کندهار سقوط کوي خو دولت ئې نندارې ته ناست دی

د کندهار په ولایت کي دروان کال د اګست دمیاشتي وروستی نیټه  ددغه ولایت ولس ته ترټولو خونړۍ ورځ وه  په دغه ورځ یوازي ۱۷ کسان مخامخ د ښار په واټونو کي ترور سوه. هغه چي په ماینونو، ځانمرګوبریدونو او بمبار کي ئې خپل ژوند له لاسه ورکوي هغه خو اوس څوک په مړو کي نه حسابوي  . ددې ترڅنګ هره ورځ دښار په منځ کي د پنځو څخه تر لسو پوري کسان ترور کیږي او ټوله امینتي اورګانونه ئې ننداره کوي .

اخیر دا ترورونه او دغه ترهه څوک اچوي او ولي ئې د مخنیوي لپاره هیڅ اقدام نه کیږي . اصلا په دې ولایت کي درې عمده علتونه موجود دي چي دغسي روان ناورین ته لا زیاته زمینه برابروي  او دغه اورته په لوی لاس لمن وهل کیږي .

اول : په دې ولایت کي  دولتي اداره مطلق سقوط ده  والي توریالی ویسا  دولایت د مقام د انګر او ښاغلي احمدولي کرزي د خپل کور څخه چي په سمیټي دیوالونو پوښل سوی دی زموږ بیده ، بې زړه او بې خبره ولسمشر ته د حالاتو د ښه والي ډاډ ورکوي او ښاغلي کرزی  ئې  هم تر هرچا پر سورنا غوږ نیسي . خو دکابینې وزیران چي زموږدمحترم ولسمشر په غوږو کي هرڅونه کرږي ووهي چي دخدای په  پار په کندهار کي مو ریاستونه ټول خالي دي ،دولتي تاسیسات یو په یو تړل کیږي او طالبان ان دښار په واټونو کي  په خلاص مټ ګرځي  . نوجناب ریس صاحب همدا ورته وائې چي دا نن مي خبري وکړې امانه اماني وه .

حال دا چي ټول ولس ئې دسر په سترګو ګوري چي کندهار نن ورځ دمرګونو او چاودنو دوهم نوم ګرځيدلي دی . د کندهار د ادارې تر نیمي زیات ریاستونه ریسان نه لري که ئې لري هم هغه ټول سرپرست  کسان دي چي الحمدالله دپاخه عمر تجریبه هم نه لري او اومه خوله ځوانان ئې د ډالرو په زور  راټول کړي دي . د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د ریس عبدالمجیدبابي تر ترور وروسته یو ریس اوس دریاست په ذربین کي هم نه معلومیږي او دحج او اوکافودریس تیموري د مړني وروسته ریسانو نور دریاستونو څخه په ټولیزه توګه کډه په شا کړه ، د کندهار اجرایه ریاست څخه نیولې تر نورو ریاستونو او ان تر مدیریتونو پوري دولتي مامورینوخپل  کورونه په کابل کي جوړ کړي دی   چي دوه په دریمه برخه دمیاشتي له ډاره په کابل  کي تیروي . او په کندهارکي دولت داري  برغو وهي .

ددې ترڅنګ د کندهار دولتي اداره اوس په ټولیزه ټوګه  دپخواني کمونسټانو په ولکه کي ده چي د اردو دنړیدو وروسته  اکثرو ئې د کورنیو جګړو په محال په پاکستان او ایران کي ان دنیستۍ څخه جرابي او صابه  پلورل  اوهغه نیستۍ وس دغه کسان داسي حال ته راوستي دي  چي ددنیا ډالر ئې په سر ورکوټه کړې بیا هم دنورو نارې وهي . د کندهار والي ، دملي پوځ عمومي قوماندانان ، دملي امینت یا استخباراتو ریس ،دولایت امنیه قوماندان ، دامینت امیر ، د پولیسو دزون قومندان د هوائې لیوا قومندان او داسي نور ټول زاړه خلقیان او پرچمیان دي چي دا ولایت  د اداري فساد له برکته نن ورځ ورته لنګه غوا ګرځيدلې ده    . دغه په اصطلاح زاړه نیستمن کمونیستان دنن دچوراتلان یوازي خپل ټول توان په دې په کار اچوي چي څنګه په دولتي وظیفه کي ډیري پیسې راټولي کړي . نور که طالبان راځي او دقومندانۍ مخته په نظام قرول کي بمونه ښخوي یا که دقومندانۍ شاته پردیوالونو داسلامي امارت شعارونه لیکي د دوی ورسره کار نسته . ددغه کسانو دغه جنایتونه اوپه خپلو کارو کي غفلت یو هغه اساسي علت دی چي ددې ولایت امنیت ورځ په ورځ دبد څخه بدتر ته  داخلیږي .

