افغان موج   


د ۱۳۹۲ کال د غوایی د میاشتې ۱۲ مه نېټه

کابل

«د ګاونډیو، سیمې او نړۍ له ټولو هیوادو نو سره په سوله کې د ګډ ژوند، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، ملی واکمنۍ او ملی ګټو ته د متقابل احترام او د یوبل په کورنیو چارو کې د نه لاس وهنې د اصولو پر بنسټ د ښو او دوستانه اړیکو ټینګول» په بهرنی سیاست کې د وطن د ترقۍ ملی ګوند لومړنی او اساسی مرامي ټکی دی. ددې اصولو پر بنسټ د وطن د ترقۍ ملی ګوند له ګاونډیو هیوادونو سره دوستانه اړیکو پلوی کوی او په دې نظر دی چې د نړیوالو ستونزو په حل کې بايد دیپلوماتیکې هلې ځلې غوره رول ولوبوی.

له بده مرغه د ډیرو کالونو راهیسې زموږ ګاونډی هیواد (پاکستان) په مختلفو ډولونو د افغانستان په داخلی چارو کې لاس وهنې کوي، د افغانانو تر منځ د سولې او پوهاوی مخهنیسي، په خپله خاوره کې یې د تروریستانو د ځالو د جوړولولپارهشرایط چمتو کړی،او دادي اوس یې زموږ د هیواد خاوره هم لاندې کړې او افغانان یې د خپل هیواد دفاع او سرښندنې ته مجبوره کړی دی.

د وطن د ترقۍ ملی ګوند په داسې حال کې چې د خپل هیواد په چارو کې د پردیو هیوادونو لاسوهنې په کلکه غندی، له ګاونډی هیواد- پاکستان څخه غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاس وهنې او زموږ پر ځمکني حریم باندې له تیري څخه په کلکه ډډه وکړی، ځکه چې جنګ او جګړه د هیڅ هیواد په ګټه نه ده.

موږ د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو په لار کې د افغانستان د وسله والو ځواکونو وروستی آقدام ستایو، د ملی نوامیسو څخه د دفاع په لارکې د هغوی له فعالیتونوټینګ ملاتړ کوو او د ګوشتېد شهیدانو سرښندنواوپه ځانګړي توګهداتل شهيد قاسماونوروقهرمانانو زړورتیا ته د قدر په سترګه ګورو.

د وطن د ترقی ملی ګوند په خپلو جنګياليو ليکو د هيواد په وياړلو بچيانو او ټولو وطندوستانو غږ کوی چې د تيري کوونکو په وړاندې د خپل تاريخی او لرغونی هېواد د دفاع او ساتنې له پاره د خپلو اتلو پلرونو او نيکونو په څېر تل متحد يو موټۍ ، تيار او چمتو اوسی .

 

د وطن د ترقۍ ملی ګوند دارالانشأ