نورمحمد غفوری

ویـــــر

 

په وطن کې یې جوړ کړی لوی غوبل دی

واک زموږ له واک وتلی، واک د بل دی!

د خزان سیلۍ بې رحمه ژوبلول کا

ريژوی یې هر ګلاب او که سنبل دی

څه تنکۍ، تنکۍ ځوانۍ شوې خاورو لاندې

جوړ دوزخ دی کندهار او که کابل دی

د افغان د پګړۍ ولونه ړنګ و بنګ دی

غورځیدلئ ګل د پیغلو له وربل دی

څوک ددې، څوک د هغو لومو کې ګیر یو

څه تقدیر، څنګه حالت مو مبتذل دی؟

دا ساقی د زهرو ډکې پیالې ویشي

د رقیب په دې خوږو، خوږو کې چل دی

د فلک د ناکردو نه به څه نالو؟

نه ئې پای ښکاری او نه یې دا اول دی!

که نجات غواړې همت در لره بویه

ټنبلۍ او مأیوسۍ کې د زلل دی

یو تر بله په ګیلو کې ګټه نشته

ضرورت د ستر پاڅون، ملی تکل دی

انتقام کې د وطن بربادی وینم

څوک چې نورو ته ګذشت کوی اتل دی

(غفوري) سبا به ټــــــول سره یـوکیږو

خیر که نن مې د ملګرو خیال بدل دی

 

12.10.1995- Marburg