دوهم : دولسمشر نه توجه ، دده سرټمبګي   او په دې لاري کي د خپلي کورنۍ د شخصي ګټو لپاره دبهرنیانوسره  د عملیاتو پرسر لانجې نن ورځ کندهار دوینو د ګرداب پرژۍ درولی دی . ولسمشر کرزی په هیڅ صورت په کندهار کي هغه غټ عملیات نه غواړي خو بهرني سرتیري په سر کي امریکایان بیا دغه ولایت ته دافغانستان د ثبات لپاره داساسي کیلي په سترګه ګوري او دلته د پراخ عملیاتو غوښتونکي دي  دلته دواړي خواوي خپل زور تر خپله وسه په کار اچوي تر څو هغه بل طرف په دې راضي کړي چي خبره ئې ومني . اوپه دې منځ کي کندهار په لمبو کي سوځي .

الف : کرزئ : د کندهار دپراخو عملیاتو تر اعلان راوسته په لوی لاس د مارجې سیمو ته دکرزیانوشخصي طالبان ولیږل سوه ترڅو په مارجه کي  حالات کرکیچڼ کي  او دولتي حکومتداري بیرته له منځه یوسي چي له مخي ئې نړیوالو ته دا دلیل په لاس راوړي چي موږ نور دغسي غټ عملیات نه غواړو ، دوی په  مارجې کي  ثابیته کړه چي په جګړه باندي یوازي د څو ورځو لپاره سیمه دمخالفینوڅخه پاکيږي  چي وروسته بیرته دهغو په لاس کي لویږي نور هیڅ تغیر نه مني .  کرزي په خپل ټول توان دغه پلان سوې ډرامې  ته کار وکړترڅو دمارجې عملیات یوناکامه او بې معنا عملیات ثابیت کړي ،چي لمخي ئې په کندهار کي امریکایانو ته دمارجې عملیات د یو دلیل په توګه  کښیږدي  او دکندهار لوی عملیاتو مخه پرې ډب کړي  ځکه زموږ دغه هوښیار او ځیرک ولسمشر په دې ښه پوهیږي چي په کندهار کي که ستر عملیات  پیل سي نو تر هرڅه لمخي به په دې ولایت کي اول هغه بنسټونه له منځه ځی چي دده کورنۍ ورباندي تکیه کوي او داصلي سیاسي ، اقتصادي منبې لپاره کارورڅخه اخلي .یا په بل عبارت هغه سمیزه مافیا به ړنګه سي چي کرزی نه یوازي  خپله بقا پکښي ویني بلکې له مخي ئې دده دکورنۍ ستري شخصي ګټي هم  خوندي کوي .او په همدې موخه کرزی د کندهار دعملیاتو مخالفت کوي .

ب : ناټو او امریکا : دوی دکندهار لپاره ستر عملیات په هرقیمت چي وي پیلیدل غواړي  ځکه میک کریسټل او تر هغه راوسته ډویډ پیټریس اوس په دې پوهیدلي دي چي د افغانستان اسلي کیلي دکندهار ولایت دی ددغه ولایت ستراتیژکي ، سیاسي او اقتصادي اهمیت د افغانستان په سیاسي ثبات کي ستر رول لري .دوی په کندهار کي تر ټولو غټه ستونزه د کندهار خرابه دولتي اداره  اوپر هغې د احمدولي کرزي سیوری بولي اودغه ستونزه ددولت او خلکو ترمنځ دواټن پیداکیدو داساسي نقطې په نامه یادوي ،ددې ترڅنګ ناټو په سیمه کي د کرزیانو دشخصي طالبانو یا په بل عبارت دهغه طالبانو چي دکرزي کورنۍ ورته میلونو ډالر ورکوي د مخ په زیاتیدونکي نفو‌ذ څخه په ویره کي او په همدې موخه غواړي په دغه ولایت کي ستر عملیات پیل کړي چي ددې عملیاتو  بڼه به د مارجې او نورو عملیاتوڅخه بیله وي دغه عملیات به درې برخي لري چي یوه ئې دحکومتي ادارو رغول او له فساده پاکول ، بل د خلکوسره په تعلمي ، او ټولنیز برخو کي مادي مرستي او دریم ئې دمخالفینو ځپل د نظامي لاري شامل دي . چي دعملیاتو تمرکز به ئې ترډیره د احمدولي کرزي د نفو‌ذ راکمول او دسیمیز مافیا نړول وي .

