صدیق راهی . 

  این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید

                  د زمان په تیرویدو سره ډیر حقایق راسپړل کیږي او دخلکو اذهان او افکارد روښانه کیدو خواته سمت او حرکت مومي ډیر داسې حالات لیدل شوي دي چې د حقایقو دراوتلو مخه پکښې نیول شوې او یا داسې فضا او ماحول برقرار شوئ چې حقایق او واقعیتونه پکښې په لوۍ لاس پټ ساتل شوې او یا عمداً او قصداً تحریف شوې او د معینو مقاصدو او هدفونو له کبله کاملاً په غلطه توګه تفسیر او ارزونه ورنه شویده . دا دپوهو او نووښتګرو روښندویانو دنده ده چې د زمان په بهیر کې په درسته او سالمه توګه لورئ او خوا وټا کي او دخپل ولس دملي ګټووسره سم خپل وړاندیزونه اوموخې ( اهداف او پلانونه ) په بربنډه او زغرده توګه بیان کړي . هیڅ یو دروند ، باوجدانه او باورمنده انسان چې دانساني ټولنوو په اجتماعي بدلونونوایمان اوباور لري نشي کولائ چې دزمان دبدلیدواو هغې پورې اړوند ماحول او حالات چې منځ ته راځي له پامه وغورځوي او په ډیره ساده ګۍ اوبې ذمه وارۍ سره خپلې دندې هیرې کړي اودهغو کسانو په شان عمل وکړي چې په تاریخي واقعیتونو اوحقایقوباندې ندي پوهیدلي اویا نه غواړي چې ځانونه پوه کړي د دوۍ ترڅنګ داسې کسان هم شته چې هر څه دخپل شخصي اوذاتي ګټوو په هنداره کښې ویني اودتل د پاره په هماغه کوچني لید سره نړئ ته ګوري او خپل قضاوت دتاریخ ارزونه بولي که نور کسان ددوۍ سره موافق نه وي نو بیا په ډیره پریوتلې او ټیټه بازاري سويې اوسطحې سره په کنځلو او زیاړوپیل کوي اودسپکووسپورو الفاظو،تورونو اوتهمتونو په ویلو سره ځانته دبی خبرۍ اونا پوهۍ دنیاګۍ جوړوي او خپل ځانونه د زمان پوۍ عالمان اودتاریخي جاجونو سترننګیالي او بریالي فاتحان بولي او د نورو عالمانه اوفاضلانه جاجونه غلط ګڼي او غواړي خپل خوسا شوي اوکرغیړن آندونه او اندازونه په نورو باندې ومني دا ددوۍ ناپاکې ارادې اوغوښتنې دي چې دوۍ غواړي دا نا مبارک او بې بختورې وړاندوینې په هغو کسانو ومني کوم چې هغوۍ دائم دخپل هیواد اودخپلوخلکو ملي ګټې يې په نظر کښې نیولي اوددغو ګتو دخوندي ساتلو په وجه يې په خپل ژوندانه کښې بې شمیره تکلونه کړي او قربانۍ يې ورکړي دي.

 

                   دا څرګنده خبره ده چې دیواولس په اجتماعي ژوند کښې او په خاصه توګه دهغوۍ په سیاسي ژوندانه کښې ډیر څه پیښږي او دغه ټولې پیښي د یوملت په تاریخ کښې لیکل کیږي که دا پیښې مثبتې وي که منفي ، سترې وي که کوچنۍ ، دننې وي که دباندې، په داخلي سطحه کې وي که په بهرنۍ سطحه کې ؛ خوپه یو راز او یو ډول سره که دهغه ملت په سرنوشت پورې اړه ونیسي نو باید په خورا زغم او حوصله مندۍ سره ددغو پیښو سره چارچلند وشې او په ډیره هوښیارۍ سره ددغو تاریخي پیښوو ارزونه وکړائ شي چې سړۍ پدې وتوانیدائ شي چې صبا ته دتاریخ او دخلکو دغوڅ او پریکنده جاج او قضاوت نه سالم راووځي ، له دې امله پدې لړکښې ټول هغه کسان چې د خلکو ګټوو ته وفاداره دي  باید هوډ يې کړئ وي چې له یوې خوانه يې خپل درانده مسوولیتونه پرځائ کړي وي او له بلې خوانه يې دخپلو خلکو د ملي ګټو په مقابل کښې سنګراو مورچل نوي نیولۍ . دا ډیره ستره تاریخي آزموینه ده چې هر څوک نشي کولائ ورنه په سرلوړۍ راووزي ، له دې خاطره ده چې ستر نومیالي اوزړه ورکسان خپل ځانونه د زمان دپیښوو او حوادثو د سترو اوطوفاني امواجوپه غیږه کښې اچوي اودماهرو لامبو وهوونکو په څیردخپلوروښانو ، عالمانه او وطنپاله وړاندوینوسره درانده مسوولیتونه پر ځائ کوي او ددرنوو با اعتباره شخصیتونوپه څیروکښې دتاریخ په پاڼو کښې دباندې راوځي . دغه په انساني ژوندانه کښې مهم راز دئ او د انسان دراتلونکي دپاره د افتخار او سرلوړۍ سبب ګرځي.

 

              ګرانو محترمو لوستونکو!

 

                 څه موده دمخې ما خپلې لیکنې چې زما د پخوانۍ میرمنې د غلطو درواغو اوکرکجنو تورونو د ردولو په وجه پیل کړې وې او د « آزادئ » او « افغان موج » په بریښنا لیکونو او یا ویب پاڼو کښې چې د خورا فرهنګي او کلتوري وجاهت اولوړوالي نه برخه منې دي پائ ته ورسولې . ما په خپلو لیکونو کښې ټول هغه څه چې د درواغو لړۍ ورته ویل کیږي او د « تاجیک میدیا » د ملیتي لوۍ غوښتونکو « شووینیسته عظمت طلبانو » اوشمال پرسته ( خراسان غوښتونکو ) ډلو ټپلو له خوا په لیاره اچول شوي دي د اسنادو په وړاندې کولو سره تردید او بې باوره کړل ؛ اوس بیا هماغوۍ بله ډنډوره يې په کار اچولې ده چې که وکړائ شي زما په حواله شهید داکترنجیب الله ته بدنامۍ او بې اعتباره کول پیش کړي مګر په دې ندي پوهیدلي چې زه لا ژوندۍ یم او دخپل ځان ، دخپلو عقایدو ، دخپلوسیاسي لیدونو اودخپل تګلوري نه دفاع کولائ شم . همداسې زه دا خپل حق ګڼم چې دخپلې درنې کورنۍ دشرف او عزت نه هم دفاع وکړم او ټول هغه شیطاني پروژې برملا کړم چې دافغان دښمنه ورانکاره ډلو او ټپلو له خوا په لاره اچول کیږي ، پدې ترڅ کښې زه باید یو څه نور هم زیاته کړم او هغه دا ده چې ما هیڅ کله تنګنظره ، اوچ ، بسیط ، سبک اوبی معقولیته سیاست مې ندۍ کړئ چې د درواغوتورونو او دتاریخي حقایقو په پټولو او هیرولو او دتاریخ په جعل کارئ او ناروا جوړولو پر بنسټونو ولاړ وي او یا په هغې کښې ژبنیز ، سمتي ، قومي اوملیتي توپیرونه اوکرکجنې کرغیړنې اندیښنې وړاندې شوي وي .

