دمورغېږه ټوله مينه

 

جوړپدې دنياجنت دی،دمورغېږه

دخدای رحم وشفقت دی،دمورغېږه

دنيا  واړه  دمورغېږه کې، پرته ده

ګهواره دبشريت ده ، د مورغېږه

انسانيت دمورله غېږې،شروع کيږي

سرچينه دبشريت ده ، د مور غېږه

محبت دمورپه غېږه کې،زده کيږي

مدرسه د محبت ده ، دمور غېږه

دمور مينه کې رياا  وتذوير نشته

سرترپايه صداقت دی،دمورغېږه

دمورغېږه درازونو، ګنجينه  ده

خزانه دلوړحکمت ده،دمورغېږه

دمورغېږه کې نفرت اوکرکه نشته

ډکه واړه  د الفت ده ، دمورغېږه

په للوللوکې راز د نصيحت شته

ښه اغازد نصيحت دی، د مورغېږه

د ژوند کړه وړه ،ټول همدلته شروع کيږي

ښه ټاکونکې دقسمت  ده،دمورغېږه

دشاهانوپه دربارکې،موندل نه شي

کوم دربار چې دعزت دی،دمور غېږه

په دنياکې نعمتونه دخدای ،ډيري

خوترټولو خوږنعمت دی،دمور غېږه

په دنياکې ئې مثال اوساری نشته

دومره ډکه دلذت ده، دمور غېږه

دمورغېږه ټوله مينه ، مينه مينه

ټوله مينه ،ټول رغبت ده ، دمور غېږه

زه قيام ئې دستايلونه ، عاجزيم

دومره لوړ نوم دصفت ده،دمورغېږه

 

الحاج الهام لدين قيام

والدورف/جرمنی