افغان موج   

درنو او قدرمنو آغلو او ښاغلو حاضرینو، دسیاست، ټولنیز ژوند،ادب او فرهنګ مینه والو، مخورو مشرانو اودوستانو!

 اجازه راکړۍ، خپل تاوده سلامونه، نیکې هیلېاو پیرزوینې ستاسو درنه حضور ته وړاندې کړم.

زه ویاړم چې ستاسو ګرانو دوستانوسره یو ځای په داسې یوه پرتمینه غونډه کې برخه اخلم، چې دا غونډه زموږ د پیژندل شویو، تکړه څیرو او د سیاست پوهو، فرهنګپالو، هنرپالو او هیواد پالو شخصیتونو دهاندو و هڅو، بریو او بریاوو په ویاړ جوړه شوې ده.

زه په خپل وار سره په مسکو کې د افغانانو د کاري مرکزد شلمې  کلیزې په تړاو د مبارکۍ مراتب وړاندې کوم. او د دوی له  مشرتابه څخه او په تیره بیا له ښاغلي جنرال صاحب غلام محمد خان څخه، چې تکړه مبارز،  د کلک هوډ او میړانې او د ټینګ عزم خاوند شخصیت دی او د خپل هیواد او هیواد والو سره ژوره مینه لري، او له ښاغلي عمر ننګیار څخه چې د پراخ نظر او ژور فکر خاوند، په مطبوعاتو کې فعال او هڅاند لیکوال او تکړه طنز لیکونکی دی، او همداسې د ښاغلي فاروق فردا څخه چې پیژندل شوی، تکړه او مخکښ شاعراو لیکوال دی د زړه له کومې مننه کوم چې په دغه غونډه کې یې موږ ته هم له هالند څخه بلنه راکړې ده.

زموږ د لرغوني، دودیز او غرني هیواد ګران افغانستان ټولنیز، سیاسي، اقتصادي، ادبي او فرهنګي حالات، او د انساني ژوند بیلابیل اړخونه او د افغانانو د ملي غروراو سپیڅلتیا جګه شمله، د زړه ورو وطنپالو ځلانده کارنامې، د پیښو او حوادثو تاریخ، د میړنیو اتلانواو زمریانو سرښندنې، میړانه او اتلولي د یادګار او حماسونه ډک تاریخ لري، چې دا تاریخ زموږ په هیواد کې د تورې د ځلا او شرنګ اود قلم د فضیلت اود کلام د عفت په وسیله ګټل شوې دی.

خو له بده مرغه د تاریخ  په اوږدو کې زموږ د اتل هیواد ټولې وطني، ملي او ځانګړې مادي پانګې او شتمنۍ، معنوي او مدني سرچینې او زیرمې، کلتوري ارزښتونه،  ملي او تاریخي ویاړونه، ډله ییزې سرښندنې، ګټور او اغیزمن آثار او افتخارات د کورنیو او بهرنیو ناوړو جګړو له کبله او د هیواد او هیوادوالو د دښمنانو له خوا د سترو توطعو،  دسایسو او نورو عواملو پر بنسټ په ښکاره او پټه توګه لوټ شوي او غلا شوي دي . چا له تعصب له مخې لوټ کړي او څوک یې د کلدارو، ډالرو او ریالو او نورو امتیازاتو په بدل خرڅوي.

زموږ په جګړه ځپلي ، کړیدلي او ځوریدلي هیواد کې د ورانوونکې کورنۍ خپلمنځي جګړې سترې غمیزې او ناورین او د زړه  بوږنوونکو  پیښواو حوادثو انځورونه هغه فاکتورونه دي چې دهر ریښتیني با احساسه اوبا درده انسان په زړه ، ذهن او رواني حالاتو کې ، افکار، خیال ، عواطف، احساسات ولولې او معنوي  کیفیت  راپاروي.

