دلته ھردښمن مونږته د دوست په نوم راغلی دی
ھردوست په دوستۍ کی زمونږستردښمن ختلی دی

مونږد ھرپردي په غورو ھروخت غولیدلي یو
ھرپردي خپل ځان راته سکه ورور نومولی دی

ھرچا د ورورۍ په نوم ماتم او ویر راوړی دی
ھر ورور په ورورۍ کی،ورور په وینولمبولی دی

څوک چی د ملګري او رفیق په نوم راغلي دي
ھر رفیق پخپل لاس ، خپل رفیق دلته ځپلی دی

اوس ھم ټول پردي دلته د خپلوګټوڅارکوي
ھر پردي د ځان لپاره ، ځان دلته وژلی دی

اوس زمونږ ولس ھم له پخوانه ھوښیارشویدی
ھردوست او دښمن یی اوس پخپله پیژندلی دی

اوس د دی پردیو په ضد ټول ملت (قیام )کړی
ټول ملت د جنګ په ضد میدان ته راوتلی دی

الحاج الھام الدین قیام
۲۴/۰۹/۲۰۱۴