دقلم وصيت

ما چې د جنګ  قصې ، قلم  سره  شريکې  کړلې

زړګۍ ېې وچاودو،له خولې ېې وينو څريکې کړلې

په خپلو وينويې ، په سپېن کاغذ، سره خط  وليکل

دا دانسان، دښمن انسان  ته  يې، ښه غټ  وليکل

وې يې انسانه !  ته  له مينې،خدای انسان پيداکړې

ته  يې  اشرف المخلوقات، دټول  جهان پيدا کړې

دډيرې مينې نه، نوم خدای درته  "انسان" درکړو

تاته  يې عقل، فکر ګوره ښه  پريم،،، ان  در کړو

خدای  ژبه  درکړه، او قــدرت يې  دبيان  درکړو

ضمير يې درکړو، ګوره! تاته يې وجدان  درکړو

وې يې انسانه!  اوس له  تانه  انسانيت هير شوئ

چې خدای درکړئ،اوس له تانه شرافت هيرشوئ

 

وې يې انسانه

(ماخو کوم پړانګ ليدلئ ندئ چې پړانګان وژني

داسې زمرۍ  نشته  انسانه، چې ز مريان  وژني

داسې مارنشته چې راپورته  شي، بل مار وژني

نه کوم خامارشته،چې پخپل لاس بل خامار وژني

داسې غوايې نشته،چې بل غوايې په ښکر وژني

نه داسې خـــرشته، په  لګته، چې بل خر  وژني

نه کوم ګيدړ شته،چې دخپل غار ګيدړان  وژني

نه کوم خنځير شته،چې پخپله خپل بچيان وژني

داته انسان يې ای انســــانه ، چې  انسان  وژنې

ته! ليونئ يې،چې خپل وروڼه خپل بچيان وژنې

ته پردي نه وژنې،خپلوان وژنې،دوستان وژنې

ته خپل ضمير وژنې انسانه!خپل وجدان وژنې

غــــوږشه  انسانه  څوخبرې ، د  قلم   واوره

ښه ورته ځير شه، دقلم وصيت، ښه سم واوره

په خــپلوکړو، وړو دې  انسانه  بياکتنه  وکړه

!ته  دې دخـــــــپلو  تيروتنو ، ارزونه  وکړه

په انسانيت  او شرافت، له  سره  ژوند  وکړه

لکه  قيام  داپاتې ژوند دې، نور په خوندوکړه

ما د قلم  ليکنه  ولوسته ، حيا  راغله

لکه ښکنلئ  ماشوم، کيناستم ژړاغله

 

الحاج الهام الدين قيام

والدورف/جرمني