د وطن د ترقۍ ملي ګوند رهبري د نوی ۱۳۹۳ لمریز هجری کال درارسيدوله امله په داخل اوخارج كي  ټولوهیواد والو، سیاسی فعالینو، مدنی ټولنو او د وطن د ترقۍ ملی ګوند ټولو مبارزو غړو ته مبارکي وړاندې کوی. خدای د وکړي چې دا کال د افغانستان له پاره د سولې د راتلو، امنیت د ټینګېدو، د جګړې د پای ته رسیدو او د ټولنیز پرمختګ او عدالت په لوری د زغردو ګامونو د اخیستلو کال وی.

۱۳۹۳ لمریز هجری کال زموږ د هیواد له پاره ځانګړي اهمیت لری. په هیواد کې د ولسمشرۍ او ولایتی شوراګانو له پاره انتخابات کیږی او د لومړي ځل له پاره د سیاسی ځواک د سوله ایز انتقال پروسه ازمویل کیږي. ددې ټولو بدلونونو په پایله کې زموږ ګران هیواد د سیاسی، اقتصادی او نظامی لحاظه پخپل ځان باندې د تکیه کېدو پر لور ګامونه پورته کوی. دا حالت له ټولو افغانانو غواړی چې په دې کال کې په را روانو پروسو کې فعاله ونډه واخلی او پرې نږدی چې د هیواد راتلونکی برخلیک دڅو محدودو کسانو په لاس وټاکل شی او یوځل بیا ورته د کورنیو شخړو د رامنځته کولو، د ولس ترمنځ د نفاق د اچولو او ډول ډول دسیسو د جوړلو له لارې د شخصی ګټو د ترلاسه کولو له پاره موقع په لاس ورشي.

په هیواد کې روانه انتخاباتی پروسه د ټولو نیمګړتیاوو سره سره زموږ د ملت په راتلونکي حالت ستره اغیزه ښندی. له دې کبله د وطن د ترقۍ ملی ګوند له ټولو هیواد والو غواړی چې ددې پروسې په سمه پرمخ بيولوکې فعاله ونډه واخلي. د انتخاباتو په آزادۍ، سریت او شفافیت باندې ټینګار وکړی او له دولت څخه وغواړي چې د هیواد په هر ګوټ کې د رښتینو آزادو، عادلانه او رڼو انتخاباتو له پاره شرايطبرابر کړي.

په افغانستان کې د سولې، ټولنیز عدالت او ملی یووالی د ټینګښت په هیله! 

 

د وطن د ترقۍ ملی ګوند

د فرهنګ او زده کړو کمیسیون