خو زموږ د ملي سټو، وطنپالو او بشرپالو روڼاندو، تجربه لرونکو او مسلکي څیړونکو او وتلو سیاستوالو، ځواکمنو قلموالو، سیاسي ګوندونو او د ټولنیزو او فرهنګي غورځنګونو، ریښتینې، ملي، وطني او انساني مسوُولیت او دنده ډیره اړینه، درنه او د پام وړ ده، چې دا خیالونه، فکرونه او انځورونه  مخاطب ته داسې بیان کړي چې مخاطب عملا لکه د یو فلم په صحنه کې ودروي . زموږ څیړونکي، تاریخ لیکوني او قلموال د خپلې وجداني دندې له مخې د  پیچلې چارې او د کړکیچنو حالاتو او پیښو ناخوالې، نیمګړتیاوې، ملامتیاوې او تیروتنې  پر علمي توګه او د دلایلو، لاسوندونو او لاملونو پر بنسټ وڅیړي، او خپل لوستونکي اواوریدونکي ته یې داسې بیان کړي چې د اوسنیو سیاستوالو او راتلونکو نسلونو د سیاسي لوبې او پرمختګ لپاره  لوی لوست او لارښوود شي.هڅه او کوشش وکړي چې د دغو ستونزو د حل ریښتینې اصلاحي او د سمون لاره هم ورته په ګوته کړي،  نو په کار ده چې  دا لوی، پوخ او پیاوړي سیاستوال، قلموال او لیکوال، ادیبان، څیړونکي او تاریخ لیکوونکي لوړه انساني عاطفه او د بشر پالنې وطني او ملي احساس او مسووُلیت ولري، په خپله لیکنه کې د ډیر لوی صداقت او صمیمیت  ښکارندوی وي، روښانه نړی لید او اندیشه ولري اود خلکو د عقیدی د بیان او آزادۍ لپاره  کلکه مبارزه وکړي، د ژړیدلو اوکړیدلو خلکو، دردونو او روحي رنځونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، د پاک او سپیڅلي قلم خاوند وي اود قلم عفت او حیثیت وساتي.خپل ځواکمن قلم تل د سوله ییز ژوند، ملي یووالي، وطنپالنې او ملي ګټو په لاره کې اوچت وساتي.

زموږ ګران هیواد افغانستان یو غرنۍ او په وچه کې پروت هیواد دی او یو په دریمه برخه یې لوړ غرونه دي او سمندري لاره نه لري همدا وجه ده، چې د خپل ستراتیژیک او حساس موقعیت له مخې  زموږ هیوادوال د بیلابیلو کورنیو او بهرنیو لاملونو جغرافیه یې او ټولنیزو ستونزو او پرله پسې خپل منځي جنګونو له امله د لومړنیو بشري حقوقواو د تمدن له بهیراومدني خوندونو څخه بې برخې پاتې شوې دي.

په ګران هیواد افغانستان کې  د یو ملي دموکراتیک او عادلانه سیاسي نظام، قانوني حکومت اوقانوني حاکمیت د جوړولو لپاره، ټولنیزعدالت،  اقتصادي، کلتوري او فرهنګي پرمختیا اوپراختیا، د بشري حقوقواو دموکراتیکو  آزادیو ټینګښت، چې د ملي ګټو پر بنسټ ولاړ وي ډیره مهمه برخه جوړوي. کورنۍ سیاست د ټولنیز ژوند په ټولو ملي چاروکې د ټولنیزعدالت په عملي کولو کې هغه وخت کولای شي، بریالی، ګټور او اغیزمن نقش ولري چې د ټولنې ژوره او بشپړه پیژندنه، د ګڼ شمیر قومونو ملي دودونه د خلکو دیني عقاید او ارزښتونه،  د ټولنې نورې ریښتینې ځانګړتیاوې له هوښیارې سره په پام کې ونیسي او په دې لاره کې مهمې پریکړې داسې عملي شي چې خلکو ته د زغم او منلو وړ وي. بله خبره دا ده چې د ملي ګټو، خپلواکۍ، د خاورې بشپړتیا او ملي حاکمیت د خوندي ساتلو لپاره د بهرني سیاست سمبالول او برابرول ډیرمهم او ارزښتمن رول لري، لنډه دا چې د یو ډاډمن سیاسي او قانوني نظام، قانوني حکومت او حاکمیت او د ګټور او اغیزمن کورني او بهرني سیاست په جوړولو کې وطنپالو، ملي او پوهو دولتي چارواکو، پاخه او تجربه لرونکو سیاستوالو وتلو او هوښیارو مسلکي او تخنیکي کارپوهانو، کدرونو او تکړه کارکوونکو ته چې په سیاست او ټولنیزو چارو کې پوه وي اړتیا لري، دوی د هیواد لویه، بډایه او ارزښتمنه پانګه ده چې باید په ډیره ځیرکۍ سره ورته پاملرنه وشي. د دغو ټولو پورتنیو خبرو په پام کې نیولو سره کیدای شي چې په هیواد کې او زموږ په ملي ژوند کې د قانون حاکمیت، ټولنیزعدالت، بیارغاونه، د ولسواکي او د پایښت لرونکې ملي روغې جوړې او د ملي ډاډمن امنیت، سولې او سوکالۍ بنسټ ټینګښت ومومي.

