نورمحمد غفوری                                       

http://afghanmaug.net/images/gury.jpg

افلاطون او د سیاسی - ټولنیز نظام سمون

«هر څوک چي د نورو  په خیر او ښېګڼه پسې ګرزی، آخر به خپله نیکمرغی هم لاسته راوړی»

« هر کس که در طلب خیر و سعادت دیگران باشد بالآخره سعادت خودش را هم به دست خواهد آورد».[1]

 

افلاطون په ۴۲۷- ۳۴۷ قبل المیلاد کې ژوند کړی، په لوړه اریستوکراته (اشرافی) کورنۍ کې زیږیدلی دی.  د سقراط شاگرد ؤ.  ډیر کتابونه یې لیکلی او خپلې نظریې یې وړاندې کړی دی. د ده ټولې لیکنی لا تر اوسه پورې شته، خو یوازې یوه مقاله یې چې د ثواب په باره کې لیکلی وه،  ورکه شوې ده . ډیر داسې کتابونه او لیکنی هم شته چې د دده په نامه نومول شوی، خو په اصل کې دده نه دی او همدا موضوع لا ان په انتیکو (عتیقه) زمانو کې ثابته شوې ده. د ده د اصلو لیکنو شمیره ۳۶ جلده بلل کیږی.[2]  ده ډیر اړخیزه استعداد لاره او نظریې او طرحې یې د څیړنې او پلټنې د لارو او میتودونو په اړه  ارجینال، بدیع او تازه  دی. همدې ځانګړتیاوو نوموړی نه یوازې د خپل وخت په مشهور، لوی او اغیزمن لیکوال او متفکرشخصیت بدل کړ،  بلکې تر ننه پورې په فلسفی او علمی څانګو کې د پلټنو او څیړنو په بهیر کې دده نوم او مفکورې له یاده او پامه نه شی غورځیدلای.

 افلاطون د میتافزیک Metaphysik ، معرفت  تیوری Erkenntnistheorie (theory of cognition) ، اخلاقو Ethik ، انسان پیژندنې Anthropologie (انتروپولوژی anthropology) ، د دولتونو او حکومتونو تیوری  Staatstheorie ، ستوری پیژندنې  Kosmologie، د هنر تیورۍ Kunsttheorie  او د ژبې او فلسفې په اړه پراخه څیړنې او پلټنې کړی دی.[3]   د دومره زیاتو مصروفیتونو سره سره یې د ټولو خپل شاګردانو سره مرسته کوله او  ان هغوی ته چې د ارسطوAristoteles په شان دده د اساسی نظریو سره مخالف هم ؤ، په اخلاص علمی لارښونې کولې. د ادبیاتو، شعرونو، کیسه لیکنو او بدیع البیان په لارو یې ډیر ځوانان وهڅول. په ټولو بحثونو کې یې په دګماتیګه بڼه هیڅ شی ټینګ نه نیول او د هرې موضوع په اړه یې هر ډول پوښتنو ته لاره خلاصه پریښوده او هر چاته یې دا وخت او مجال ورکاوه، تر څو د مطرح شوې پوښتنې په اړه د قناعت وړ ځواب و لټوی، ومومی او نورو ته یې هم توضیح او بیان کړی.  دده له پاره هم د ډیر اهمیت وړ موضوع داوه چې څنګه کولای شی چې د خرافی افکارو او ډیرو رواجی بې دلیله منل شوو غیر علمی موضوعاتو  په اړه مؤثق علمی معلومات او منطقی استدلال رامنځته کړی

