نن مې بیا په سر هوا راځی د بزم

را یادیږی مې خواږه یاران د رزم

کاشکی موږ سره یوځای یوځلې بیا وای

مجلسونه وای د نثر او د نظم

که هرڅو مې ګیره سپینه شوه ملګرو

د وطن خدمت ته لا مې کلک شو عزم

چې نېشه مې دې ځوانۍ راباندې راشی

د خُمونو حوصله لرم د هضم

ستا په مینه کې پتنګ یم، لکه وم چې

د (نور) شمعې ته بلیږه زه به سوځم

 

نور محمد غفوری

د 2016 کال د فبرواری د میاشتې 29 نېټه

د 1394 کال د حوت د میاشتې لسمه نېټه

 

واصل آباد - کابل