ښځه مور ده، ښځه  خور ده

ښځه  ترور، ښځه ننګور ده

ښځه مورد بشريت  ده

څوک ئې ځوی دی، څوک ئې لورده

 

د بشر د بقار ازدی

ګهواره  ئې د شعور ده

سرچينه  د محبت ده

ښځه لوړ د مينی شور ده

د هر کور بله  ډيوه  ده

پرې روښانه هر يوکور ده

لکه لمر ښکلي ځلا ده

چې رڼائې په هر لور ده

د ټول ژوند ښکلی ملګری

د ميړه د مټو زور ده

دا د ښځې برکت  دی

چې پرې دا جهان سمسور ده

که دا ښکلئ موجود نه وي

نوبيا دا جهان نسکور ده

 

الحاج الهام الدين قيام

والدورف/جرمنی

8.03.2013

دښځونړيواله ورځ