ټول افغانان یی  بُنیادګر بولي

لوی او واړه یی دھشتګر بولي

د ھرچا کوریی په توپونو ویشتی

ځکه یی  واړه  ویرانګر بولي

د اویا زرو کابلیانو قاتل

ځان د ھرچاد زړګي سر بولي

ھاغه چی ھیڅوک پری اتبارنکوي

خپل ځان له ټولو معتبر بولي

چاچی د واک پرسروطن وران کړی

ھاغه اوس ځان زمونږ رھبر بولي

چاچی په ھرپردي خپل ځان خرڅ کړی

نن ځان ترټولو شملور بولي

څوک چی د بل په زورواکدارجوړشوی

اوس ځان ترټولو زورور  بولي

ھاغه چی ھرچاته یی زیان رسیږي

خپل ځان ترټولو ګټور بولي

نن یی ولس په ضد قیام کړیدی

دلته یی ھرڅوک ستمګر بولي

الحاج الھام الدین قیام

11/04/2015