زمــا درنو ملــــګرو دا حالات بــدلــــول غـــواړي            دا غــــر اړول غــواړی او دا ســــر بایلـــول غـــواړي

د خـــلکو د جـنډۍ جـــګـول ســـخــته ده ملـــګـرو            دا اور دی دا سکــروټه ده پــه لاس کې نــیول غواړي

په نرمه نرمو نه شي د مارتول ګذار پرې وکړئ             دا بـنــد د بندګۍ دی دا ځـنـځــير مــــــاتــول غــواړی

چې خلک وږي ګرځي او ظالم جوړې بنګلې کړې             دا داسې کــــــمکـونـــه د نــــړۍ ســــمول غـــــواړي

قــانون د تــکامل دی زاړه مـری نــوی زیږیـږي             زوړ پروت په ځنکدن دی نوی ځان جوړول غواړي

تر څو به ظالــمان زمــوږ په وینو تجـارت کړی              وخــــتـونه بــدل شـوی عـــدالــت ټـینګــول غــواړي

 هـدف ته لار اوږده ده وارخـطا  نه  شئ مـلګرو             کـه نن وی که ســـبا وی دا مـزل پریـکول غــواړي

 

نور محمد غفوری

۲۸/۲/۲۰۱۸