انسانخوروته ، انسانان لکه پسونه ښکاري

د انسان وینه ورته سره سره شرابونه ښکاري

دا خونخواره ظالمان اوس داسی نشه نشه دي

چی د ولس ویراو فریاد ورته سازونه ښکاري

لاد ولس زور ، زورواکانو پیژندلی نه دی

لاھم ولس دی زورواکانوته مُریونه ښکاري

دی ګناھګارو ، ګناھونه په ثواب منلي

دوی ته اوس غټ غټ ګناھونه ثوابونه ښکاري

نوردا ملت دا استبداد په ځان زغملی نه شي

د قیام وخت دی له ژوندستړي ولسونه ښکاري

 

الحاج الھام الدین قیام

والدورف/جرمنی

۰۵/۰۸/۲۰۱۴