افلاطون په داسې وخت کې نړۍ ته سترګې خلاصې کړی چې د یونان تمدن خپل لوړ پوړ ته رسیدلی او ان لا بیرته مخ په ځوړ روان ؤ.  آتن د نړۍ د تر ټولو آبادو ښارونو څخه و. د آتن ددولتی نظام بنسټ ایښودونکي د هغه ځای اصلی اوسیدونکو ؤ او دحکومت واک هم همدغوخلکوپه لاس کې نیولی و. په اتن کې «څلورطبقې خلک اوسېدل. ترټولو لوړه معتبره طبقه دښاریانووه، دریاست نظم ډسپلین دهمدغې طبقې خلکوپه لاس کې و، ځکه چې رایه کارول اوخپل منتخب حاکم دټاکلوحق یواځې همدې خلکوته ورکړل شوی و. په فوځ کې هم یواځې همدوی ول. ریاستي زمکې هم دهمدوی په لاس کې وې[4]

د آتن دوهمه  طبقه اوسیدونکی د مېټکس metics په نامه هغه سوداګران و، چې اصلی ټاتوبۍ یې آتن نه و او له ډیرو سیاسی او ټولنیزو حقوقو به بې برخې و.  د آتن دریمه طبقه اوسیدونکی  ازاد غلامان و چې تولیدی کارونه او خواری او غریبی یې کوله. څلورمه طبقه  بیا غلامان و چې درانه جسمانی او فزیکی کارونه ور د غاړې ؤ.  د غلامانو اخیستل او خرڅول رواج ؤ او د لومړۍ طبقې تقریبا ټول کسان د غلامانو لرونکی ؤ.  د غلامانو په څیر ښځې هم له سیاسی ټولنیزو حقونو محرومې وی او د رایې حق یې هم نه درلود.  په اتن کې دموکراسۍ وده کړې وه او دسیاسي اقتدار سرچینه ولسي جرګه وه چې په میاشت کې يې څلور غونډې کولې.   د دوو غوره (د اشرافو او زیارکښو) طبقو ترمنځ مبارزه پرله پسې روانه وه. اشرافیانو به د ملک قانون په ځان نه عملی کاوه، خو د زیارکښانو په وړاندې یې قانون ډیر سخت نیولی ؤ.  «شتمنه طبقه دومره سخت زړي و، چې له غریبانوسره یې هېڅ نه وه جوړه. کوم شی به چې له دوی څخه زیات شول په سیند به یې لاهوکړل خوغریبانانوته به یې نه ورکول شتمنو دومره ظلم په غریبانانو کاوه، چې خوارانوترینه رپ هم نه شووهلی»[5] د اشرافیت په وړاندې کرکه د ولسونو د پراخه پرګنو ترمنځ راپاریدلی وه  او په دې اړه دیو جانس" فیلسوف ویلی دی،  هر څوک چې غلامان ځوروي دوی په اصل کې انساني کرامت ته توهین کوي. دې فیلسوف به  ان له بډایانو سره ناسته ولاړه  له دې کبله نه کوله چې ‌شخصیت او اخلاق یې خراب نه شی.