 دا یو څرګند حقیقت دی چې د افغانستان تاریخ د جنګ او بربادۍ تاریخ دی او تل په بیلابیلو پلمو کورنۍ ارتجاع، استبداد اوبهرني استعمارد خپلو ناوړو اهدافو او ګټو لپاره د تاریخ په بیلابیلو پړاوونو کې د لوټمارو،  تالنګرو، ظالمانو او زور واکو له خوا زموږ د ګران هیواد پر میړنیو، غیرتي او زیارکښو خلکو باندې جنګ ورتپل شوی دی، او زموږ توریالي خلک یې د خپلواکۍ، د خاورې بشپړتیا او د ملي حاکمیت د ساتلو لپاره جګړې ته مجبور کړې دي. د دغو اوږدو خپل منځي جګړو له امله زموږ د لرغوني هیواد ټولي مادي او مدني سرچینې او زیرمې له منځه تللي دي او هیواد یې وران او په کنډواله بدل کړې دی. د دغو ټولو ناوړو او ورانوونکو غمیزو ترڅنګ د مهاجرت ، کډوالۍ او پردیسۍ  ترخې، ځوریدلې او غملړلې شپې او ورځې هم د پام وړ دي، چې زموږ هیوادوال څو ځله ډله ییز مهاجرت ته اړ شوې دي او خپل ګران هیواد یې پریښی دی. له بده مرغه د مهاجرتونو دا بهیر لا روان دی او دا نه ده ښکاره چې کله به پای ته ورسي؟ په هر هیواد کې افغان مهاجر او کډوال له بیلابیلو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ دي. خو له نیکه مرغه زموږهغه افغانان چې په بیلابیلو بهرنیو په تیره بیا په بډای او پرمختللو هیوادونو کې همیشنۍ ژوند لري د افغانستان لپاره د ټولنیز، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او علمي پلوه د پام وړ اغیزمنه او ګټوره مادي او معنوي سرچینه او زیرمه ده، چې د افغانستان دولت  کولای شي د خپلو ملي او مسلکي کارپوهانو له لارې د دوی امکانات د ژوند په بیلابیلو برخو کې وڅیړي او له میشتو افغانانو سره د ښو اړیکو د ټینګولو او پر یو بل د باور پیدا کولو او مرستې لپاره غوره او عملي لارې چارې ولټوي او هغوی دې ته وهڅوي چې په خپل ګران هیواد افغانستان کې  د قانوني حکومت او ملي حاکمیت، د ټولنیز عدالت او قانونیت، د سوله ییز ژوند، ملي یوالي، اتحاد او اتفاق او ملي امنیت لپاره عملي، اغیزمن، ګټور او اوچت ګامونه پورته کړي.

دغه ټول پورتني ملي اهداف او آرمانونه هغه وخت عملي کیدای شي، چې په هیواد کې د ننه او بهرمنظم ریښتینی ملي، ټولنیز او سیاسي ځواک را منځ ته شي. په دغه ځواک کې د ټولنیزعدالت، دموکراسي، د بشپړې ملي سولې او امنيت، او ملي یوالي پلویان په یوه پراخه ملي جبهه کې سره راټول شي. د قانوني حکومت او ملي حاکمیت د ټینګښت لپاره  او ملي تړون ته چې هماغه اساسي قانون دی او د هیواد ټولې ملې چارې د هغه پر بنسټ او ارزښتونو برابریږي، حُکمونو ته یې غاړه کیږدي او په کلکه توګه یې ملاتړاو درناوی وکړي، او د حُکمونو او ارزښتونو په لاره کې ټول هیواد وال دې ته وهڅوي، چې د خپلو ملي ګټو د ساتلو لپاره یو بل ته د مرستی لاسونه ورکړي اوعملا کلکه او ټیګه مبارزه وکړي.

