اوس چی ھر رنګ نمایش جوړیږي  دلته

د شیطان په فرمایش جوړیږي  دلته

د اسلام د تخریب ستری پروژی دي

القاعده او که داعش  جوړیږي  دلته

د وژونکو انسانانو ستر فوځونه

په بدل نوم او پوشش جوړیږي دلته

د یھودو په  ډالرو  تمویلیږي

چی ھر ډول ھمایش جوړیږي دلته

دا د تورشیطان ناولي  پروژی دي

بغاوت او که شورش جوړیږي دلته

د یھود او پنجاب دواړو پکی لاس دی

که جنګونه، که تنش جوړیږي دلته

د اسلام په ضد اوس سترستر پلانونه

د دوی دواړو په سازش جوړیږي دلته

په جګړه کی د دوی ګټی دي قیامه

جنګ یی ځکه په خواھش جوړیږي دلته

الحاج الھام الدین قیام

10/06/2015