              

                      دا روښانه ده چې زما د مرکې ټیپ چې پنځه ویښت کاله دمخه دامریکې غږ په رادیو کښې زما سره شوې وه زما دپخوانۍ میرمنې ثریا بهأ له خوا د لنډ پاري « حامد یوسف نظري » لاسته رسیدلۍ اوهغه دخپلواوچواو تنګونظرومائویستي نظریواو لید دعینکو له شا يې پرې کار کړۍ او دهغې په مونتاژکولو او جوړولو سره داسې مطالب يې پکښې زیات کړي چې د افغانستان تاریخ یې کاملاً جعل کړئ او پربل مخ يې اړولئ ، دا د اوسني نوي سیاسي تمایل اوجانبدارۍ اندیښنې دي چې دیوې رسوا اوبې بنسټه ډلې چې د « تاجیک میدیا » په نامه یادیږي او د افغانستان د شمال د لوۍ غوښتونکو« شوینستانو » کړنلاره پر مخ بیايي پکښې ګډون لري ، پدغه افغانستان دښمنه حرکت کښې ټول سازایان ( دطاهربخشي ډله ) ، سفزایان ( د بهرالدین باعث ډله ) ، سامایان ( دمجید کلکاني ډله اود شعلهٔ جاوید پلویان ) اود جمعیت اسلامي ( شورای نظار ) سرکښان همفکره دي ، دوئ دخپل نظریاتو پر اساس د ټول افغان ختمول غواړي او د « شمال » ترنامه لاندې د افغانستان د تجزيې غوښتونکي دي اود « نوي خراسان » د جوړلو شعارونه ورکوي. دغه شان افغانستان دښمنه او د افغانستان د ملي حاکمیت ، د افغانستان دملي وحدت او یووالي دښمنانو دخپلو خوسا او ګنده ضد انساني افکارو پربنسټ ولاړو نظريوو، طرحوو او نقشووته پکښې ځائ ورکړۍ . څومره د شرم او ننګ ځائ دۍ چې دوۍ د افغانستان ۲۷۰ کاله تاریخ د « شادي بازانو » تاریخ بولي ( ټیپ ته مراجعه وکړۍ اوويې ګورۍ ) مګر بیا  ددې ۲۷۰ کلونو دشادي بازیودتاریخ په ترڅ کښې د یو غله او داړه مار اود بریتانوي استعمارلاس پوڅۍ  حبیب الله دسقاو دزوئ دغلودحاکمیت توره دوره ، او همداسې د بنسټ پال برهان الدین رباني اود مالیخولیا صبغت الله مجددي خونړۍ جهادي دورې په قصدي توګه يې هیروي او دهغوۍ دنفرت اوتباهۍ نه ډکې دورې دتاریخ د پاڼو نه اوباسي ځکه چې هغوۍ پښتانه نه ؤل او په ملیت تاجیکان اوعرب ؤل ، برسیره پردې ددې شادي بازویو  په لړ کښې بیا دتاجیکانو ، هزارؤ او ازبکانومشرانو او سیاسي لیډرانو ګډون ته هیڅ اشاره نه کوي اودهغوۍ سیاسي نقشونه او رولونه نه رابرسیره کوي او دهغوۍ په افغانستان دښمنه سیاسي کړواو وړو باندې نه غږیږې . د مثال په توګه که کرزئ په قوم پښتون ده ( چې د ټولو پښتنو نمایندګي هم نشي کولائ. ) آیا کریم خلیلي څوک دۍ ؟  آیا رشید دوستم ازبک ندۍ ؟ امرالله صالح د کوم ملیت پورې مربوط دئ ؟ عبدالله عبدالله څوک دۍ ؟ یونس قانوني د کوم ملیت پورې تړلئ دۍ ؟ مارشال قسیم فهیم دکوم ملیت او قوم نه راوتلئ ؟ ولې دوۍ پدې شادی بازویو کښې ګډون لري ، که پښتانه شادي بازان دي نو بیا دوۍ ټول ولې دشادي بازانو سره همکاري لري ؟ که دوۍ دومره دپښتنو نه بده ګڼي اونژادي توپیرونوته پوکئ وهي نو بیا ولې کلونه مخکښې دوۍ دپښتنولمن ته چې خیبرپښتونخوا نومیږي تښتیدلي ول مګر دوۍ ټولو په خیبر پښتونخوا کښې استوګنه نه درلوده ، مګر د « راوا » دسازمان فعالین او غړي په خیبر پښتونخوا کښې نه اوسیدل هغه وخت د شادي بازانو په لمن کښې اوسیدل ښه ول مګر اوس بیا شادي بازان شول ؟ . آیا خیبر پښتونخوا تاجیکستان ؤ؟ آیا د دې راز ډنډورو علميت او قوي منطق په کوم ځائ کښې دۍ؟ آیا دغسې د ملي منافقتونواو تفاوتونو پارول او زموږ د هیواد دخلکو ملي وحدت ته ګواښونه کول د افغانستان سره دښمني نده ؟ آیا دداسې مناظرو اوصحنو برابرول او دتاریخ مسخ کول د افغانستان دخلکود ملي  حاکمیت د دښمنانو په ګټه نده ؟ دا ټولې کارنامې د « تاجیک میدیا » کړنلاره ده چې دګندګیو په مردار ډنډ کې لاهو شویدي ځکه دوۍ هیڅکله دافغانستان سره مینه  نده لرلې او همیشه يې پداسې لیارو کښې منزلونه وهلي چې دهغې لیارې خاتمه او پائ  دافغانستان خامخا تباهی او بربادي ده او بس .