افلاطون د يونان د اشرافی طبقې د لوړ قشر څخه سر راپورته کړی او تر ډیره ځایه پخپلو سیاسی او ټولنیزو افکارو کې د یونان د اشرافیت د مکتب پیرو پاته شو. څرنګه چې افلاطون د ځوانۍ په دوران کې د خپل استاد (سقراط) سره مخامخ شو نو دده په روحیاتو او اخلاقو یې ډیره ژوره اغیزه وکړه. کله چې د میلاد تر مخه په  (۳۹۹کال ) سقراط د اویا کلو په عمر د یونان د معمولی خدایانو څخه د انکار  او د نویو خدایانو د ابداع  او د یونان د ځوانانو د افکارو د خرابولوپه تهمت ونیول شو، د آتن  محکمې ته بوتلل او ووژل شو، افلاطون ۲۶ کلن زلمی و. د سقراط وژنې دده په مغز باندې د تندر په شان اغیزه وکړه. تر دې وخته افلاطون د یونان د هغه وخت د باورونو او رواجونو سره سم د دولت قوانینو ته ژور درناوی لاره او په دې فکر وو چې دې قوانینو د خدایانو د مشیت او فکر څخه الهام اخیستی تر څو چې د یونان اوسیدونکی د یوه ښه ژوند په خاطر وروزل شی او د هغو د لوړو اهدافو د تر لاسه کولو له پاره شرایط چمتو کړی.  اوس له داسې یوې پیښې سره مخامخ شو چې د همدې قوانینو د ځواک څخه په ګتې اخیستنې سره داسې یو څوک په مرګ محکوم شو چې دده په نظر «د عصر تر ټولو عاقل او عادل سړی»  ؤ.   دې ترخې تجربې د افلاطون فکر بیخی بدل کړ او د آتن په حکومت کې یې (چې دده دخپلوانو په لاس کې و) د چوکۍ او منصب د ترلاسه کولو خیالونه له سره وایستل. خپل ژوند یې د فلسفی افکارو او قلمی آثارو د رامنځته کولو او د سفرونو د کولو له پاره وقف کړ.  ده پخپلو آثارو کې دومره زیات له خپل استاد (سقراط) څخه یادونې کړی دی، چې د لوستونکو له پاره دا سخته ده چې وپوهیږی، چې کوم نظر د سقراط او کوم بیا دقیق په افلاطون پورې اړه نیسی .[6]

د افلاطون په وخت کې د تجارتی فعالیتونو د ودې په پایله کې د یونانیانو ترمنځ د ګټې د لاسته راوړو او د پیسو د ټولولو مفکورې زور اخیستی ؤ.  افلاطون د هغو پرضد قیام او مقاومت وکړ. ده پخپل مشهور کتاب (جمهوری) کې  د عدالت غږ پورته کړ او د شخصی ګټو له پاره د ټولنیزو ګټو تر پښولاندې کول یې وغندل. ده پخپل کتاب «جمهوی» کې، چې دفکراو پوهې خزانه ده،  پخپل فکر او ایدیال داسې دولتی جوړښت انځور کړ چې د انسان دوستی له اصولو سره یې برابر ګاڼه. [7]  د افلاطون  په نظر که په ټولنه کې حاکمان او سیاسی واکمنان اصلاح شی، د ټولنې نور وګړی پخپله په سمه لاره روانیږی. خو که په هیواد کې حاکمه کړۍ د فساده ډکه وی، د نورې ټولنې اصلاح به خورا ستونځمنه وی. دي په ټولنه کې د فیلسوفانو او پوهو کسانو د سیاسی حاکمیت پلوی دی. دده په نظر «دکوم ریاست حکمران، چې فلسفي نه وي دهغه ریاست پربنسټ اعتبارنه دی پکار. ... تعلیمي نظام باید د ریاست په ولکه کې وي ځکه، چې ددې بنیادي ګټه به ریاست ته رسېږي.  ریاست به دخپل ضروریاتوپه مطابق تعلیم یافته او هنرمند افراد روزي، تعلیم کول یا نه کول به دفرد په خوښه نه وي، ریاست به ټولو وګړو ته لازمي تعلیم ورکوي. که داسې وشي نو دریاست نظم، ډسپلین او ضبط به ترپوښتنې لاندې نه راځي، ښه پوهه خلک به دحکومت چارې پرمخ وړي، لوستې خلک دانصاف له روح سره اشناوي.» [8]، بې انصافی نه کوی او فساد ته لاس نه اچوی. ده ویلی دی چې (عدل اوانصاف) دبنسټیزپرمختګ لپاره ضروري دی.

