دلته ھرچمن چورشوی

دلته ھرګلشن چورشوی

دلته مینه،سترګناه دی

دلته ھرمین چورشوی

دلته ھیڅوک خوندي ندي

دلته ھرمئمن چورشوی

دلته څوک اوسیدای نه شي

دلته ھرمسکن چورشوی

دلته چوردی دسرونو

دلته سرله تن چورشوی

دلته غله اوس پاچاھي کړي

دپاچا پلتن چورشوی

دلته چوردی،دلته چوردی

دلته ټول وطن چورشوی

 

څلوریځه

له دښمن نه دښیګڼی،توقُع بیځایه کاردی

دښمن په زارۍ ندئ،تضرُع بیځایه کاردی

له ھرچانه ځان ټیټ بلل په کاردئ،خودښمن ته

سړئ کمزورئ ښکاري،تواضُع بیځایه کاردی

 

الحاج الھام الدین قیام

۲۲/۱۰/۲۰۱۳