 

                  ددې ترڅنګ ددغه ټیپ د مونتاژ کولواو جوړولوپه ترڅ کښې یوه بله لویه خطا چې سپک او لنډ پاري « حامد یوسف نظري »  کړې هغه دا ده چې زما د محترمې وریندارې د شهید ډاکټرنجیب الله د میرمنې عکس يې هم اچولۍ او اضافه کړۍ زما پوښتنه د دې سپک ، کچه اولنډ پاري نه داده چې دهغې ټرون ددې مرکې سره څه ده ؟ هغه پدې برخه کښې څه مسوولیت او ذمه واري لري ؟ ولې موږ د لازم سیاسي کلتور نه برخه من نه یو چې دښځو او میرمنو حرمت او عزت اوساتو او هغوۍ نباید په ډیره غیر مسوولانه توګه د خپلو مردارو سیاسي اغراضو شکار وګرځوو ؟ کله او څه وخت زما ورینداره پدغو سیاسي کارنامو کښې ګډه شوې او ونډه يې اخیستې ده چې بیا موږ هغې ته ګوته ونیسو ؟  دهغې تړاؤ ددې ټیپ سره څه ده ؟ ولې باید هغه پدې جریان کښې ګډه کړو ؟ هغه د یوې درنې او باعزته میرمن په شان په هیڅ چا نده لګیدلې او نه لګیږي؛ لدې کبله دا زموږ انساني فریضه ده او انساني اخلاق پرموږ حکم کوي چې باید دکورنیو عزت وساتواو دمیرمنو او ښځواحترام او پت خوندي ولرواو هغوۍ ددې شان سیاسي بې ربطه او دجهالت نه ډک تربګنۍ او دښمنۍ نه لرې پاتې کړو؛  مګر د « حامد یوسف نظری » په شان کچه ، بازاري اولچک انسانان چې خپله دهیڅ رنګ عزت ، شرف او پاکئ نه برخورداره ندي پدې خاطر دنورو عزتونوته هم په درنه سترګه نه ګوري او خپلې شیطاني ارادې په ډیره لویدلې او کچه توب سره مخکښې بیايې اوبیا زړونه خوشحالوي چې ګواګې څه ستر تاریخي ګام يې اوچت کړۍ . مګر ندۍ پوه شوۍ چې دا دشخصیت زوال دئ او دا دنفرت اوذلالت روښانه ثبوتونه دئ.

 

               ګرانو او محترمو لوستونکو !

         اوس لازمه ده چې زه دخپلې مرکې په هکله خبرې وکړم کوم چې پنځه ویښت کاله دمخه ما دا مرکه سرته رسولې وه او په هغې کښې ما دهغې وخت دسیاسي حالاتو په اړوند خپله سیاسي تګلورۍ بیان کړئ ؤ ، هغه مطالب چې ما په هغه زمان کښې وئیلې ؤل ، ټول زما سیاسي نیوکې او انتقادونه ؤل چې ما درلودل ؛ هغه اعترافات ندي او ما د کوم جرم په کولو اعتراف ندئ کړۍ . دسیاسي اعتراض ، انتقاد او نیوکواو د جرم دکولو تر مینځ ډیر واټن شته که بیسواده او جاهل « حامد یوسف نظري » پرې نه پوهیږي دا زما ګناه اوذمه واري نده . زه پدې لړ کښې ځان ته لازمه بولم چې دټولو هغومواردو اوموضوعاتو په هکله خبرې وکړم کوم چې په هماغه معین وخت کښې زما آندونه او جاجونه ؤل ، هو دا کاملاً درسته خبره ده چې ما هغه وخت دپروني شوروي اتحاد په پالیسویو باندې چې يې لرل انتقادونه کول او په زغرده او واضحه توګه مې دهغوۍ پالیسۍ غندلې او سیاسي اعتراضات مې درلودل ، زه همدا اوس په ډاګه ویلاۍ شم چې د زمان په تیریدو سره دا ثابته شوه چې د پروني شوروي اتحاد کړه وړه غلط راووتل ؛ چې زما پیاوړۍ کار پوه او سیاستدان اتل ورورشهید ډاکټر نجیب الله په هغه وخت کښې دا باور يې نه کاوه یا يې نه درلود چې شوروي اتحاد به دومره غلطې ، ناروا اود رښتینولئ نه لرې ژئوپولیتیکل اوپراتیفي لوبې مخکښې بوزي اوپه څوګوني سیاسي سازشکاریو باندې به لاس پورې کاندي ، همدا وجه وه چې ما په « روسي مارکسیسم » انتقادونه کول او هغه مې په افغانستان کښې یوه کږه لاره ګڼله او پدې خاطر مې خپله سیاسي لیکه جلا کړې وه چې دا حالت نه اپورتونیسم ده او نه د فرصتونو لټول ؛ دا موضعګیري دافغانستان دخلکو دملي ګټو سره سم تړاؤ يې درلود اود زمان په بستر کښې هرڅه ثابت شول چې زه په خپله موضعګیرئ باندې دجاج کولو دنده هغه روښندویانو ته پریږدم چې دوطن او زموږ دمظلومو خلکو ګټو ته وفاداره سرغندویان دي اودخلکو په آزادۍ باندې ستر عاشقان اوپتنګان شمیرل کیږي.

