دخوشحال خان خټګ  د بدیعیاتونه

 سوال او ځواب 

نن مې وکړه له استاده څو سواله
سرفراز يې په ځواب کړم د هر سوال
وى مې څوک دى چې همېش دى په يو حال
وى يې تل په يوه حال دى ذوالجلال
وى مې څوک دى چې همېش په بل بل حال دى
وى يې خوار بنى ادم لري دا حال
وى مې سر د فراغت دى دا درې څيزه
تندرستي او ايمني د دنيا مال
وى مې کوم سړى لايق دى د يارۍ
وى يې هر چې دروغ نه لري ټيټال
وى مې ځوان دې په ځوانۍ کې کومه چار کا
وى يې هر زمان د علم اشتغال
وى مې زوړ دې په زوړوالي کې کوم کار کا
وى يې جوړ دې کا له علمه خپل اعمال
وى مې کوم تل وي په حرمت کې
وى يې هر چې د چا نه کاندي هېڅ سوال
وى مې طمع قطعه مه بويه له چا نه
وى يې هر چې ښه يې اصل، ښه خصال
وى مې څه دي د دنيا دا ښې ښې چارې
وى يې واړه افسانې دي خوب و خيال
وى مې کوم بحث و جدل دى چې تل ښه وي
وى يې دا د علم بحث دى جدال
وى مې کوم رښتيا چې وايي پرې سبک دى
وى يې خپل هنر چې وايي دم در حال
وى مې کوم يو بېنوا بللى بويه
وى يې هر چې يې په غاړه ډېر عيال
وى مې کوم سړى نېکبخت بللى بويه
وى يې هر چې سخاوت کا په اموال
وى مې کوم سړى لايق دى د ستاينې
وى يې هر چې په بښلو شي خوشال
وى مې خلاص به شم په څه له بده ياره
وى يې تل ځنې غوښتنه کړه د مال
وى مې ډار او ترس له کومه شخصه بويه
وى يې هر چې ورته وي حرام حلال
وى مې څه څيزونه ګران په مرد تر ځان دي
وى يې دين او بل دانش دى د رجال
وى مې څه دي چې دانش پرې ضايع کېږي
وى يې لافې د دروغو قيل و قال
وى مې لافې هوډ په څه ترسره کېږي
وى يې زر بويه ځوانان بويه قتال
وى مې څه دى چې نشان د ځوانمردۍ دى
وى يې عفوه په هنګام د استقلال
وى مې څرنګه به والوزم اسمان ته
وى يې دا شي د همت په پر د بال
وى مې کومه چار بهتره تر هر څه ده
وى يې هر چې نېک عمل کړي، نېک افعال
وى مې څه کړم چې محتاج د طبيب نه شم
وى يې لږ خوره، لږ دخول کړه، لږ مقال
وى مې څه کړم چې هر څوک په ما مين شي
وى يې مه وايه دروغ، مه کړه جنجال
وى مې چا سره تدبير کوم په کار کې
وى يې هر چې رسېدلي تر کمال
وى مې چا سره نېکي د کړلو نه ده
وى يې هر چې ابلهان دي غيرسيال
وى مې کوم سړى دښمن بللى بويه
وى يې هر چې په ښادۍ دې شي ملال
وى مې چا سره خوېښي دوستي د کړو ده
وى يې هر چې تر تا کوز لري احوال
وى مې کوم سړى مړمن بللى بويه
وى يې هر چې راضي نه وي په وبال
وى مې کومه چار جنت ده په دنيا کې
وى يې ژبه چې هم يې خوى وي، هم جمال
وى مې څه دي د خوشحال خټک خبرې
وى يې واړه
در ګوهر دي عقيق لال.