مونږکلیوال واړه یوبل پیژنو

واړه پردي اوواړه خپل پیژنو

مونږد ھرچا په ښه اوبدپوھیږو

مونږھراصیل اوھربدل پیژنو

مونږته دکلي پرھیزګارمعلوم دي

مونږپخپل چم کی ھریوغل پیژنو

مونږد ھرچاله کړو وړوسم خبریو

مونږد ھرغله سړي ھرمل پیژنو

مونږته د کلي ھرھوښیارمعلوم دی

مونږد خپل کلي ھرپاګل پیژنو

مونږته له غلو،اتلان مه جوړوئ

مونږد خپل کلي ھراتل پیژنو

مونږته اغزي په لاس کی مه راکوئ

مونږد اغزوپه منځکی ګل پیژنو

نورد ھیچا په تزویرنه غولیږو

اوس موخپل حال اومُستقبل پیژنو

مونږاوس د غلوپه ضد( قیام) کړیدی

په وړاندی درومو،خپل منزل پیژنو

الحاج الھام الدین قیام

۱۴/۱۱/۲۰۱۴