          شورویان هماغه قدرت ؤ چې د شهنواز کودتا يې راوپاروله اوهمداسې يې دشمال بغاوت د خپلو ګټؤ دخوندي ساتلو په خاطر جوړ کړ تر څو په راتلونکي کښې دخپل نفوذ کولو دپاره يې لیاره پرانستې پرې ایښي وي . د ګوند په دننه کښې د«پنځم ستون»  په ظرفیتونو کښې يې بغاوت راوچت کړ او د افغانستان دخلکو دآزادئ او خپلواکئ آرمانونه يې په وینو کښې ولمبول او د شهید ډاکټر صاحب د حکومت ژوندانه ته يې خاتمه ورکړه او په افغانستان باندې يې خونړۍ ناورین راوستۍ ، اوس زه پوښتم او لطفاً ما ته ووایاست چې زما دملې موضعګیرئ نقص او خطا په کوم ځائ کښې وه ؟ دا مرکه خو زما دملي موضعګیرئ ځلانده ثبوت ده او برسیره پردې دا زما هوښیارتیا او روښانه معقولیت ثابتوي . ددې مرکې کوم ځائ يې اعتراف ته ورته کیږي ؟ دا مرکه زمادهیواد او زما داولس دګټو سره سمه طرفداري وه اوزه هیڅ کله دخپل هیواد د اولسي او ملي ګټونه نه تیریږم . پرون که زه دخپل مشر ورور محترم شهید ډاکټر نجیب الله دافغانستان دخلکو دګټو ساتونکي او د اولسي پاڅون د سرغوندئ سره په سیاسي تګلوري کښې جوړ رانغلم او ما خپلو سیاسي احتجاجونو ته ادامه ورکړه او له هیواده ووتم دهماغه وخت دسیاسي حالاتو او ذهنیتونو سره ما موافقه نه درلوده او هغه مې اشتباه بلله چې زما محترم مشر ورور دګوند او ددولت مشر پخپله يې د ګوند په دویمه کنګرې کښې په صراحت سره د ګوند دغه راز اشتباهاتو ته ګوته نیولې او ټول هغه منفي نکات يې رابرسیره کړي اوپرې نیوکې نیولي دي چې ما پرې انتقادونه درلودل ، که څوک غواړي چې پدې برخه کښې سوالونه مطرح کړي نو په لمړۍ پړاؤ کښې دې د شهید ډاکټرنجیب الله ګذارش او یا د ګوند د دویمې کنګري ته اساسي وینا دې مطالعه کړي او بیا دې ما ته چلنج راکړي چې زه ورسره پوه شم او ماغزه يې ورته خلاص کړم . زه چې کله دافغانستان نه راووتم لا دګوند دویمه کنګره دائره شوې نه وه مګر ما دا ټولو خلاؤاونیمګړتیاوو ته ګوته نیوله او د ګوند پرغلطو سیاسي کړو وړو باندې مې انتقادونه کول چې شهید ډاکټر صاحب وروسته بیا نیغ په نیغه دغه سالمه موضعګیرۍ ته يې ځان ویوست او دپرونۍ ناسالمې کړنلارې نه يې ګوند او دولت  سمې خواته راوکاږه چې زه بې له دې چې ‎ملاتړيې وکړم بل څه نشم کولائ زه دده دهماغې پړاؤ ټولې پالیسۍ دافغانستان د کشالو دحلولوویواځنۍ لیاره ګڼم.                                              

 

                  ګرانو درنوو لوستونکو !

       