افلاطون وایی چې  « د ظالم او جابر حکمران خوله هرڅه ته وازه پاتې وي سره ددې دومره قوت بیاهم کمزوری وي.»[9] افلاطون د ښوونې اوروزنې، اخلاقو او دعدل ترمنځ  ټینګې اړیکی وینی. دده له نظره ښه حکومت هغه وخت منځته راتلای شی چې واکمنان د ټولنې د ښيګڼو او عامه ګټو له پاره د واحد نظر څښتنان وی. دی وایی چې  بایدټول کارونه یوه فرد ته ونه سپارل شی، بلکې کارونه باید سره ووېشل شی تر څو چې هر څوک د خپل استعداد او ذوق مطابق کار وکړی او نتیجه یې لوړه وی. دی په دې نظر دی چې «ټولنې ته باید دیوه جسم په نظروکتل شي دجسم ټولې اعضاوې که فعالې وي نوپرجسم باندې بوج کم وي ځکه چې هره عضوه بیل بیل حرکت کوي او خپله خپله دنده پېژني او پرمخ یې وړي. نوپردې اساس چې څومره دتخصیصي عمل ښه وي ټولنه په همغه اندازه صحت منده اوپیاوړې وي. افلاطون په حقیقت کې په ریاست کې استحکام اوپه ټولنه کې عدل راوستل غوښتل. اخلاق،شجاعت،علم اواعتدال لا عدل ته ترقي ورکوي . اخلاق په افرادو کې شجاعت، علم، اعتدال او دانصاف عناصرپیاوړي کوي. علم او پوهه دریاست په ښه حکومتدارۍ کې مهم رول لوبوي، شجاعت اوباتوري دملک د ساتنې لپاره ډېره ضروري وي[10]  د افلاطون په نظر تر څو چې« فیلسوفان واک ته ونه رسیږي او یاواکمن فلسفي نه وي ترهغې دریاست او د ولس ستونزې نه حل کېږي ... دکوم ریاست حکمران، چې فلسفي نه وي دهغه ریاست پربنسټ اعتبارنه دی پکار.»[11] که د حکومت واګې د فیلسوفانو او پوهو کسانو په لاس کې ولویږی، د ملت له پاره ستر خدمتونه کولای شی، ځکه چې پوه کسان او فیلسوفان د ملت ګټې تر خپلو شخصی ګټو نه قربانوی، ریاست د حکم د چلولو او د پیسو او شتمنیو د راټولولو له پاره نه غواړی اود ټول ملت په خیر او دعدل او انصاف پر بنسټ ولاړ ټولنیز – سیاسی نظام را منځته کولای شی. 

د علم او پوهې څښتن حکمرانان عادل، انصافمن، زړوه ور  او غیرتی وی او په  دولت کې د غلا، بډو اخیستلو او نورو ټولنیزو فسادونو په ضد د مبارزې لارې لټولای او موندلای شی. په حکومت کې باید بې علمه او بد اخلاقه کسان  لار ونه مومی، ځکه چې  که « یوکس غل، بدفعله او بې عدالته وي په ټول ریاست باندې بده اغېزه ښندي».[12] دریاست واکداران بایدپوه او باشخصیته خلک وي.  دغه ډول پاک زړي کسان کولی شي ښه حکومت داري وکړي جهالت او خود غرضي له منځه یوسي، «ځکه چې دا ډول خلک انسانیت ته ژمن وي دوی په ډېره امانت دارۍ، ایماندارۍ او په دیانت دارۍ سره خپل کار ترسره کوي،دا ډول خلک د بې ځایه رسم رواج نه ازاد وي.»[13]



 2- Platon, Werke- Überlieferung und Echtheit Von Internet.

-[4]  عطاءالله خان حیران، د افلاطون ژوند، اند اوفلسفه- دویمه برخه

[6]- http://www.lifeofthought.com/f8.htm

 -[7] مواد درسی مبانی اقتصاد ملی،  سال ۱۳۹۰ 

 -[9] همغه ځای – پنځمه برخه

[10] -http://tolafghan.com/posts/20325

-[11] عطاءالله خان حیران، د افلاطون ژوند، اند اوفلسفه-  پنځمه برخه -

-[12] همغه ځای – څلورمه برخه

[13]   -همغه ځای پنځمه برخه