افغان موج   

کابل- افغانستان

د ۱۳۹۲ کال د اسد د میاشتې ۲۷ مه نېټه

د وطن د ترقۍ ملي ګوند رهبري د هیواد د خپلواکۍ د ۹۴ یمې کالیزې په مناسبت دافغان ولس لوڼو او زامنو، په تیره بیا د وطن د ترقۍ ملي ګوند مبارزو غړو ته د زړه له کومي مبارکي وایي او د هغو په ساتنه کې ورته د ټینګ عزم، وحدت، شهامت او توانمندۍ هیله کوي.

په ۱۹۱۹ میلادی کال کې، کله چې امیر امان الله خان د انګریزي استعمار پر ضد د جګړې او جهاد غږ پورته کړ، د افغانستان د ټولو قومونو، طبقو او اقشارو لخوا یې د زړه له کومی ملاتړ وشو. یو له بله د مختلفو او ان متضادو ګټو لرونکو ټولنیزو ګروپونو پخپل منځ کې له داخلی کشمکشونو ډډه وکړه او د وطن د آزادۍ ترلاسه کول یې تر خپلو شخصي او ګروپي ګټو پورته وګڼل. همدا ملي یووالي د هیواد د استقلال په لاسته راوړلو کې ستر رول ولوباوه.

 د انګریزی استعمار څخه د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په بهیر کې د ټولو هیوادوالو اتفاق او واحد عمل ښئي چې افغانان سترو ملی موخو ته د رسیدو له پاره د یووالی او اتفاق توان او استعداد لري. د وطن د ترقۍ ملي ګوند باورمند دی چې زموږ ولس په اوسنیو ستونزمنو شرایطو کې هم د عامو ملی ګټو د ترلاسه کولو له پاره د یوه موټی کېدو توان لری او کولای شی چې پخپلو غښتلو مټو د خپل هیواد د آزادۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملی حاکمیت دفاع او ساتنه وکړی او د افغانانو د خپل منځي تفاهم له لارې په هیواد کې د سوله ایز ژوندانه شرایط رامنځته کړی.

ژوندی د وی افغانستان

تل دې وی استقلال

عبدالحی مالک

د وطن د ترقۍ ملی ګوند رئیس