په مسکو کې د افغانانو د کاري مرکز زړورو، غښتلو او پیاوړوغړو د اوږدو کلونو راهیسې د خپلو بیلابیلو بوختیاوو او د ژوند د نورو چارو او مصروفیتونو تر څنګ خپل اوچت قلم هم له لاسه و نه غورځاوه او قلم یې  د هیواد د کړکېچنوحالاتو او شرایطو د مختلفو اړخونو په تړاو، او د هیوادوالو د ژوند د اړینو مسایلو په بیلابیلو برخو کې په تیره بیا دکډوالۍ، جلا وطنۍ، مهاجرت او پردیسۍ  پر مهال د سوله ییز ژوند، ملي ګټو، د خپل افغاني فرهنګ او کلتورد پرمختیا، پراختیا اوټینګښت لپاره او د ځوانو نسلونو د روزنې، لارښوونې او وطنپالنې او نورو ښېګڼو په لاره کې ،  په ډیره ژوره مینه اوپه پوره ریښتینولۍ، صداقت او  خلوص سره چلولی دی، او د افغانانو د ملي یوالي، ورورولي، اتحاد او اتفاق په تړاو یې په پوره ځیرکۍ سره پاخه، سپیڅلي، عملي او اوچت ګامونه پورته کړي دي، چې د دوی دا نه ستړې کېدونکي سیاسي، ټولنیز،  کلتوري، فرهنګي، وطني اوملي خدمتونه، زیارو هڅې او هلې ځلې د درنښت، ارزښت،  پاملرنې، ستاینې او مننې وړ دي.

یوه لنډۍ را په یاد شوه.

 ستا د ښایست ګلونه ډیر دي

ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه

ما غوښتل هغه کارونه او فعالیتونه چې د افغانانو کاري مرکز عملا تر سره کړې دي  په بشپړه توګه په دغه لیکنه کې وړاندې کړم خو  د  وخت د کموالي په مناسبت په پورتنیو خبرو بسنه کوم هسې خو هم دوی په خپل بنسټیز ګزارش کې پوره معلومات وړاندې کړې دی.

 په پای کې غواړم ووایم :

زه د هغو  کارنامو، هاندوهڅو او خدمتونو په تړاو چې په هر اړخیزه توګه د کاري مرکز په بنسټیز ګزارش کې ورته اشاره شوې ده د درنښت او ستاینې د وړاندې کولو تر څنګ، غواړم د ټولوهغو پياوړ او وتلو لیکوالو، تکړه ادیبانو، ژورنالیستانو، سیاسي، ملي او وطپالو سټو چې په اروپا کې ژوند کوي او زه یې پیژنم  او تل د بیلابیلو  وطني، ملي، ټولنیز، سیاسي، ادبي او فرهنګي مطالبو په اړه ناستې پاستې، ادبي بانډارونه او سیاسي خبرې لرو او ورباندې غږیږو، د دوی  په استازیتوب تاسو درنو او د قدر وړ دوستانو ته ژمنه او اطمینان در کړم، چې موږ ستاسو د وطني، سیاسي ، ملي، ټولنیز فرهنګي، کلتوري او علمي فعالیتونو سره همغږي یوو او تل به ستاسو په څنګ کې د دغو سترو اهدافو او سپیڅلو ارمانونو د عملي کولو په لاره کې درسره ودریږو.  ستاسو د کاري مرکز له مشرتابه څخه  او د کاري مرکز له هغو یارانو او دوستانو څخه چې د دغې غونډې په جوړولو او سمبالولو کې یې فعاله برخه او ونډه اخیستې ده، د زړه له کومې مننه کوم .

تاسو ټولودرنو یارانو او دوستانو ته د لوی خدای څخه  خوشاله، نیکمرغه، سرلوړی هوسا، سوکاله او برمیاله ژوند غواړم ستاسو د لا نورو بریوو ، بریاوو او غوړیدو په هیله یم.

په درنښت او مینه : انجنیرعبدالقادرمسعود