګرځوي آمين يا رب العالمين. خو موږ  به بيا  پوره حق هغه وخت ادا کړى وي، که د دوى لاره تعقيب کړو او د دوى ارزوګاني که په سل کي يوه هم عملي کړو نو د دوى روح به ښاد کړو او وطن او خلکو ته به مو مخ تور نه وي او وجدان به مو خجله نه وي يوار بيا هم ستاسو ټولو څخه د زړه د کومي مننه کوم او تاسي او ستاسي کورنيو ته د صحت سلامتۍ، خوشحالۍ او کاميابۍ غوښتنه کوم د خداى تعالى څخه آمين يا رب العالمين.

ستاسو خادم

عبدالستار هاتف