بيننګانو!

تاسو ځانته سوله غواړئ، مونږته مدام جنګ غواړئ

خپل وطن اباد غواړئ، زمونږه  وطن ړنګ غواړئ

 

تاسو خوننګ نه پيژنئ، مونږ خو په  ننګ  ژوندکوو

تاسو نوبيا ولې؟ مونږدځان په څېر بي ننګ غواړئ

 

تاسو دښمنان  زمونږ د ښکلي  فـــرهنګ  ولې  يي؟

تاسو په مونږ  ولې  راتپل د خپل  فرهنګ غواړئ؟

 

واورئ دقيام، بيننګو! دا ارمان به ګورته وړئ تاسو

که غيور افغـــانان  هم، د ځان  په  رنګ  غواړئ

الحاج الهام الدين قيام

والدورف/جرمني

15.06.2011