لکه څنګه چي مخکي مو وویل دلته دواړه اړخه د عملیاتو د کولو او نه کولو پر سره په یوه سیالي کي سره لویدلي دي . او کله چي کرزی  کندهار ته راغلي نو هغه په کندهار کي د کندهار دقومي مشرانو او سپیږروڅخه په خپله دغه سیالي کي د یو ډال په حیث کار واخست ، په هغه غونډه کي میک کرسټل هم موجود و ده دکندهار مشران مخاطب کړه ((تاسي وویاست ای کندهاریانو عملیات غواړی - نو هغوی د نه جواب ورکړ) او ښاغلي کرزي  ناټو ته دا څرګنده کړه چي د کندهار مشران دغه عملیات نه غواړي

اوس په کندهارکي  بهرنیان د حالات په خرابولو کي ټولي لاري په کار اچوي چي یوه لاره پکښي دپاکستان ای ایس ای او دهغوی په ولقه کي روزل سوي طالبان دیوې مهرې په ډول لوبول دي .په بل عبارت  کندهار نن ورځ د امریکا  او کرزي د سیالۍ په اور کي سوځي او بهرنیان د حالاتو په خرابولو کي نه یوازي غواړي چي کرزي ته دا وښیئ چي حالات خراب دي بلکې کندهاریانو هم دې ته مجبوروي چي دعملیاتو مخه بل وخت ډب نه کړي . دا نن چي زموږ قومي مشران دپاکستان د ای ایس ای د ایجنټان ( طالبانو ) په لاسووژل کیږي ددې اصلي قاتلان ناټو او امریکا ده خو ددوی دقتل مسولیت یوازي د کرزي په غاړه دي چي په لوی لاس ئې دغه مشران دخپلي سیالی یوه برخه وګرځول  او دخپل ځان او خپلي کورنۍ د شخصي او مافیائې ګټو د خوندي توب  په خاطر ئې دکندهار بیچاره اولس د بلاپه خوله کښي ورکړ .

دریم : د قومونو ویشلی سیاسي نفوذ :د کندهار دامنیتي حالت په خرابیدو کي د قومونو ویشلی سیاسي  جوړښت  لویه وڼده کارولې ده . دلته د پوپلزوداوسنې ټولواکه  سیاسي جوړښت  په وړاندي دالکوزو د ځپل سوي او قتل سوی قوم ددښمنۍ ترنګلتیا ، همدا زار د پوپلزو د ټولواکه اوسني جوړښت په وړاندي دبارکزودصحنې څخه دشړل سوي قوم نفرت  او د پوپلزو لخوا داڅکزو د پورته کولو په وړاندي دنورزو غوصه  هغه څه دي چي د امریکا په غوښتنه ئې دپاکستان او دهغوی دایجنټانو ( طالبانو ) ډیر سخت  او اوږدمهاله کار اسانه کړی اودترورونو هغه پلان چي ښائې ددوی څخه به ئې  کلونه کار ِغوښته ان په څو میاشتو کي تطبق کړ . پاکستان دافغانستان د سر سړي هیڅ کله پخوا هم نه پریښول خو اوس ئې د امریکا د پلان لپاره خدای دبخت چپه بیړی راسته کړه .

پاکستان په ډيره اساني سره په کندهار کي په  لوی قومونو کي د نوي پیدا سوي درزونو څخه کار واخست او ددنن داغه مرموزي وژني ئې اصلي ثمره ده که موږ د تیرو اتو کلونو کي  د قومي مشرانو د ترور ګراف ته ووګورو نو د ۲۰۰۹ کال تر اواخیرو پوري ۵۲۰ کسان ترور سوي وه  خو په تیرو پنځو میاشتو کي چیري چي دعملیاتو خبره راپوته سوې ده په کندهار ولایت کي ۳۹۷ کسان ترور سوي دي او لا خدای خبر چي تر عملیاتو او دهغه وروسته به ددغه تلپاته ناورین لړې ترڅونو کسانو په ترورونو جاروي وي .

 

نتیجه : ترڅو چي د کرزي او امریکایانو دغه روانه سیالي ته ژر دپای ټکی کښېنښودل سي  او دکندهار غټ قومونه یو له بله د تیرو ۱۰ کالو دبدیو تیر نه سي نو ډير لیري نه ده چي په دغه محشر کي به کندهار سقوط وکړي اودپاکستان هغه دوه مخې لوبه به بریالی دافغانستان د تباهۍ یوه نوې دروازه پرانیزي . او ددې ترڅنګ به دا سیمه د یوداسي ناورین په لوري وخوځي چي دسرسړي به ئې په قبرونو کي پراته وي او په  ولس به ئې پردي خپلي لوبي کوي .

سیداحمدخاکرزوال  

Address:  -kandahar -afghanistan

website:  www.lodin.co.cc

Email    : این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید

                               این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید

cell:  +93-0-700-315-162