                 بله موضوعه چې زما په مرکې کښې ډیره حساسه او مهمه بریښي هغه دا ده چې ما دهغه وخت د دولتي اطلاعاتو دخدمتونو په ادارې ډیر په شدت او زغرده توګه حمله کړې او هغوئ مې د خلکو دآزادیو او دخلکو د روا حقوقو پر ضد یوسازمان او یا اداره بللې ، موږ ټول په هغه وخت کښې هغه تور کرغیړن لاسونه چې زموږ د هیواد دخلکو د ژوند دتباه کولو دپاره راوږد شوي ول په بربنډه توګه نشوائ لیدلائ دا ځکه چې ددولتي اطلاعاتو دخدمتونو په امنیتي ارګان کښې دجهادي تنظیمونوګمارل شوي کسان په ډیر تعداد نفوذ کړئ ؤ چې هغوۍ د خپلو ورانکارو وظایفو پر اساس يې خلک ځورول او په ډیره اندازه يې غوښتل چې دخلکو ترمینځ د دولتي اطلاعاتو دخدمتونو دارګان په مقابل کښې بدنظر اوبدنامي زیاته کړي لکه دمثال په توګه عظم الدین د « خاد » ( وروسته بیا د « دولتي امنیت وزارت » د محترم یعقوبي تر رهبرۍ لاندې ) مرستیال ، باقر فرین اویارمحمد مزدک دخاد دوه نور مرستیالان او داسې ډیر نور کسان چې د جهادي تنظیمونو سره يې اړیکې درلودې اودخلکو ځورول اوتنګول اوجهادي تنظیمونوته کار کول ددوۍ وظایف ؤل ، او ورستني حالات چې د ۱۳۷۲ کال دحمل دمیاشتې دکودتا او د « شمال دبغاوت » نه وروسته زموږپر هیواد افغانستان راغلل ټولې دا خبرې يې رښتیا کړې . که محترم فاروق یعقوبي وژل شوئ د باقرفرین او یارمحمد لاسونه پکښې داخل ؤل ، دوۍ ؤل چې د روسیه داستخباراتو پلانونه يې عملي کړي ، دوۍ ؤل چې د۱۳۷۲ کال د وري (حمل دمیاشتې ) دمیاشتې په کودتا کښې ورانکاره رول لوبولئ او د ملګرو ملتونو پنځه فقره ایزه دسولې پلان يې ناکامه کړئ ، دوۍ ؤل چې جنرال باقي د پنځم ریاست رئیس يې وژلۍ او همدا شان ددوۍ انډیوالان ؤل چې داسدالله مارخور ترنظر لاندې جنرال شهباز يې په جمهوري ګارد کښې شهادت ته رسولۍ ، دا عظم الدین ؤ چې « شوراۍ نظار» ته ئې جاسوسي کوله او دهغوئ د خوښې وړ اطلاعات به يې ورته برابرول او بیا د ۱۳۷۲ کال دحوادثو په پیل کښې همدغه ښخ شوي جهادي ماینونه دخاد په ارګان کښې وول چې ټول د خاد پوځي قطعات او کنډکونه يې دافغانستان په بیلا بیلو برخو کښې د سازشونو په نتیجه کښې په لوئ لاس د داړه مارو جهادیانو ډلو ته تسلیم کړل، د « خاد » په امنیتي ارګان کښې ددغسې کسانود موجودیت له کبله او ددوۍ د ورانکاره ارادو په نتیجه کښې وه چې ددولتي اطلاعاتو دخدمتونو اداره بدنامه شوې وه او زما محترم مشر ورور هم خلکو ته زشت او بدنامه ورپیژندل کیده ، مګر کوم وخت چې ده ددولت او ګوند مشري يې واخیسته اود اصلاحاتو په راوستلو يې پیل وکړ زه دافغانستان نه وتۍ وم، هغه مهال چې زه په افغانستان کښې ؤم زما او دده ترمینځ تعلقات نه ؤل اوما نشواۍ کولاۍ چې دده په مفکورو باندې پوه شم خو وروسته مې وموندله چې ده دخپل وطن او خپلو خلکو دخلاصون لیارې لټولې او غوښتل يې چې دنیکمرغۍ او سولې نه ډک ژوند دخپل هیواد خلکو دپاره مینځ ته راوړي مګر دافغانستان دښمنه قوتونودپلانونو په عملي کیدو سره دده ټولې هڅې په هیڅ بدلې شوې اودده مشرتابه او زعامت د خپلو یاغي ملګرو دتوطئو په نتیجه کښې راوپرزول شو. او په افغانستان باندې دتورتم خونړئ څپې راغلې او افغانستان د بنسټ پالنې کندې ته پریووت او دافغانستان خونړئ ناورین خپل ځان ته بله څیره غوره کړه.  دا صحیح خبره ده چې موږ هغه خرابکاران او ترهګران ( تروریستان ) چې د پاکستان داستخباراتو له خوا روزنه ورکول کیده اود اسلامي تنظیمونو په ډلو کښې دافغانستان دورانولو او ټوټې ټوټې کولو په خاطر مسلح کیدل او افغانستان ته دیوې نا اعلام شوې خونړۍ جګړې ددوام دپاره رالیږل ، مګر موږ په هغه وخت کښې نشوائ کولائ چې ددوۍ د ټولو دسایسو او تبهکاریوپه جزئیاتو باندې پوه شوې وائ ؛ دا یواځې د دولتي اطلاعاتودخدمتونو اداره وه چې ددوۍ په سترو ورانکاره دسیسو او پروژو باندې پوهیده او دهغوئ د ورانکاریو مخه يې نیوله ، دا د دولتي اطلاعاتو د خدمتونو اداره وه چې مخامخ او مستقیماً يې د پاکستان دپوځي استخباراتي سازمان او ادارې سره جنګیدله او په افغانستان کښې يې دهغوئ د شیطاني پلانونو او ارادودعملي کیدو مخه يې نیوله کوم چې غوښتل يې افغانستان وران اوویجاړ کړي اودافغانستان نه خپله پنځمه صوبه جوړه کړي ، مګر دهغو پاسني ذکر شوي کسانو موجودیت ددولتې اطلاعاتود خدمتونو په ارګان کښې ددغه ارګان نوم يې په ډاګه بد کړئ ؤ او ډیرو خلکو ورنه کرکه کوله . دا ټولې ارادې هغه مهال روښانه شوې چې پاکستاني پلوه مجاهدین افغانستان ته راغلل او دافغانستان واګې يې په خپل لاس کښې واخیستې تر هغه مودې پورې ټولو خلکود سړې جګړې په فضا کښې د « خاد » دستګاه ته د ملامتۍ او محکومیت لاسونه اوږدول مګر کوم وخت چې دمجاهدینو دډلو کړه وړه اوجنایتونه يې دکابل په ښار کښې ولیدل نو بیا دغو خلکو ددولتي اطلاعاتودخدمتونو اداره يې له محکومیت نه ویستله او دا يې ومنله چې ددولتي اطلاعاتو د خدمتونو اداره ټول دافغانستان دخلکو دګټو دښمنان يې نیول او دقانون پنجو ته يې سپارل ، له دې کبله موږ ټولو ته ددولتي اطلاعاتو د خدمتونو دادارې فعالیتونه غیر دموکراتیک او داولس دآزادیو پر ضد معلومیدل . که موږ د « خاموش مجاهد » کتاب چې د پاکستان د آئ ، اس ، آئ  د ادارې د افغانستان ددیپارتمنت مشر( ډګروال یوسف ) لیکلئ ، که د « خرس سفید» کتاب چې دهمدغه لیکوال بل لیکل شوۍ کتاب دئ  او یا د « پیریانوجګړې » کتاب چې د « ستیوکول » لیکل شوئ اثر دئ ولولو نو بیا موږ پوهیږو چې دافغانستان په مقابل کښې څومره لویه دسیسه روانه وه او ولې د «خاد» دستګاه دافغانستان دیو پیاوړي امنیتي ارګان په توګه باید په غوڅه توګه ددې ټولو توطئو په مقابل کې جنګیدلئ وائ. ماهم دهماغه وخت حاکم ذهنیت اومسلط قضاوت انعکاس ورکړئ ؤ چې وروستني حالاتوددغو قضاوتونو او جاجونو غلط والئ ثابت کړ. زه دا په ډاګه ویلائ شم چې موږ ټول انسانان یو او کوم وخت چې د ژوندانه په بهیر کښې ګامونه اوچتوو د نیمګړتیاؤ نه فارغه کیداۍ نشو دا خامخا پیښیږي چې غلطۍ او اشتباهات د انسان نه واقع شي ؛ مګر رښتینۍ انسان هغه څوک دۍ چې د اشتباهاتو او نیګړتیاؤ د اصلاح کولو او درغونې د پاره ملا وتړي او دخپل ژوندانه په ترڅ کښې بیا پری نږدي چې د سمو جاجونو او رکوروغو مصلحتونونه کوم چې د اولس او دوطن په ګټه وي لیاره په غلطه وباسي او ځان دخیانتونو په ګړنګونو کښې لاهو کړي .

 

 

                   ګرانو عزتمندو لوستونکو !

     

