مونږافغانان یو،مونږد بل چابندګي نه منو

که غلامي د ژوندون شرط وي،زندګي نه منو

مونږ په دنیاکی له ازله خدای آزاد پیدایو

مونږ په ټول ژوند کی د بل ھیچابندګي نه منو

مونږ افغانان ځانته د ژوند ، افغاني لاره لرو

مونږ په ھیچاپوری،ھیڅوخت وابستګي نه منو

مونږ له پردیونه پخپلوچارو  ، ښه پوھیږو

پدی کی مونږ له ځان ،د بل چاشایستګي نه منو

پردیو! نور څوک په مونږ خپل غلامان مه راتپۍ

مونږ نور په واک کی غلامان د فرنګي نه منو

د ګوډاګیو په ضد، مونږ مدام قیام کړیدی

مونږپه وطن کی واکداران نورګوډاګي نه منو

 

الحاج الھام الدین قیام

والدورف/جرمنی

۰۵/۰۴/۲۰۱۴

د ۱۳۹۳کال د وری د میاشتی ۱۶

په ھیوادکی د ټولټاکنو ورځ