د وطن ھـــره  دره  په  وینو سره ده

ھره  دښته او میــره  په  وینو سره ده

اوس د کلي ھرګودر په  وینو سور دی

ھم د ھر کلي دیره  په  وینو سره  ده

ھلته برزمونږ قبرونه  واړه  سره دي

زمونږ ھره  ھدیره  په وینو سره  ده

ھردیوال یی په سرو وینو لړل شوی

اوس د ھرملک  حُجره په وینو سره  ده

اوس د ھرکلي جومات  په وینو سور دی

پکی ھره سپاره  په  وینو سره  ده

په ناحقه په  دُرو خلک  وھل  کیږي

د ملا صیب  دُره په  وینو  سره  ده

لا  د سولی اسره  مړه نده، ژوندۍ  ده

خو قیامه  دا  اسره  په  وینو سره  ده

الحاج الھام الدین قیام

17/04/2014