                 ددې تیپ دمونتاژکولو اولاس کارۍ په ترڅ کښې یو بل کار چې شوۍ هغه دا ده چې « حامد یوسف نظري » غوښتلي دي په لوۍ لاس د « آیا نجیب را میشناسید ؟ » لیکنې او پروژه چې زما دپخوانۍ میرمنې ثریا بهأ له خوا لیکل شوې اوددې کتاب د خپریدو نه مخکښې دا لیکنې يې د « قلم دجهاد په خدمت کښې » د مجلې په پاڼو کښې خپرې کړې وې اواوس بیا يې دغه ټولې لیکنې دنوي کتاب په ترڅ کښې چې « رها در باد » نومیږي خپرې کړې دي، دا یو مسلسله لړۍ ده چې سر له دوباره ځني خرابکاره افغانستان دښمنه کرغیړنې ډلې ټپلې راپاریدلي اود روښانه افغانستان دښمنه پالیسویو د پرمخ بیولو د پاره يې پدې شان ګنده او مردارو کړو وړو لاس پورې کړۍ .  « حامد یوسف نظري» غوښتې دې چې د ثریا بهأ ناولي او رسوا نیتونه پټ کاندي او دهغې ټوله پړتیا په ما راوغورزوي . پدغې ډول ما پدې وروستیووختو کښې د « ټول افغان » په بریښنا لیک اویا ویب پاڼه کښې د « خبیر جاهد »  پښتو ژباړه چې د « آیا نجیب پیژنۍ ؟ » ترعنوان لاندې په پرله پسې توګه په جلا برخو کښې خپریږي زما توجه يې ځانته راوکښله ؛ دا هماغه لنډۍ کتاب دئ چې د شهید ډاکټرنجیب الله دشخصیت دستروالي سره په دښمنۍ کښې د افغانستان دښمنه استخباراتي شبکو له خوا پلان شوۍ ، نشر او خپورشوۍ ؤ او زما پرونۍ میرمنې لیکلئ او دپاکستان آئ ، اس ، آئ استخباراتي ادارې لخوا د پروني مجاهدینو په هڅو سره افغانستان دننې ته استول شوۍ  اود ګوند په دننه کښې د ډاکټر صاحب دداخلي رقیبانو ( پنځم ستون ) لخوا په هندوستان کښې بیا چاپ شوۍ ؤ ؛ زه پدې حیران یم او سوال راپیښیږي چې ولې « خبیر جاهد » بیا غوښتي دي چې د پاکستان داستخباراتي شبکو پروژې اوددرواغو نه ډک پروپاګندي پاڼې چې د مردارو او خوسا تورونو او تهمتونو ټوک بلل کیږي اوس يې ژباړه کوي او خپل وخت ددغسې بیهوده لویدلي ، ټیټ ، سپک اوپریوتلي خپرونو په ترجمې باندې مصرفوي ، که دۍ غواړي او یا غوښتونکۍ وي کولائ شې چې د ستروعلمي آثارو په ژباړنې سره د افغانستان خلکواو د ټولونه مهمه دافغانستان ځوانانو ته خدمتونه سرته ورسوي نه دا چې لاهم د پنجابي حاکم پوځي ټولګي ارادې مخکښې بوزي او دهغوئ دشیطاني خرابکاره نیتونو نه ډک بازاري آثارپه پښتو ژبې ترجمه کاندي او خپل مخلصانه چوپړتوب اوغلام کیدل ثابته کړي . ما دخپلو لیکونو په ترڅ کښې د میرمن ثریا بهأ ټول د درواغونه ډک تورونه او لیکنې د اتلسو برخو په خپرولو سره د « آزادئ »او  « افغان موج » په بریښنا لیکونو کښې ردې کړې مګر بې خبره « جاهد » چې نه خبیر ده او نه پوه بیا راپاڅیدلۍ او د پاکستان د استخباراتو دشبکو دپروژو په ژباړه او خپرولو کښې جاهد شوۍ دۍ دا دهماغه مجاهدینو یو جاهد دئ چې دزړه دکومي نه د پنجاب حاکم افغانستان دښمنه پوځیانو ته لګیا دۍ سر په سجده مښیي اودهغوۍ کارنامې تازه کوي . زه پدې برخه کښې او ددې کتاب په اړوند یو بل سند د لوستونکو مخې ته ږدم او ټولو مکاروتوروهونکو ته بلنه او ننګاونه ورکوم چې د « آیا نجیب پیژنۍ ؟ » کتاب زما لیکنې دي؟ او که زما لاس لیکنې دي نو دغه لاندې لیکنې چې زه يې راوړم او د چاپ شوي کتاب نه اخیستل شویده زما دلاس په لیکنو سره دې راوباسي که دوۍ ادعا کوي چې د « آیا نجیب رامیشناسید ؟ » زما دلاس لیکنې دي خو باید دا لاندې لیکنې هم زما په هماغه لاسي لیکونو کښې وجود ولري . پدغو کرښو کښې چې د « آیا نجیب را میشناسید ؟ » په مقدمې کښې نشره شوې دا رنګه لیکنې لوستل کیږي :

 

                

               « هیچ کس نجیب ، رئیس جمهور افغانستان را که دست نشانده ای اتحاد شوروي میباشد بهتر از من نمي شناسد. من به حیث برادر خوردش ، بیش از بیست

 

وسه سال باوی دراثرجبرتولد دریک خانه زندگي کرده ام ، بیست و سه سال مدت طویل است .

 

               من نجیب را درهروضعیکه فکرکنید دیده ام : بحیث متعلم مکتب ، بحیث محصل فاکولته ، بحیث یک چکه چوروبچه ای سرکوچه ، بحیث یک بچه ای

 

شهوت پسند که برای ارضای هوس ازلواطت با بچه ها و زنا با دخترها و زن ها حظ می برد ، بحیث عاشق قدرت وصلاحیت که با رفقای کمونیستی خود مبارزه میکرد ،

 

وبحیث یک مرد دو پشت و دو روی وابن الوقت که گاهی بطرف الهاد وکفرو زمانی طرف خداوند لایزال ، وگاهی سوی لیننیزم و زمانی به جانب ملیت خواهی رو می

 

آورد.

              این کتاب یک حقیقت وحقیقت کلی است و هیچ چیز غیر ازحقیقت نیست .

 

            باگفتن این حقیقت من مسئولیت وجداني خود را در مقابل مردم افغانستان ، تاریخ کشور و یک ونیم ملیون افغانیکه در دوره ای اشغال شوروي درراه آزادي

 

شهید شده اند انجام داده ام .

 

             نجیب ورفقاي پرچمي وخلقي وي برابربا روسها مسئول بربادي وطنم میباشند . 

                                                               

                                                                                                           صدیق الله « راهي » .            »

 

                    د پورتني دري متن پښتو ژباړه په لاندې ډول ده :

    

              « هیڅ څوک نجیب ، دافغانستان جمهور رئیس چې دشوروي اتحاد لاس پوڅۍ ده زما په اندازه ئې ښه نه پیژني . زه دده دکوچني ورور په صفت د زیږیدودجبر

 

په وجه دده سره مې درویښت کاله په یوه کورنۍ کښې ژوند تیر کړئ ، درویښت کاله ډیر اوږد عمر دئ.

 

           ما نجیب په هروضع کښې چې فکرکولائ شۍ لیدلائ : کله دښوونځي دزده کونکي په توګه ، کله د پوهنځي د زده کونکي په صفت ،  کله په کوڅې کښې د یو  

 

درغلن اوسپین سترګي هلک په توګه ، کله ‎‎‎‎د یوشهوت پسند هلک په توګه چې دخپل هوسونو دارضا کولؤ دپاره دهلکانو سره د لواطت کولؤ او دنجونو او ښځوو سره د

 

زنا کولؤ نه ئې خوند اخیست ، کله د واک او صلاحیت باندې میئن کس په توګه چې دخپلو کمونیستي ملګرو سره ئې مبارزه کوله او د دوه مخه اوابن الوقته انسان په

 

توګه چې کله به ئې دکفر او الحاد خواته مخه کوله او کله به ئې دلایزاله خدائ تعالا خواته ، کله به ئې دلیننیزم خواته او کله به ئې د ملیت خواهۍ خواته مخ اړوه .

