افغان موج   

دوطن دترقي ملي ګوند رهبري  د۱۳۹۲هجري لمريز كال درارسيدو له امله ټولو ګوندي غړو اوګرانو وطنوالو ته خپلې نيكې هيلې اودزړه له كومي مباركي  وړاندې كوي، خدای دې وكړي چې راتلونكی نوی كال  دولس ځورنې ، مرګ ژوبلې څخه خلاص دسولې،  امنيت ، روغي جوړې ، ملي تفاهم او مثبتو بدلونونو، اوزمونږګوندي غړوته دهيواد اوهيوادوالو دصادقانه خدمت كولوكال وي، تر څو زمونږ هيوادوال وكولاي شي د ډيرو كلونو وروسته د هوساينې اوآرامۍ احساس وكړي.

عبدالحي مالك  
دوطن دترقي ملي ګوند رئیس