 

             دا کتاب یوحقیقت دۍ او کُلي حقیقت دۍ اوغیر له حقیقت نه بل څه ندۍ .

 

           د دې حقیقت په ویلؤ سره ما خپل وجداني مسؤلیت د افغانستان دخلکو په مقابل کښې ، دهیواد دتاریخ په مقابل کښې او دیونیم ملیون افغانانو په مقابل کښې چې

 

د شوروي د اشغال په دورې کښې شهیدان شویدي سرته رسولۍ دئ .

 

            نجیب اودهغه پرچمي اوخلقي ملګري ئې دروسانو په کچه په یوه اندازه زما دوطن دتباهۍ مسؤلین دي .

 

                                                                                                                                   صدیق الله « راهي »             »

 

         

             کرانو محترمو لوستونکو !

 

         اوس زه د ثریا بهأ، حامد یوسف نظري ، خبیر جاهد او ددوۍ د رنګارنګو ملګرو اوخرابکارو ډلو ټپلو نهپوښتم چې :

 

            الف : -   که دا کتاب مالیکلئ وي او هغه زمالاسوندونه او دلاس لیکنې دې باید پورتنۍ مقدمه چې زما نوم ترې لاندې لیکل شوۍ هم باید د هماغو لاس لیکنو په جملې کښې وجودولري دوۍ دې ځان ته زحمت ورکړي او دا پاڼه دې حاضره کړي. که دوئ دا پاڼه ونشي کړائ نو بیا دا زما لیکنې دي ؟

          

           ب : - که دا کتاب زما د لاس لیکنې وي نو ولې پکښې په اته ویښتو ځایونو او برخو کښې د ثریا بهأ له خوا او دهغې په لاس لیکونو سره اصلاحات شویدي ؟ په یوه کتاب کښې د اصلاحاتو راوستل او اضافي خبرو لیکل دلیکوال کار ده که دا کتاب ددې لیکنه نده نو ولې دې پکښې په خپلو لاس لیکونو سره ئې اضافه کول اویا رغونې او تصحیحات راوستي دي ؟ دا دکومه ځایه په دې پوه شوله چې د کتاب په هماغو برخو کښې غلطۍ شته چې دې پکښې اصلاحات ئې راوستلي؟ ددې علاقمندې په څه کښې وه چې دا اصلاحات راولي ؟  دا میرمن خو په خپل کتاب کښې وائي چې ما پدې کتاب کښې اصلاً لاس ندئ وهلۍ ، نوکه لاس ئې ندئ وهلۍ نو څنګه ددې لاس لیکنې پدې کتاب کښې لیدل کیږي ؟

 

         ج :- که دا کتاب د ثریای بهأ لیکنه نده نو څنګه د دغه کتاب ټول ددرواغو نه ډک او کرغیړن داستانونه او ټولې کرکجنې کیسې په هماغه متن اومضمون سره ، په هماغه الفاظو او کلماتو سره ددغې میرمنې په پخوانیو لیکونو کښې ئې چې د « از دژخیمان استبداد تا به فرار ازجهنم کمونیزم » تر نامه لاندې لیکل شوي او د « قلم دجهاد په خدمت کښې » دمجلې په پاڼو کښې نشرشوي او اوس ئې بیا دخپل نوي کتاب په پاڼو کښې چې د « رها در باد » په نامه یادیږي ځائ ورته ورکړئ لاهم په ما پورې راوتپل شي ؟ څنکه کیدائ شي چې دیومتن او مضمون لیکوال دوه نفره اووسیږي؟

 

         د :- کومې لیکنې چې ثریای بهأ د « قلم در خدمت جهاد » په مجلې کښې لیکلي هغه هم د ثریای بهأپه لاس لیکونو سره ندي او اوسنۍ کتاب ئې چې « رها در باد » نومیږي هم ددې په لاس لیکونو کښې ندئ خپور شوۍ مګر دا خوددې معنا نه ورکوي چې دا ئې لیکواله نده دا روښانه خبره ده چې د « آیا نجیب پیژنۍ ؟ » کتاب هم دې لیکلئ او دبل چا په لیک سره ئې خپور کړئ او هغه هم په څو متفاوته ، بیلا بیلواو ډول ډول لاس لیکونو سره چې یوبل ته ورته ندي او توپیرونه ئې له ورایه معلومیږي نو ولې دغه میرمن غواړي چې په خپلو سیاسي مرداریو کښې زما پښه ګډه کړي دا ځکه چې خپل ځان درسوائي نه اوباسي اوټوله ملامتیا او پړتیا په ما راوغورزوي ؛ له یوې خوا شهیدډاکټر نجیب الله وځپي هغه هم زما لخوا او زما په نامه اوله بلې خوانه ئې غوښتلي چې زمانه هم غچ واخلي او ما هم دیو لویدلي، ټیټ او سپک انسان په صفت معرفي کاندي او ددې پورې تړلي پښتانه هم وشرموي او دیوبې عزته قوم په څیره کښې ئې معرفي کاندي . دا ددوئ اصلي هدف او مرام دئ .

 

          ح :- وروستئ خبره خو داده چې ثریای بهأ هم په خپلو لیکنو کښې او هم ددې په ږغ سره چې ما ئې ټیپ نشر کړئ او د( You tube) په ویب پاڼه کښې د ( Lie and Truth) ترنامه لاندې وجود لري ، په خپله وائي چې د ( آیا نجیب پیژنۍ ؟ ) کتاب صدیق ندئ لیکلئ او ادعا کوي چې لمړۍ برخه ئې ما لیکلې اوما ددې ټولې خبرې همالته رد کړي او دا مې واضحه درواغجنه راویستلې نو بیا څنګه کم عقله اوبې خبره  «جاهد» ئې زما د لیکونو ترنامه لاندې د « ټول افغان » په بریښنا لیک کښې په پښتو ژباړه کوي او زړه خوشحالوي چې څه ستره کاروائي ئې سرته رسولې ده چې بیا د پنجابي پوځي څارګرو شبکودپروژوپه چیکړو باندې ئې نوئ لاس اوږد کړۍ او فکر کوي چې دا کار به ده ته افتخار راوړي . دې کړو وړو ته زه غیر له ټیټوالي او بې شخصیتۍ نه بل څه نشم ویلئ. زه خبیر جاهد ته بلنه ورکوم چې د «قلم دجهاد په خدمت کښې »  مجله دې ولولي اوبیا ورپسې دې د « رها در باد »  کتاب ولولي پس دهغې نه به بیا دئ پوه شي چې  ( آیا نجیب پیژنۍ ؟ ) کتاب چا لیکلئ . برسیره پر دې میرمن ثریا بهأ په خپله د «قلم دجهاد په خدمت کښې » د خپرونې په پاڼو کښې د « انتقاد مضحک » ترنامه لاندې  بربنډه او په افتخار سره لیکي چې هو! دا لیکنې ما کړي دي..... مګر ددنیا نه بې خبره او نا پوهه « خبیر جاهد » غواړي یو ځل بیا دې درواغو ته لمن ووهي او دشرارت اورته پوکئ . چې دا خپله په خپل ذات کښې یو دذلالت او دنائت نه ډک کار دئ .

 

               خ :- دا باید خامخا ووایم کله چې د « آیا نجیب پیژنۍ ؟ » چاپي کتاب دلاسي لیکونو سره مقایسه اوسرورکړل شي یوه خبره په روښانه توګه پکښې موندلۍ               شو او هغه داده چې په چاپ شوي کتاب کښې ډیرې خبرې او اضافي لیکنې زیاتې شوي دي ؛ پوښتنه منځ ته راځي چې دا لیکنې چا پکښې لیکلي دي ؟ که قلمي او لاسي   لیکنې زما دي نو دغه اضافي لیکنې هم باید پکښې وائ ، ما سره ددې دواړو نسخو نقلونه ( هم چاپي اوهم لاسي یا قلمي نسخه ) شته اوما مقایسه کړي دي په هغې کښې په ډیرو پاڼو کښې له ورایه توپیرونه لیدل کیږي دا پخپله ددې خبرې ثبوت دۍ چې دا کتاب باید څو وارې لیکل شوۍ وي اوڅو کسانوپرې کار کړۍ وي ، نو څنګه کیدائ شي چې د څو کسانو لیکل شوې او بشپړه شوې پروژه بیا زما لیکنې وانګیرل شي ؟  که چا غوښتل چې بیا درواغ ووائې او خلک وغلوي زه کولائ شم چې دا ټول      اسناد راوباسم .  

                ګرانو محترمو لوستونکو!

           

            ما ته پدې تړاؤ یوه ټوکه ( طنز ) را په یاد شوه اوهغه دا ده چې : « چا دلیلي اومجنون د کیسې کتاب ئې لوسته چې کوم وخت دا کتاب پائ ته ورسید نو یو بل چا پوښتنه وکړه چې آیا لیلي ښځه وه که نر ؟ »  ما هم د « آیا نجیب پیژنۍ ؟ » دکتاب کیسه لا ډیره پخوا په ټولو دلایلو او داسنادو دمخکښې کولو سره روښانه کړې اوپائ ته رسولې مګر بې خبره او نا پوهه « جاهد » اوس نوۍ لګیا شوئ او په ترجمو ئې لاس پورې کړئ کوم چې نور د « آیا نجیب پیژنۍ ؟ » دکتاب کیسه پائ ته رسیدلې ده ، او بیچاره لا نده پوهیدلئ چې د « آیا نجیب پیژنۍ ؟ » دکتاب واقعي لیکوال څوک دئ ؟   

            دلته یو ځل بیا ددې لنډو یادونو او دلایلو نه وروسته زه دا لازمه بولم اوداحق ځان ته ورکوم چې د ثریا بهأ، حامد یوسف نظري ، خبیر جاهد او ددوۍ د رنګارنګو ملګرو اوخرابکارو ډلو ټپلو نهوپوښتم چې آیا دوۍ رښتیا وائې چې دا کتاب ما لیکلئ ؟ که آیا دا کتاب د یوې معلوم الحالې څارګرې ادارې پروژه ده ؟ چې اوس بیا دهغوئ دلارښوونو سره سم د نړئ نه بې خبره « خبیر جاهد » راوتۍ او په ټوله بی شرمۍ او بې ننګۍ سره ئې بیا دپردیو څارګري ادارو د پاره په رضا مندۍ سره خدمتګارئ پیل کړې او د هماغو زړو بابولالو په ژباړه کولو ئې لاس پورې کړئ چې ټول ورنه کرکه لري . زه د دوئ نه پوښتم او غواړم چې پدې برخه کښې دې زما ټولو پوښتونوته چې د دې لیکنې په بیلابیلو برخو کښې پوښتلي د اسنادو پربنسټ ولاړ ځوابونه راکړي که نهدا ټول درواغ دي ، بې ننګي ده ، بې شهامتي ده ، لویه رسوايي ده  او لوی دنائت او پستي ده ، د انسان او انسانیت په نامه لاړې تؤکل دي ددوۍ په مردارو مخونو باندې تور داغونه دي چې دوۍ به ئې د تل دپاره په خپلو منحوسو څیرو باندې ګرځوي ، دوۍ دافغانستان دخلکو دملي ګټو دښمنان ؤل او لا تراوسه پورې دافغانستان د مظلومو خلکو سره دښمني کوي ، دوۍ هوډ ئې کړۍ چې دافغانستان د خلکو دښمنانو ته چوپړ وکړي او پدغه لاره کښې په ټوله بې ننګئ سره لاروي دي . دوۍ به هیڅکله دخپلو شیطاني ارادو نه لاس وانخلي ځکه دوۍ د استعمار د ځالو نه راوتلي ټپوسان دي ، دوۍ هیڅکله زموږ دخلکو ستر قهرمان او د آزادئ دلیارې ړون مشال پدې بادونو له مینځه نشې  وړاۍ دهغه د فکرانګازې او وړانګې په ټول افغانستان کښې خپرې شویدې او دهغه نه دتاریخ څلۍ جوړ شوئ ؛ ترڅوافغانستان وي او ترڅو افغانان وي دسترشهید نجیب الله نوم به د تاریخ پر تندي باندې د افغانستان د یوه زړه ورزوۍ اود زمانې داتل مشر په صفت یادیږي دا د افغانستان داولس تاریخی فرمان دئ او دا د تاریخ ځلانده بیان ؛ که دچا خوښیږي او که ئې نه خوښیږي دغه ئې انجام دئ . 

                                                                                              پائ